تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد لومړۍ) د هالنډ د محصلانو یوې ډلې د داسې موټر نمونه نندارې ته وړاندې کړې چې د دوی په وینا، د نړۍ لومړنی لمریز امبولانس دی. دغه موټر د دې لپاره ډیزاین شوی چې لرې پرتو او سختو (غرنیو) سیمو ته روغتیايي خدمات ورسوي.
دا امبولانس د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې معرفي شو. موټر په سپین او ژېړ رنګ جوړ شوی، او د چت پر سر یې لمریزې تختې (سولر پینلونه) نصب شوي دي.
د دې امبولانس د چت لمریزې تختې نه یوازې د موټر د انجن انرژي برابروي، بلکې د دننه طبي تجهیزاتو، لکه د ایکسرې (X-ray) ماشین، د زړه د برېښنايي شاک (Defibrillator) وسیلې او نورو طبي وسایلو لپاره هم برېښنا تولیدوي.
دغه دوه کسیز امبولانس، چې «سټیلا یووا» (Stella Yuva) نومېږي، په اعظمي ډول په ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره سرعت لرلی شي او د ناهوارو یا کنډ کپر او له سړک څخه بهر لارو لپاره ځانګړی ډیزاین شوی دی.
دا موټر په یوه لمرینه ورځ کې تر ۷۱۵ کیلومترو پورې واټن وهلی شي. د دې بیټرۍ د لمر په انرژۍ چارجېږي، خو د شپې او یا هم د ورېځو په موسم کې هم فعالیت کولی شي.
دا امبولانس د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې ناروغان روغتون ته ورسوي، بلکې هدف یې دا دی چې روغتیايي خدمات مستقیم ناروغ ته ورسوي.
په دې امبولانس کې د نري رنځ (TB) د معاینې کټونه، د واکسینونو د ساتنې لپاره یخچالي صندوق او د امیندوارو ښځو لپاره د الټراساونډ وسیله هم ځای پر ځای شوې ده.
د دې پروژې مدیر او د آیندهوون د ټکنالوژۍ پوهنتون د بایومېډیکل انجینرۍ محصل ۲۱ کلن ماتیس فان ګرون وایي: «سټیلا یووا په بشپړه توګه سمبال شوی، څو په لرې او سختو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.»
د دې پروژې ټیم پلان لري چې په راتلونکې میاشت کې کینیا ته سفر وکړي، څو د دې لمریز امبولانس وړتیاوې په واقعي شرایطو کې وازمويي.