Home+د پيرمحمد کاروان په غزلونو کې د تشبيهي ترکيبونو څېړنه

د پيرمحمد کاروان په غزلونو کې د تشبيهي ترکيبونو څېړنه

  لیکوال: پوهنمل میوند بختیار

د هرات پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې استاد

لنډيز

پيرمحمد کاروان د پښتو ادبياتو د معاصرې دورې يو له هغو شاعرانو څخه دی، چې په شعرونو کې يې له ترکيبونو څخه ډېره استفاده کړې ده. ترکيبونه د دوو يا څو کلمو داسې يو ځای‌کېدنې ته وايي، چې درېيمه مانا ترې پيدا شي. په ژبه کې دوه ډوله ترکيبونه شته، يو ډول يې لغوي ترکيبونه دي او بل ډول يې نحوي. په دې ليکنه کې چې کوم ترکيبونه د کاروان له غزليزې شاعرۍ راچاڼ شوي دي، شعري ترکيبونه يې بولو، چې د نحوي ترکيبونو په ډله کې راځي. شعري ترکيبونه ډېر ډولونه لري، خو اساسي ډولونه يې دا څلور دي: اضافي، وصفي، تشبيهي او استعاري ترکيبونه. دلته د بحث موضوع تشبيهي ترکيبونه دي، په تشبيهي ترکيبونو کې د اضافت دال، مضاف‌اليه او مضاف راغلي وي، د مضاف‌اليه او مضاف تر منځ اړيکه تشبيهي وي، مضاف‌اليه پکې مشبه او مضاف پکې مشبه‌به وي، لکه: د اوښکو ستوري. اوښکې مشبه، ستوري مشبه‌به او سپين‌والی او ګردوالی يې د تشبيه وجه ده. له اضافي ترکيب سره يې دا توپير دی، چې په اضافي ترکيب کې د ترکيب د دوو برخو تر منځ اړيکه د مضاف او مضاف‌اليه وي، خو په تشبيهي هغو کې اړيکه تشبيهي وي. د دې څېړنې ارزښت دا کېدای شي، چې لوستونکي د کاروان د شعر د ښکلا له يوه رازه خبروي، چې هغه د ترکيبونو کارونه ده. همدا راز له مبتدي شاعرانو سره هم مرسته کوي، چې ترکيبونه او ډولونه يې وپېژني او د شعر په ښکلا کې له ترکيبونو څخه ګټه واخلي. د دې څېړنې ډول کتابتوني دی او موضوع د تشريحي ميتود په مرسته شنل شوې ده. د نتيجې په توګه ويلای شو، چې د کاروان غزليزه شاعرۍ له ترکيبونو، په ځانګړې توګه له تشبيهي ترکيبونو، مالامال ده او کاروان د ترکيبونو په جوړولو کې خاص مهارت لري، چې ترکيب‌جوړونه د نوموړي د سبک ځانګړنه هم بللی شو.

کليدي کلمې: استعاري ترکیب، اضافي ترکیب، تشبيهي ترکيب، توصیفي ترکیب.

سريزه

د ښه او اغېزمن شعر په پنځولو کې پر فکر، خيال، آهنګ… او وزن سربېره  مجازي تصويرونه هم مهم رول لري، مجازي تصويرونه د تشبيه، استعارې، سېمبول، پاراډوکس او… حساميزي له لارې د شعر قلمرو ته داخلېږي. دلته پر تشبيهي ترکيبونو باندې بحث شوی دی، چې ډېری مجازي تصويرونه د همدې تشبيهي ترکيبونو له لارې شعر ته داخلېدای شي، تشبيهي ترکيبونه د مؤکدې تشبيه په انواعو کې راځي؛ چې د بيان‌پوهنې مربوط بحث دی.

په دې مقاله کې د کاروان په غزليزه شاعرۍ کې د کارېدونکيو ترکيبونو له جملې څخه د تشبيهي ترکيبونو په اړه څېړنه شوې ده او د کاروان له غزليزې شاعرۍ څخه تشبيهي ترکيبونه راټول شوي دي. د دې ليکنې لپاره د کاروان صاحب د ( نغمه زېږدې زمانې) په نامه شعري کليات، چې په (۱۳۹۸هـ.ش) کې چاپ شوي دي، کتل شوي دي. په دې کلياتو کې د کاروان صاحب (له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي، د ښاپېرۍ ورغوی، زر زري وزرې او په خدای انسان خوږ دی) شعري ټولګې خوندي دي.

د دې څېړنې ارزښت دا کېدای شي، چې د شعري ترکيبونو د مختلفو ډولونو پېژندل به له نويو شاعرانو، د شعر له مينه‎والو او د پښتو ادبياتو له محصلانو سره مرسته وکړي، چې د ترکيبونو پر جوړښت باندې پوه شي، له هنري ارزښته يې خبر شي او د دغو تصويرسازو ترکيبونو له ماهيت سره به بلد شي. همدا راز دا او دې ته ورته ليکنې کولای شي، چې د شعر په اړه زموږ پخوانی نقد وننګوي او نوې کره‏کتنې ته زمينه‏سازي وکړي.

په پښتو ژبه کې پير محمد کاروان د هغو شاعرانو د کتار په سر کې مقام لري، چې ډېر ترکيبونه يې استعمال کړي او جوړ کړي دي، د کاروان په غزلونو کې ډېری تشبيهي ترکيبونه د غير انتزاعي مفاهيمو د تشريح، توضيح او د خپلې خبرې د ښې افادې يا ښايسته کولو لپاره ايجاد شوي دي. د دې فرضيې په نظر کې نيولو سره د دې څېړنې لپاره لاندې سوالونه مطرح کوو:

کاروان په تشبيهي ترکيبونو کې کومې کلمې ډېرې د مضاف‎اليه يا مشبه په بڼه کارولې دي؟

د کاروان په تشبيهي ترکيبونو کې د مضاف‎اليه په بڼه د کارېدليو مفاهيمو فريکونسي په کومه کچه ده؟

همدارنګه هڅه مو کړې ده، چې دا فرعي پوښتنې هم ځواب کړو: ترکيب څه ته وايي؟ کوم عمده ډولونه لري؟ او شعري ترکيبونه، چې د نحوي ترکيبونو په ډله کې راځي، له لغوي ترکيبونو سره کوم توپيرونه لري؟

د کاروان په شعرونو کې د تشبيهي ترکيبونو موندل، سپړل او د تکرار فريکونسي يې معلومول د دې څېړنيزې مقالې اصلي موخه ده، همدار راز د ترکيبونو پېژندل، عمده ډولونه يې معلومول او د نحوي ترکيبونو په ډله کې د شعري ترکيبونو پېژندل او له عادي ژبنيو يا لغوي ترکيبونو سره يې توپيرونه واضح کول، د دې څېړنې فرعي موخې دي.

د څېړنې مخینه                                                                    

په دې اړه کومه مشخصه ليکنه زما تر سترګو شوې نه ده، يوازې استاد غضنفر په (جادوګر هنر) کې، ډاکټر درمل په (شعرستان) او پوهاند زيار په (بدلمېچ) کې د شعري ترکيبونو په هکله خبرې کړي دي. همدارنګه د بارکوال میاخېل په تاند ويبپاڼه کې ( د کاروان په ترکیبونو شتمن تخيل) په نامه ليکنه خپره شوې ده. میاخېل صاحب په یاده لیکنه یوازې د کاروان صاحب د یوې ټولګې ترکیبونه را اخیستي دي او لنډه لیکنه یې پرې کړې ده.

مواد او کړنلاره

د دې څېړنې ډول کتابتوني دی او موضوع د تشريحي ميتود په مرسته شنل شوې ده.

د راټولو شويو توکيو (ډيټا) تحليل

مخکې تر دې چې د ترکيب په اړه څه وليکو، ښه به وي، د پير محمد کاروان د ژوند په اړه هم څه ناڅه وږغېږو، ښاغلی پير محمد کاروان په کال (۱۳۳۸هـ.ش) کې د خوست د تڼيو د نريزي کلي  نور محمد خان کره زېږدلی دی( رفيقي، ۱۳۹۵). ښاغلی کاروان د معاصرې دورې د ښو شاعرانو د لومړي کتار په شاعرانو کې راځي. نوموړی د ځانګړي سبک خاوند شاعر بلل کېږي، چې د سبک يوه لويه ځانګړنه يې د نويو شاعرانه ترکيبونو استعمال دی، چې په دې مقاله کې د دۀ له غزليزې شاعرۍ څخه يوازې او يوازې تشبيهي ترکيبونه را چاڼ شوي دي. د ښاغلي کاروان په شاعرۍ کې ډېر ترکیبونه راغلي دي، په دې اړه ښاغلی بارکوال میاخېل هم په یوه لیکنه کې وايي، چې د هغه د ټولې شاعرۍ ترکیبونه شاید یو جلا کتاب شي او دا دومره ترکیبونه د هغه د تخیل پر بهاندې چینې دلالت کوي، دا به ډېره ګرانه وي که موږ تر کاروان مخکې یا وروسته د بل شاعر په شاعرۍ کې دومره زیات ترکیبونه پیدا کړو.

ترکيب څه ته وايي؟

دلته باید لغوي ترکیبونه او شعري ترکیبونه سره ګډ نه کړو، لغوي ترکیبونه په لغت‌پوهنه او شعري هغه په بیان کې تر مطالعې لاندې راځي، ترکیبي لغت د دوو یا زیاتو لغتونو او آداتو څخه د یوې ګډې مانا لپاره رغېدلی وي( زیار،۲۰۱۷).

ترکيب د دوو يا زياتو کليمو داسې يو ځای کول دي، چې درېيمه معنا وزېږوي؛ پارسي ژبه چې يوازې د کسرې (زېر) په مرسته پکې ترکيبونه جوړېږي، د ترکيبونو له پلوه ډېره غني ده؛ خو په پښتو کې د ترکيب جوړولو لپاره معمولا له ملکيتي دال ( د) او يا هم نسبتي يې ( ي) څخه ګټه اخيستل کېږي. مثلا (د اوښکو مرغلرې) او ( نرګسي سترګې)  خو د ترکيبونو د جوړولو ځينې بې قاعدې لارې هم شته، لکه شب‏پرست او ډبرزړی (درمل، ۱۳۹۷: ۴۰۲).

په ترکيب کې چې له دوو يا تر دوو ډېرو کلمو رغېږي، يوه نوې معنا مومو. ترکيبونه  په څلورو ډولونو وېشلی شو: اضافي، وصفي، تشبيهي او استعاري ترکيبونه (غضنفر، ۱۳۹۶: ۳۰۱).

که څه هم ترکيبونه ډېر ډولونه لري، خو استاد غضنفر يې څلور عمده ډلې يادې کړي دي، په شعري ترکيبونو کې همدغه څلور ډلې ترکيبونه ډېر کارول کېږي او د دغو څلورو ډلو له جملې څخه په دې مقاله کې پر تشبيهي ترکيبونو باندې بحث شوی دی او د کاروان صاحب له غزلونو څخه مو ياد ترکيبونه را ايستلي دي.

اضافي ترکيبونه د اضافت له (د) مضاف‎اليه او مضاف څخه رغېږي، لکه (د خيبر قلم). د تشبيهي او استعاري ترکيبونو جوړښت هم د اضافي ترکيبونو غوندې دی، لکه (د زړۀ کب) او (د سپوږمۍ غېږ) چې لومړی تشبيهي او دويم ته استعاري ترکيب وايو. توصيفي يا صفتي ترکيب بيا پخپل جوړښت کې د اضافت (د) نه لري، د ترکيب د دوواړو خواوو تر منځ اړيکه توصيفي وي، صفت او موصوف پکې راغلي وي، لکه (زرين کب) چې اوله برخه يې صفت او بيا موصوف راغلی دی.

