۱. سنتکام د ایران پر هدفونو د بریدونو د نوي پړاو خبر ورکړ
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په یوه لنډه اعلامیه کې، چې په ایکسپاڼه کې یې خپره کړې ده، ویلي چې د ایران پر ځینو هدفونو یې د شپنیو بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی.
د اعلامیې له مخې، دغه بریدونه د چهارشنبې په شپه د ایران پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیل شوي دي.
سنتکام یو ځل بیا ټینګار کړی چې دا بریدونه د دې لپاره دوام لري، څو د سیمې له اوبو څخه د تېرېدونکو سوداګریزو او ملکي بېړیو پر وړاندې د ایران د ګواښ وړتیا کمه کړي.
۲. کویت د ایران د بېپیلوټه الوتکو د نوي برید له څپې سره مقابله کوي
د کویت پوځ وایي چې د ایران د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د یوې نوې څپې له بریدونو سره د مقابلې په حال کې دی.
تر اوسه د دې بریدونو له امله د احتمالي مرګژوبلې یا مالي زیان په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.
۳. حوثیانو بابالمندب ته نژدې پر دوو تېل وړونکو بېړیو د برید ادعا وکړه
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو اداره (UKMTO) وایي چې د پنجشنبې په لومړیو شیبو کې یې د سعودي عربستان د الشقیق یا جازان سیمې د جنوب لوېدیځ شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره واټن کې د یوې سمندري پېښې راپور ترلاسه کړی دی.
دې ادارې ویلي چې تر اوسه د مرګژوبلې یا چاپېریالي زیان په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
د ادارې په وینا، د یوې تېل وړونکې بېړۍ کپتان راپور ورکړی چې یوه ناپېژندل شوې مرمۍ پر بېړۍ لګېدلې، اور یې بل کړی او عمله د اور د وژلو هڅه کوي.
له دې لږ وروسته، حوثیانو ادعا وکړه چې د سعودي عربستان پر دوو تېل وړونکو بېړیو یې برید کړی دی.
دوی د دې بېړیو نومونه «انسېلا» او «لیلیا» ښوولي او ادعا یې کړې چې دغو بېړیو د دوی له لوري اعلان شوې سمندري محاصره نقض کړې وه.
د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري محاصرې د پلي کېدو اعلان هم کړی و.
په اهواز او سیرک کې د څو چاودنو راپورونه
د ایران مهر خبري اژانس د خوزستان ولایت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اهواز ته نژدې پر یوې سیمې د امریکا توغندي لګېدلي دي.
په ورته وخت کې، د ایران انګلیسي ژبې دولتي ټلوېزیون پرس ټيوي هم د سیرک په سیمه کې د څو چاودنو خبر ورکړی دی.
تر اوسه د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران او سیمې نور خبرونه: