تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد لومړۍ) د افغانستان له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د نورستان ولایت د ویجاړوونکو سېلونو له امله لا هم ۸۵ کسان ورک دي او د هغوی د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري.
دا خبره د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال، تاجمحمد همت، د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) وکړه او ویې ویل چې تر اوسه په دغو سېلونو کې ۲۳ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د ټپیانو له ډلې د ۲۳ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
تاجمحمد همت وویل چې د طالبانو د ژغورنې ډلې نورستان ته استول شوې دي او له مرستندویه ادارو سره د همغږۍ چارې هم روانې دي.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په نورستان کې ۱۶۳ کورونه په بشپړ ډول او ۱۱۵ کورونه په قسمي ډول ویجاړ شوي دي. همداراز، درې جوماتونه، یو روغتیايي کلینیک، د برېښنا یوه شبکه او پنځه پلونه او پلچکونه هم له ویجاړ شوي دي.
همداراز د ۱,۰۴۷ جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات او ۲۳ جریبه باغونه له منځه تللي. ۳۰ کورنۍ بېځایه شوي او په مجموع کې ډول ۷۴۶ کورنۍ له دې پېښې اغېزمنې شوې دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نورو ولایتونو هم د سېلابونو له امله زیانونه لیدلي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په میدان وردګ کې یو کس مړ شوی او ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. په غزني کې یو کس ټپي شوی او ۲۵۸ کورنیو ته زیان اوښتی دی.
طالبانو همداراز ویلي چې په کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، خوست، لغمان او زابل ولایتونو کې هم سلګونه کورونه، کرنیزې ځمکې، باغونه، جوماتونه، څاګانې، سړکونه او دوکانونه د سېلابونو له امله زیانمن یا ویجاړ شوي دي.