لاندې ترکيبونو ته پاملرنه وکړئ: (ګرمه نګاه، د ژوند سيند، د باغ سروه او د غرۀ ګرېوان). په ترتيب سره لومړني ترکيب ته وصفي، دويم ته تشبيهي، درېيم ته اضافي او څلورم ته استعاري ترکيب ويلای شو. په لومړۍ ترکيب کې (ګرمه) صفت او (نګاه) موصوف دی، نو توصيفي ترکيب شو، په دويم ترکيب کې (ژوند) مشبه او (سيند) مشبه‎به دی، نو تشبيهي ترکيب شو، ځکه چې د مضاف‎اليه او مضاف تر منځ اړيکه پر مشابهت ولاړه ده، په درېيم ترکيب کې (د) د اضافت توری، (باغ) مضاف‎اليه او (سروه) مضاف ده؛ نو اضافي ترکيب ورته وايو، ځکه د مضاف‎اليه او مضاف تر منځ اړيکه اضافي ده او په څلورم ترکيب کې (د) د اضافت توری، (غر) مستعارله او (انسان) مستعارمنه دی، چې په کلام کې ذکر شوی نه دی، (ګرېوان)  د انسان له متعلقاتو څخه دی، چې په کلام کې راغلی دی، دې ډول استعارې ته مکنيه استعاره وايو، نو ځکه دې ډول ترکيبونو ته استعاري ترکيبونه وايو.

د ترکيب د راوړلو ګټه څه ده؟

د ترکيب په څلورو مشهورو ډولونو کې تشبيهي او استعاري ترکيبونه ډېر مهم او هنري دي، که يې شاعر په کلام کې راوړي، کلام انځوريز کوي، مبالغه منځته راړوي، عادي ژبه ناعادي کوي، شاعر ته د نا آشنا خبرې کولو موقع ورکوي، کلام ښايسته کوي، پر مخاطب اغېز پرېباسي، په لږو کلمو کې لوی مفهوم وړاندې کوي… او اکثره وخت بليغه تشبيه منځته راوړي.

ترکيب د نويو معناوو او نويو انځورونو د ايجاد ښه ذريعه ده. هغه شاعران چې خبرې ورسره ډېرې وي، هغوی ممکن دې کار ته ډېر وهڅېږي (غضنفر، ۱۳۹۶: ۳۰۳). پر لوستونکي باندې د شعر د نورو اجزاوو په نسبت د تصویر تاثیر زیات دی( براهنی، ۱۳۴۴).

ترکيبونه د منشاء په لحاظ له تخيله رازېږي؛ خو د ژبې په وسيله د خپل وجود اظهار کوي، ځکه نو ترکيبونه هم د ژبې او هم د تصوير په برخه کې تر بحث لاندې نيولای شو( درمل، ۱۳۹۷: ۴۰۲).

ژبني ترکيبونه پر دوه ډوله وي، لغوي ترکيبونه او نحوي ترکيبونه، شعري ترکيبونه چې په دې مقاله کې مو بحث پرې کړی دی، نحوي ترکيبونه دي، نحوي ترکيبونه د دوو يا زياتو وييونو او وييکو يوه ټولګه ده، چې د جملې په داخل کې د تجزيې وړ واحد په توګه دنده اجرا کوي خو لغوي ترکيبونه، چې په وييپوهنې کې تر بحث لاندې نيول کېږي، د تجزيې وړ نه وي، هغه هم د دوو يا زياتو وييونو او وييکو څخه رغېدلي وي، لکه: مخ‌توری، سپين‌مخی، وږسترګی… او نور( زيار، ۱۳۹۸).

د ښاغلي کاروان په شاعرۍ کې ځينې داسې ترکيبونه هم استعمال شوي دي، که کوم تشبيهي ترکيب د هماغه بيت له اتموسفيره د باندې وباسې، نو لوستونکي ته يې د اجزاوو تر منځ ارتباط يا د تشبيه د دواړو خواوو تر منځ اړيکه او د تشبيه وجه معلومول سخت شي، ځکه د يوې تشبيه پر وجه باندې پوهېدل په هماغه بيت کې له بلې راغلې تشبيه سره ګرو وي، دې ډول تشبيهاتو ته (موقوف المعاني) تشبيهات وايي، لکه:

زړۀ د مهاجر يم خو هجران راته جانان جانان

ستا د خمارو سترګو انصار ته مخامخ يمه

 (کاروان، ۱۳۹۸: ۱۸۴)

په پورته بيت کې( د سترګو انصار) تشبيهي ترکيب راغلی دی، چې سترګې مشبه او انصار مشبه به دي، که دا ترکيب په يوازې ځان ذکر کړو، ممکن لوستونکی ووايي چې د سترګو او انصارو يې سره څويمه؟ خو که ټول بيت ته ځير شي، نو په لومړي نيم‌بيتي کې شاعر ځان د مهاجر له زړۀ سره تشبيه کړی دی؛ نو ځکه په دويم نيم‌بيتي کې د محبوب سترګو ته انصار وايي او تشبيه ماناداره کېږي.

تشبيه د آداتو د راوړو او نه راوړو له مخې پر دوه ډوله ده، مرسله تشبيه او مؤکده تشبيه. په مرسله تشبيه کې آدات راغلي وي، خو په مؤکده تشبيه کې د تشبيه آدات نه وي راغلي. مؤکده تشبيه بيا پر درې ډوله وېشل کېږي، چې يوه يې اضافي مؤکده تشبيه ده، بله توصيفي مؤکده تشبيه او بلې ته يې مؤکد محض وايي. د دري ژبې د بیان په کتابونو کې یې بیا مؤکده تشبیه پر دوه ډوله وېشلې ده، یوه هغه چې له تصرفه پرته یوازې آدات ځنې حذف شوي وي، بله هغه ده، چې د آداتو پر حذف سربېره پکې مشبه‌به مشبه ته مضاف شوې وي، لکه تیر مژګان( قویم، ۱۳۶۱: ۷۴).

