Home+په دې ورځ محمدظاهرشاه وفات شو

په دې ورځ محمدظاهرشاه وفات شو

د محمد ظاهر شاه د سلطنت دوره : ۱۹۳۳- ۱۹۷۳

تاند- له نن څخه 19 کاله پخوا د ۲۰۰۷ م کال د جولای په ۲۳ مه (د اسد لومرۍ) د افغانستان پاچا اعلحضرت محمد ظاهرشاه د ۹۳ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.

محمدظاهر د ۱۹۱۴ د اکتوبر په ۱۵ مه زېږېدلی، د ۱۹۳۳ د نوومبر په ۸ مه د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د پاچهۍ پر تخت کېښنستی او له کابو څلوېښت کاله سلطنت وروسته د ۱۳۵۲ د سرطان په ۲۶ مه د محمد داوود خان تر کودتا پورې د افغانستان پاچا و.

ظاهرشاه په اتلسمه پیړۍ کې د معاصر افغانستان له جوړېدو وروسته یوازینی پاچا دی چې ډېره موده یې سلطنت کړی دی. د ده د سلطنت د دورې تر ټولو مهمه ځانګړتیا دا ده چې ټوله په سوله او ارامۍ کې تېره شوه او ترڅنګ یې افغانستان په تدریجي ډول د مدرنیزم او پرمختګ لور ته ګامونه اخیستل.

ظاهرشاه، په داسې حال کې چې افغانستان د شوروي اتحاد ګاونډی و، تقریباً له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې پاللې او افغانستان یې د شوروي له یرغله خوندي ساتلی و. حال دا چې شوروي اتحاد د چین په استثنا، بې له هغو هیوادونو چې له امریکا سره په یو نه یو تړون کې داخل و، نور ټول ګاونډي هیوادونه بلوسلي وو.

ظاهرشاه د سړې جګړې په دوره کې د افغانستان بې پرې توب وساته. ده په ۱۹ ۵۰ مه لسیزه کې د افغانستان د مدرن کولو هڅه پیل کړه، نوی اساسي فانون یې جوړ او مشروطه شاهي یې رامنځته کړه.

ظاهرشاه غوښتل چې سمبولیک رول ولري او واک د صدراعظم په مشرۍ ولس ته وسپاري او په عین حال کې د سلطنتي کورنۍ ټول غړي له اجرايي چارو راوګرځوي. د ډیرو مورخانو په باور همدا مسله سبب شوه چې محمدداوود خان کودتا وکړي ځکه چې نور یې د واک ته رسیدو مخه نیول شوې وه.

په ۱۹۷۳ کې، کله چې ظاهرشاه د سترګې د جراحي عملیاتو لپاره ایټالیا ته لاړ، داوود خان پرې کودتا وکړه او جمهوري نظام یې اعلان کړ خو تر پایه پورې یې انتخابات ونه کړل.

د داوود کودتا په افغانستان کې د سلطنت ۲۲۵ کلنه دوره پای ته ورسوله او افغانستان یې داسې نارامه کړ چې دا دی پنځوس کاله وروسته یې هم د پای ته رسیدو څرک نه لګېږي.

ظاهرشاه تر۲۰۰۲  پورې په روم کې جلا وطنه و. د افغانستان په نوي اساسي فانون کې د ملت پلار لقب ورکړل شو او په ۲۰۰۷ م کال وفات شو.

د اعلحضرت ظاهرشاه د واکمنۍ په مهال مهم کارونه

د ظاهرشاه د وخت تر ټولو لویه لاسته راوړنه د ۱۳۴۳ لمریز کال (۱۹۶۴ م) اساسي قانون و، چې د ولسواکۍ بنسټ یې کېښود، د ښځو د رایې ورکولو حق په کې خوندي شو او د بیان ازادۍ ته په کې لار هواره شوه.

د محمد ظاهر شاه (۱۹۳۳–۱۹۷۳) د واکمنۍ پر مهال افغانستان د زیربناوو، پوهنې، روغتیا، کرنې او صنعت په برخو کې د پام وړ پرمختګونه وکړل. که څه هم ځینې وايي چې په کابو څلوېښت کلنه دوره کې چې امن هم و، ډېر کارونه نه دي شوي، خو همدا دوره د افغانستان د نسبي ثبات او تدریجي عصري کېدو له مهمو دورو څخه ګڼل کېږي.

تر ټولو مهم پراختیايي کارونه دا وو:

  1. لویې لارې او تونلونه
  • د سالنګ تونل او لویه لار جوړه شوه، چې شمال او جنوب یې سره ونښلول.
  • د کابل–کندهار لویه لار ورغول شوه.
  • د کابل–جلال‌آباد او نور مهم سړکونه جوړ شول.
  1. د اوبو بندونه او برېښنا
  • د کجکي بند پراخ شو.
  • د ارغنداب بند بشپړ او د کرنې او برېښنا لپاره وکارول شو.
  • د نغلو د برېښنا بند جوړ شو.
  • د شمال په ځینو سیمو کې د اوبو برېښناکوټونه جوړ شول.
  1. کرنه او اوبه‌خور
  • د هلمند د وادي لویه پراختیايي پروژه پلې شوه.
  • د بوغرا کانال او ګڼ نور د اوبو لګولو کانالونه جوړ شول.
  • زرګونه هکټاره شاړه ځمکه د کرنې وړ وګرځېده.
  1. ښوونه او روزنه
  • د کابل پوهنتون پراخ شو.
  • د پولی تخنیک پوهنتون بنسټ کېښودل شو.
  • په ولایتونو کې لسګونه لېسې او ښوونځي جوړ شول.
  • د نجونو زده‌کړې هم پراخې شوې، په ځانګړي ډول په ښارونو کې.
  1. روغتیا
  • په کابل او ولایتونو کې دولتي روغتونونه جوړ او پراخ شول.
  • د عامې روغتیا خدمات نسبتاً پراخ شول.
  1. صنعت
  • د ګلبهار د نساجۍ فابریکه.
  • د پلخمري د نساجۍ فابریکه.
  • د سمنټو، قند، کود او نورو دولتي فابریکو جوړول او پراختیا.
  • د دولتي صنعتي شرکتونو رامنځته کېدل.
  1. ښاري پراختیا
  • د کابل لپاره د ښار لومړنی ماسټر پلان جوړ شو.
  • مکروریانونه جوړ شول.
  • نوي دولتي ودانۍ، پارکونه او ښارګوټي جوړ شول.
  1. اساسي قانون او ادارې
  • په ۱۹۶۴ کال کې نوی اساسي قانون نافذ شو.
  • انتخابي ملي شورا او نسبتاً ازاد مطبوعات رامنځته شول، چې د “دیموکراسۍ لسیزه” په نوم یادېږي.

لنډه ارزونه:

  • د ظاهر شاه په دوره کې افغانستان د امریکا، شوروي اتحاد، جرمني او نورو هېوادونو له مرستو څخه په متوازن ډول ګټه واخیسته او ګڼې لویې پروژې یې عملي کړې.
  • خو سره له دې، ډېری پرمختګونه په ښارونو کې متمرکز وو، او په کلیوالو سیمو کې بېوزلي، بېسوادي او کمزوري زیربناوې لا هم پراخې پاتې شوې. دغه اقتصادي او سیاسي ستونزې وروسته د ۱۹۷۳ کال له کودتا او ورپسې بې‌ثباتۍ سره نورې هم ژورې شوې.

6 COMMENTS

  1. روح دې ښاد وي او الله تعالی دی ورته جنت الفردوس په نصیب کړی امین.

  2. د افغانستان وروستنۍ محبوب پاچا ته د الله تعالي جنتونه په نصیب کړي ، اروا یې ښاده ، نوم یې تلپاتې .

  3. اورېدلي مې دي چې تنظیمي مشرانو به پیښور کمپونو کې افغان کډوالو ته په هره وینا کې د پخواني پاچا په حیثیت حتما داړې لګولې، ویل به يې هغه لوی خاین و، ثروت لري، تجارتي کښتۍ لري…
    خصوصا دوه پنجابساخته مشرانو به دا غپل کول_ د آی ایس آی داړه ور ګلټير🐕‍🦺 ګلبودین او د عربو زوړ دلال او مر ده 🐃عبدالعرب رزیل سیاف.
    خو تجربي تاریخ رامخته شو او شاهدي يې ورکړه چې څوک د افغانستان خادمان وو او څوک حرامنمکي او د پردیو خادمان!
    _ د مرحوم پاچا اروا دې ښاده او همداسې آرامه وي لکه افغانستان يې چې ٤٠ کاله آرامه ساتلی و.

  4. اروا دې یې ښاده وي
    د اوس هم چې څه لرو ډیره برخه یې د اعلحضرت د وخته ده. ده په داسي وخت کې دا ټول کارونه کړي چې خلک یې ارام ساتل، په لوی لاس یې نه مجبورول چې غرونو ته وخیژي. لکه خلقیانو پرچمیانو چې وکړل او بیا وروسته امریکایان او ملګرو یې وکړل او اوس یې طالبان کوي.
    ظاهرشاه بابا په په هغه وخت کې سړکونه او فابریکې جوړې کړي چې د افغانستان حکومت او ولس ډیر بېوزله وو، هغه مهال دنیا هم د اوس په شان شتمنه نه وه.
    اروا دې یې ښاده وي
    بارکزی

  5. په نور څه نه پوهیږم خو فقط دومره چی:
    ظاهرشاه او چاپلوسانو ئی ادعا درلوده چی هغه یو مدبر او هوښیار باچا ۇ کوم چی د حکومت او سلطنت د عرادې پر اشترینګ ناست او څلویښت کلونه ئې دا عراده یو مطلوب مقصد او ادرس ته د رسیدو په نیت په حرکت راوستی وه ( ښه ډراوینګ یا بد ډراوینګ).
    مهمه پوښتنه دا ده:
    ولی دا ماهر! ډریور خوب یووړ او د عرادی کنټرول ئی له لاسه ورکړ؟
    پورته پوښتنی ته جواب به د ځینو تبصره کوونکو د تبصرو ماهیت د طوفان سره مخامخ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...