اضافي مؤکده تشبيه: هغه تشبيه ده، چې د مشبه او مشبه‌به تر منځ يې اضافي ترکيب موجود وي، په داسې ډول چې مضاف‌اليه مشبه او مضاف يې مشبه‌به وي( شيرزاد، ۱۳۹۵: ۲۴۷).

اضافي مؤکده تشبيه پر درې ډولونو وېشل کېږي، چې تشبيهي اضافت، تلميحي اضافت او سيمبوليکي اضافت يې بولي، په تشبيهي اضافت کې مشبه او مشبه‌به يو بل ته د اضافت په بڼه راغلي وي، ډېری وخت مشبه مضاف‎اليه او مشبه‌به مضاف وي (همکار، ۱۳۹۶).

تشبيهي اضافت: اضافۀ تشبيهي هغه تشبيه ده، چې په هغې کې مشبه او مشبه‌به يو بل ته اضافه شوي وي او په دې ډول تشبيه کې وجه شبه او د تشبيه آدات حذف شوي وي. د بيان د علم په اصطلاح کې تشبيه هم مجمله وي، هم مؤکده.  بليغه تشبيه هغه ده، چې نه د تشبيه آدات پکې راغلي وي، نه د تشبيه وجه، بليغه  تشبيه کېدای شي په غير اضافي شکل هم راشي(شميسا، ۱۳۸۱: ۱۱۶).

( له ماښامه تر ماښامه) شعري ټولګي تشبيهي ترکيبونه لاندي ذکر کوو او په ياده ټولګه کې يې د تکرار فرېکونسي هم ښييو:

تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب تکرار
د زړۀ ساحل   د اوښکو شبنم   د ژوند ماښام ۲
د زړۀ رباب   د اوښکو پرخه ۲ د ژوند ځولۍ  
د زړۀ کب   د اوښکو ګوهر   د ژوند صحرا  
د زړۀ کودی ۳ د اوښکو آيينې   د ژوند کلی  
د زړګي تخت   د اوښکو ستوري   د ژوند باغ ۲
د زړۀ رباب   د اوښکو ډيوې ۳ د ژوند ښاخ  
د زړګي خم   د اوښکو ږلۍ   د ژوندون مارغه  
د زړۀ کور   د اوښکو تخم   د ژوند شاړه  
د زړۀ جرس   د اوښکو توري   د ژوندون مرغلره  
د زړۀ ګل ۲ د موسکا ناوې   د ژوند ساحل  
د زړۀ شيشه   د موسکا آيت   د ژوند کتاب  
د زړۀ جرس   د موسکا ساحل ۲ د ژوند ساز  
د زړۀ انار   د سترګو جونګړې   د ژوند بورا  
د زړګي تاک   د سترګو زيارت   د عشق رباب  
د زړونو ډيوې   د سترګو سمندر   د عشق لمبې  
د زړۀ کعبه   د سترګو پانوس   د عشق ساحل  
د زړګي لعل   د سترګو رستم   د عشق ابن اذر  
د مينې پټۍ   د خيال مرمر   د زلفو يلدا  
د مينې آيتونه   د خيال لېچې   د زلفو ماښام  
د مينې ساغر ۲ د خيال ښاپېرۍ   د زلفو ماران  
د محبت انګار ۲ د خيال هدهد   د ښکلا پاچاهي  
د شپو ټيکری   د خيال دښته   د ښکلا پريښتې  
د شپو جهنم   د هيلو هديرې   د آزادۍ لاله‌زار  
د څڼو شپه ۲ د هيلو ناوې   د ازادۍ ليلی  
د څڼو تيارې   د هيلو کاروان   د ازادۍ باز  
د تڼاکو خېمې   د هيلو مزارونه   د شپې نهنګ  
د تڼاکو پڼې ۲ د نور نېزې ۲ د شپې دېو  
د روح پتنګ   د نور غشي ۲ د مخ سبا  
د روح مناره       د مخ کتاب  
           

په پورتنيو تشبيهي ترکيبونو کې ۱۷ ځله زړۀ، ۱۳ ځله ژوند، ۹ ځله اوښکې، ۵ ځله سترګې، ۵ ځله خيال، ۴ ځله مينه، ۴ ځله عشق، ۳ ځله آزادي، ۳ ځله زلفې، ۲ځله ښکلا، ۲ ځله روح، ۲ ځله شپه، ۲ ځله تڼاکې، ۲ ځله څڼې، ۲ ځله نور او ۲ ځله مخ د مضاف‎اليه يا مشبه په بڼه راغلی دی.

په لاندې ترکيبونو کې بيا د پورتنيو په خلاف مشبه يا مضاف‎اليه تر يو ځل ډېر تکرار شوی نه دی، خو په ځينو ترکيبونو کې مشبه‌به يا مضاف تکرار شوی دی، لکه: د ارمانونو کاروان، د نظر کاروان، د وږمو کاروان، د خوب کاروان، د درد کاروان، د سلګو کاروان او د اميدونو کاروان.

نور تشبيهي ترکيبونه يې لاندې لولو:

د نغمو ښامار، د باروتو ښاماران، د هجران غشي، د وجود دښته، د پرخو تسپې، د شمعو فصل، د شوګير غوټه، د پېغلتوب ساحل، د جنګونو دوزخ، د وصال سمندر، د وينو ګوهر، د مخ شمع، د وينو لال، د وړانګو زيندۍ، د اميدونو غونچې، د غلامۍ جال، د مينې ګل، د بڼو اغزي، د باروتو اژدها، د ارمان ګلونه، د صبر ډيوه، د بڼو غشي، د جادو غشی، د وصال ناوې، د لمبو لوپټه، د ګلونو څادر، د سکروټو چينې، د شونډو جام، د نظر غله، د پيمانو کفن، د خمار زولنې، د پرخو تڼۍ، د هوس چينجي، د سکوت مهر، د بېلتانه لمبې، د خوشالۍ ټيکری، د حسن نشه، د خندا وزر، د اضطراب سيلۍ، د سکون ډيوې، د زنځيرونو ماران، د لمر جام، د مرګ بت، د خبرو جامې، د سندرو جامې، د لېمو فرش، د ستورو ګوهر، د درد مرغان، د غشو باد، د خندا تېغ، د بڼو ستنې، د ارمان حسين او د تاريخ ناوې.

لاندې د (چنار خبرې کوي) شعري ټولګې تشبيهي ترکيبونه راوړو او د تکرار فريکونسي يې هم په ياده ټولګه کې مشخصوو:

تکرار تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب
  د ژوند چينه   د اوښکو کفن   د زړونو مرغلرې
  د ژوند سکروټه   د اوښکو ګل   د زړګي جام
  د ژوند شهيد   د اوښکو بوخڅې   د زړۀ جېب
  د ژوند پښې   د اوښکو امېل ۲ د زړۀ رباب
  د ژوند ملالې سترګې   د اوښکو وري   د زړۀ ګودر
  د ژوند غزال   د اوښکو ابراهيم   د زړۀ سيند
  د ژوند دښته   د اوښکو للمه   د زړۀ غاټول
  د ژوند نيلی   د اوښکو منګي   د زړۀ کوتره
  د ژوند سرينده   د اوښکو ښيښې   د زړۀ کور
  د ژوند شهيد   د اوښکو پاڼې   د زړګي لال
  د ژوند هوسۍ   د اوښکو ساقي ۳ د زړګي کب
  د ژوند نرګس   د اوښکو طور   د زړۀ شهباز
  د ژوند خوب   د اوښکو باران   د زړۀ کتاب
  د ژوند دښت   د خيال پښې   د زړۀ ګل
  د ژوند مزار   د خيال ملکه   د زړۀ پښې
  د درد جامې   د خيال پرښته   د زړۀ قبر
  د دردونو امت   د خيال لاروی   د زړۀ پاچاهي
  د دردونو سکې   د خيال غشي   د زړونو هيندارې
۲ د درد جينکۍ   د خيال تېشه   د زړۀ ورشو
  د موسکا دسمال   د خيال شونډې   د زړۀ کندهار
  د موسکا سکه   د خيال رمه   د زړونو هينداره
  د موسکا موسی   د خيال غونچه   د زړۀ ځنګون
  د موسکا کاروان   د خيال ګوته   د زړۀ انار
  د موسکا لمر   د تخيل بتګر   د زړګي جومات
  د مينې ستوری   د تخيل امېل   د زړۀ ګريوان
  د مينې لمونځ   د تخيل ذالجناح   د زړۀ کچکول
  د مينې زړی   د تخيل سروش   د زړۀ غونډۍ
  د مينې زنځير   د لمر سيند   د زړۀ کنري
  د درد امسا   د لمر قمارباز   د زړګي چمن
  د درد زکات ۲ د لمر نيلی   د زړګي للمه
  د عشق پيغمبر   د لمر ښيښه   د زړۀ ګلشن
  د عشق رستم   د لمر پڼې   د زړګي فصل
  د عشق غر   د لمر ډولۍ   د سترګو طالبان
  د عشق زبور   د روح للمي   د سترګو سيند
  د عشق تار   د روح ګل   د سترګو انصار
  د عشق لاسونه   د روح ثمر   د سترګو باګرام
  د لېچو امېل   د روح ټوکر   د سترګو نجونې
  د لېچو هار   د اروا رخش   د سترګو پيالې
  د حسن آيت   د سندرو اوبه   د سترګو ګودرونه
  د حسن رستم   د سندرو بوټي   د سترګو اختری
  د حسن طالبان   د ښکلا هوسۍ   د غزل ګلونه
  څڼو دام   د ښکلا باز   د غزل زاڼې
  د څڼو کفر   د ښکلا اور   د غزل غزلان
د د څڼو کښت   د بخت زخم   د غزل جينکۍ
  د څڼو کيسه   د بخت تخت   د غزل پري
  د غم لېوان   د شپو کلا   د ديدن لمر
  د غمونو ټال   د شپې رانجه   د ديدن لمنځونه
  د غم پيشو   د زخمونو مازديګر   د ستورو کاروان
  د وړانګو کمڅۍ   د زخم ګل   د ستورو سکې
  د وړانګو باران   د عقل مدار   د ستورو لشې
  د دعا شونډې       د ستورو نبات
  د دعا بار        

په پورتنيو تشبيهي ترکيبونو کې ۳۲ ځله زړۀ، ۱۵ ځله ژوند، ۱۴ ځله اوښکې، ۱۰ ځله خيال، ۸ ځله سترګې، ۶ ځله لمر، ۶ ځله عشق، ۵ ځله غزل، ۵ ځله روح،  ۵ ځله موسکا، ۴ ځله ستوري، ۴ ځله تخيل، ۴ځله مينه، ۴ ځله درد،۴ ځله څڼې، ۳ ځله غم، ۳ ځله حسن، ۳ ځله ښکلا، ۲ ځله واړنګه، ۲ ځله شپه، ۲ ځله بخت، ۲ ځله سندرې او ۲ ځله دعا مشبه يا مضاف‎اليه راغلي دي.

لاندې هم (د چنار خبرې کوي) شعري ټولګې نور تشبيهي ترکيبونه کتلای شئ:

د شپې غبار، د کينې زنګ، د لاسونو کوترې، د شعر شات، د رازونو ښاپېرۍ، د اورونو درياب، د روح تاخ، د نغمو ښاپېرۍ، د شغلو غشي، د طلا غشي، د شبنم منګی، د ياد لمونځ، د صبر چاړه، د وړانګو دسمال، د ستورو ډک دسمال، د سهار دسمال، د خال دانه، د شغلو لاسونه، د اسمان بحر، د سپوږمۍ جام، د توبو لښکر، د زخم سکې، د مرګ سيلۍ، د تلوسو کاروان، د بڼو چنګک، د وجود باغ، د مخ سيپاره، د څانګو ږمنځ، د لوګي جامې، د يادونو ځنګل، د تڼاکو تکمې، د مينې لمونځ، د بڼو شپول، د خمار زنځيرونه، د وينو ډيوې، د شرابو باران، د هيندارو کاروان، د سحر لال، د ګل زولنې، د نظر غرونه، د انتظار ستوري، د لمبې ژبه، د شفق بوخڅه، د وجود چينار، د بوسې سندرې، د جام لمر، د رڼا مراندې، د وړانګو سپېدارونه، د پرهر ډيوه، د بڼو ګوتې، د شېبو زهر، د حالاتو کارغه، د اسمان چمن، د پروين اسونه، د خبرو بيابان، د کرم شبنم، د دعا کچکول، د ګلاب جامونه، د لېمو خانقاه، د هيندارې جامې، د هوس وزرې، د جلال ګلونه، د غم بار، د شعر ګونګري، د بنګ باران، د مخ ستوری، د خوشحالۍ سکې، د ايمان ښاپېرۍ، د سپوږمۍ ساقي، د ذهن اصفهان، د باران طبيب او د نور وری.

لاندې (د ښاپېرۍ ورغوی) شعري ټولګې تشبيهي ترکيبونه راوړو او د تکرار فريکونسي يې هم په ياده ټولګه کې مشخصوو:

تکرار تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب
  د غزل غزاله   د خيال څوری   د زړونو هيندارې
  د غزل نيزه    د خيال قاف   د زړګي بلبل
  د غم کټو   د خيال اسمان   د زړۀ څرخ ( باز)
  د غم رانجه   د خيال ښاپېرۍ   د زړۀ جام
  د مينې سيلۍ   د اوښکو شبنم   د زړۀ بادشاهي
  د مينې بړبوکۍ   د اوښکو پرخې   د زړۀ کور
  د ستورو ګوډي   د ګلونو کتابونه   د زړۀ شهباز
  د ستورو تباشير   د ګلونو لښکر   د زړۀ کښت

په پورتنيو تشبيهي ترکيبونو کې ۸ ځله زړۀ، ۴ ځله خيال، ۲ ځله مينه، ۲ ځله غم، ۲ ځله غزل، ۲ ځله اوښکې، ۲ ځله ګلونه او ۲ ځله ستوري مشبه يا مضاف‎اليه راغلي دي.

همدارنګه نور تشبيهي ترکيبونه يې لاندې وګورئ:

د عمر غمی، د هلال توره، د ماښام دړه، د وړانګو کمان، د مرګي ژرنده، د تورو تسپې، د رڼا الماس، د صبر کشتۍ، د الهام ګلونه، د څڼو دام، د بڼو ستنې، د شپې تابوت، د شمعو کر، د بدرنګۍ سيند، د جنګ چينجي، د نظر سکې، د موسکا ټاپې او د ديدن پاچاهي.

لاندې د (زر زري وزرې) شعري ټولګې تشبيهي ترکيبونه راوړو او د تکرار فريکونسي يې هم په ياده ټولګه کې مشخصوو:

تکرار تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب
  د بېلتانه نيلی   د ژوند بېړۍ   د زړۀ کتاب
  د بېلتانه فرعون   د ژوند غرمه   د زړۀ ديوال
  د بېلتون طوفان ۲ د ژوند باغ   د زړۀ کب
  د بېلتون ژمی   د ژوند ماڼۍ   د زړۀ پياله
  د بېلتون بحر   د ژوند کلی   د زړۀ پاڼه
      د ژوند ګل   د زړونو مرغان
  د مينې بنګ   د ژوند اوبه‌خور   د زړۀ تاخ
  د مينې بلبل   د ژوند سمندر    د زړګي غيران
  د مينې بېړۍ   د ژوند حوره   د زړونو بارې
  د مينې مدينه   د ژوندون اوښ   د زړګي ګل
  د مينې زنځير   د ژوند جامې   د زړۀ کوتره
  د مينې کر   د ژوند لار ۲ د زړۀ ورغوی
  د مينې سيند   د ژوندون پاڼې    د زړۀ لپه
۲ د مينې شطرنج   د ژوندون بېړۍ   د زړۀ ګلدان
  د مينې تاو   د ژوند سرود   د زړۀ ګلاب
  د مينې پاچاهي    د موسکا تار   د زړۀ بلبل
  د محبت ګوړه   د موسکا لښتی   د زړګي جرس
  د محبت کاروان   د موسکا سکه   د زړۀ کعبه
  د اوښکو يون   د سپوږمۍ سيند   د زړۀ تخت
  د اوښکو باران   د سپوږمۍ سربازه   د زړۀ کولپ
  د اوښکو شبنم   د لمر نيلی   د زړۀ څانګه
  د اوښکو سېلاب   د لمر ګومبزه   د زړۀ ګلونه
  د اوښکو اوږه   د لمر سپر   د ښکلا قافله
  د اوښکو ستوري   د غزل بوټی   د ښکلا سمندر
  د اوښکو باران   د غزل ناوې   د ښکلا سيند
  د اوښکو لاروي   د غزل تاويز   د ښکلا ماشوم
  د ستورو نېزه   د غزل باغ   د ښکلا رمې
  د ستورو تڼۍ   د لفظونو کاله   د ښکلا کتاب
  د اوبو جامې   د لفظونو نجونې   د ښکلا پرښته
  د اوبو کفن   د لفظونو زاڼې   د خيال جزيرې
  د سندرو فصل   د لفظونو لومې   د خيال شونډې
  د سندرو کيږدۍ   د درد مچۍ   د خيال ونه
      د دردونو څوکه    
      د دردونو کاروان    

په پورتنيو تشبيهي ترکيبونو کې ۲۲ ځله زړۀ، ۱۵ ځله ژوند، ۱۲ ځله مينه، ۸ ځله اوښکې، ۷ ځله ښکلا، ۵ ځله بېلتون، ۴ ځله لفظونه، ۴ ځله غزل، ۳ ځله لمر، ۳ ځله موسکا، ۳ ځله خيال، ۳ ځله درد،  ۲ ځله سپوږمۍ، ۲ ځله ستوري، ۲ ځله اوبه او ۲ ځله سندرې کلمې مشبه يا مضاف‎اليه په بڼه راغلې دي.

همدارنګه لاندې تشبيهي ترکيبونه هم په دغه ټولګه کې راغلي دي:

د نغمو کاروان، د نور مارغه، د تندې دښته، د کفرستان تيارې، د ازادۍ موسکا، د الهام ستوري، د عقل وزير، د ځوانۍ درياب، د جهل درياب، د شپې بام، د اور ونې، د شيطان اسپه، د غربت خاورې، د پروين بار، د وصال دسمال، د راز ځولۍ، د زمزمو باميان، د سترګو سمندر، د ارمان لاروي، د فکر رستم، د خندا می‌خانه، د غربت اوښه، د رښتياوو بدن، د تقوا زغرې، د موسکا کچکول، د نغمو مراندې، د ماديت ونې، د ژبې بېړۍ، د ايمان لنګر، د اخلاص لنګر، د شنې زرغونې ګومبزه، د باران شال، د تبسم تنابونه، د وصال براق، د لټون زنځير، د لغاتو آيينه، د جنګ اور، د رواج رانجه، د غاړې درياب، د لاسونو څپې، د اخلاص پتري، د زلفو طنابونه، د زخم بدرۍ، د مرګ مرغان، د استغنا‌ غمی، د ګومان لښکرې، د پرهر لاروي، د تورتم بار، د عقدو تڼاکې، د اغزي شهباز، د جنګ اور، د سياست لولۍ، د نظر کيلي، د سبا څانګه، د ورځې ګلاب، د ذوق غاټول، د اوبو څادر، د نظر باز، د غم ګرداب، د شپې سيند، د سبا غمی،  د لمبو جامې، د نغمو غمي، د ګلونو مړي او د ګولۍ ږلۍ.

لاندې (په خدای انسان خوږ دی) شعري ټولګې تشبيهي ترکيبونه راوړو او د تکرار فريکونسي يې هم په ياده ټولګه کې مشخصوو:

تکرار تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب تکرار تشبيهي ترکيب
  د غزل ماشوم   د ژوندون زخم   د زړۀ ديوال
  د غزل زين   د ژوند دښته   د زړۀ د رنجو تيږه
  د تغزل آس   د ژوندون رباب   د زړۀ سکروټه
  د مينې لمونځ   د ژوندون ښاپېرۍ   د زړۀ لپه
  د مينې لباس ۲ د ژوندون اوښ   د زړګي ګل
  د مينې ټاپه   د ژوند اتڼ   د زړۀ تاخ
  د محبت کلی   د ژوند سمندر   د زړۀ شيشه‌ګۍ
  د جنګ شپه   د ژوند سکه ۲ د زړګي پاڼه
۳ د جنګ فصل   د امن بادبان   د زړۀ نرګس
  د جنګ بلا   د امن جامې   د زړۀ طوطي
  د موسکا لمر   د امن نغمه   د زړونو شيشه‌ګۍ
  د موسکا کتاب   د امن شال   د لمر څرخ
      د ښکلا غشی   د لمر تېغنه
      د ښکلا ديار    

په پورتنيو تشبيهي ترکيبونو کې ۱۱ ځله زړۀ، ۸ ځله ژوند، ۴ ځله مينه، ۴ ځله امن، ۳ ځله جنګ، ۳ ځله غزل، ۲ ځله لمر، ښکلا ۲ ځله او ۲ ځله موسکا د مشبه يا مضاف‎اليه په بڼه راغلي دي.

همدارنګه لاندې تشبيهي ترکيبونه هم ليدلای شئ:

د اطمنان مرغه، د صبر دسمال، د غم خلی، د لېچو ليندۍ، د خوند اغزي، د شپې تاخ، د درد لار، د ثواب ستنې، د هلال لور، د آيينو بېړۍ، د آواز تار، د لفظونو ماشومان، د نور جامې، د خاطرو کاروان، د زنې ګيلاس، د هجر تبه، د حسن سنګر، د بدرنګۍ منګور، د سولې ليلا، د اور سېلاب، د خوند پرخه، د نظر غړپ، د سترګو غزل، د غاټول کنډول، د اور سمندر، د نجات بېړۍ، د هيلو سپاندې، د رخسار ګلابونه، د سندرو ښار، د سولې ګل،  د عمر آس او د خيال ښاپېرۍ.

پايله

د پير محمد کاروان په شاعرۍ کې چې کوم تشبيهي ترکيبونه د نوموړي د پينځو شعري ټولګو ( له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي، د ښاپېرۍ ورغوی، زر زري وزرې او په خدای انسان خوږ دی)  په غزلونو کې راغلي ول، د مقالې په متن کې مو ولوستل، کاروان صاحب دا څو پديدې ډېرې د تشبيهي ترکيبونو د مشبه په بڼه يا د مضاف‌اليه په بڼه کارولې دي، چې په هغو کې د زړۀ، ژوند، اوښکې، خيال، مينه، سترګې، موسکا، غزل، ښکلا، لمر او… زلفې يا څڼې کلمې تر نورو ډېرې د دۀ په همدغو پينځو شعري ټولګو کې چې د (نغمه زېږدې زمانې) په نامه کتاب کې راټولې شوې دي، د مشبه په ډول يا د مضاف‎اليه په بڼه ډېرې تکرار شوې کلمې دي.

د زړۀ کلمه تقريبا په ۹۰ تشبيهي ترکيبونو کې د مشبه يا مضاف‌الیه په بڼه راغلې ده، همدارنګه د ژوند کلمه په ۵۱، د اوښکو کلمه په ۳۱، د مينې کلمه په ۲۶، د خيال کلمه په ۲۳، د سترګو کلمه په ۱۵، د ښکلا کلمه په ۱۴، د لمر کلمه په ۱۳، د غزل کلمه په ۱۱، د عشق کلمه په ۱۰، د موسکا کلمه په ۱۰، د درد کلمه په ۹، د ستورو کلمه په ۷، د روح کلمه په ۷، د څڼو کلمه په ۷، د بېلتون کلمه په ۶، د ازادۍ کلمه په ۴  او د زلفو کلمه په ۴ تشبيهي ترکيبونو کې د مشبه يا مضاف‎اليه په توګه راغلې دي.

په پورته توګه وينو چې د (زړۀ) کلمه د کاروان صاحب په ترکيبونو کې ډېره کارېدلې ده، په دویم قدم کې د (ژوند) کلمه ده او همداسې پسې د (اوښکو، مينه، خيال، سترګې، ښکلا، لمر، غزل، عشق، موسکا، درد او نورې کلمې) د دۀ د تشبيهي ترکيبونو د مشبه په شکل يا د مضاف‎اليه په شکل ډېرې کارېدلې کلمې دي.

په پښتو معاصره دوره کې ښاغلی پيرمحمد کاروان د هغو شاعرانو د سر په کتار کې ځای لري، چې په غزلونو کې يې زيات  تشبيهي ترکيبونه کارولي دي. تشبيهي ترکيبونه چې د موکدې تشبيې په ډولونو کې راځي او په بيان کې د( اضافۀ تشبيهي) په نوم يادېږي، نسبت نورو تشبيهاتو ته يې هنري ارزښت زيات دی، ځکه تشبيه چې څو لنډېږي، آدات او وجه شبه ځنې منفي کېږي، لوستونکي ته ډېره موقع ورکوي، چې د څو شېبو لپاره شاعر شي او د مشبه او مشبه‏به ترمنځ د تشبيه وجه پيدا کړي او د شعر له خوږلنۍ برخه‌من شي.

اخځليک

  1. براهنی، رضا. (۱۳۴۴). طلا در مس. تهران: چاپ‌خانه چهره.
  2. درمل، احسان الله. (۱۳۹۷). شعرستان. دويم چاپ. کابل: سروش کتابپلورنځی.
  3. رفيقي، عبدالروف. (۱۳۹۵). وياړلي. اووم ټوک. کابل: د افغانستان ملي تحريک.
  4. زيار، مجاور احمد. (۱۳۸۹). پښتو بدلمېچ. دويم چاپ. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
  5. زیار، مجاور احمد. (۲۰۱۷). پښتو وييپوهنه او وييرغاونه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
  6. شميسا، سيروس. (۱۳۸۱). بيان، نهم چاپ. تهران: انتشارات فردوس.
  7. شيرزاد، محمد آقا. (۱۳۹۵). ادبي فنون (بديع او بيان). جلال‌آباد: ميهن خپرندويه ټولنه.
  8. غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۶). جادوګر هنر. جلال‎آباد: مومند خپرندويه ټولنه.
  9. قویم، عبدالقیوم. (۱۳۶۱). فنون ادبی. کابل: کابل پوهنتون.
  10. کاروان، پير محمد. (۱۳۹۸). نغمه زېږدې زمانې. کابل: ارګ.
  11. همکار، محمد ابراهيم. (۱۳۹۶). بيان پوهنه، څلورم چاپ. جلال‌آباد: مومند خپرندويه ټولنه.
  12. https://taand.net/?p=257028 

A Study of simile-based compounds in Pir Muhmmad Karawan’s Ghazals

Pir Muhammad Karwan is one of the prominent poets of contemporary Pashto literature who has made extensive use of compounds in his poetry. A compound refers to the combination of two or more words that produces a third meaning. In language, there are two types of compounds: lexical compounds and syntactic compounds. In this study, the compounds extracted from Karwan’s Ghazal poetry are referred to as “poetic compounds,” which belong to the category of syntactic compounds. Poetic compounds have various types, but their main categories are four: genitive, descriptive, simile-based, and metaphorical compounds. The focus of this discussion is on simile-based compounds. In such compounds, there is a genitive letter, a genitive (Mazaf), and a possessive (Mazaf Ilaihe), And the relationship between them is based on simile. In this structure, the genitive functions as the (Mushabbah) (the compared element), and the possessive as the (Mushabbah bih) (the element compared to). For example, in “stars of tears,” tears are the (Mushabbah) and stars are the ( Mushabbah bih), with whiteness and roundness serving as the basis of comparison.The difference between simile-based compounds and genitive compounds lies in the nature of the relationship: in genitive compounds, the relationship is simply possessive (between the possessed and the possessor), whereas in simile-based compounds, it is comparative (simile-based).The significance of this study lies in revealing one of the aesthetic secrets of Karwan’s poetry—namely, his use of compounds. It also assists novice poets in recognizing different types of compounds and using them effectively to enhance poetic beauty. This research is library-based and employs a descriptive method for analysis. In conclusion, Karwan’s Ghazal poetry is rich in compounds, particularly simile-based ones, and he demonstrates a distinctive skill in forming compounds, making compound construction a notable feature of his poetic style.

Keywords: simile-based compounds, Attributive compounds, Genitive Compounds, Metaphorical compounds.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...