Homeخبرونهد «بوډاتوب بوی» راز؛ ولې د عمر له زیاتېدو سره د بدن...

د «بوډاتوب بوی» راز؛ ولې د عمر له زیاتېدو سره د بدن بوی بدلېږي؟

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۷ مه) د عمر له زیاتېدو سره د انسان په بدن کې د یوه ځانګړي بوی رامنځته کېدل یوه عامه تجربه ده چې خلک یې په عامه اصطلاح کې «د بوډاتوب بوی» بولي. خو د عام تصور خلاف، دا بوی د چټلتیا یا د شخصي روغتیا ساتنې له نشتوالي سره تړاو نه لري. څېړنې ښيي چې د پوستکي د طبیعي غوړو په جوړښت کې بدلون د دې بوی له مهمو لاملونو څخه دی.

ځینې کسان د منځني عمر پړاو ته له رسېدو وروسته په جامو او بسترونو کې یو ځانګړی، زوړ یا تریو ته ورته بوی احساسوي. په عامه ذهنیت کې دې حالت ته «د بوډاتوب بوی» ویل کېږي، خو په حقیقت کې دا د انسان په پوستکي کې د طبیعي او بیولوژیکي بدلونونو پایله ده.

د دې بدلون اصلي لامل یوه کیمیاوي ماده ده چې ۲-نوننال (2-nonenal) نومېږي. د انسان پوستکی په طبیعي ډول د غوړو یوه نرۍ طبقه لري چې پوستکی نرم او خوندي ساتي. د عمر له زیاتېدو سره د دې غوړو د شحمي اسیدونو جوړښت بدلېږي او د پوستکي د اوکسایډ کېدو پر وړاندې یې مقاومت کمېږي.

کله چې دغه غوړ له هوا سره په تماس کې تجزیه او اوکسایډ شي، ۲-نوننال رامنځته کېږي او د بدن په بوی کې بدلون راولي.

د پوستکي متخصصان دا بهیر له هوا سره د فلز زنګ وهلو ته تشبیه کوي. د دوی په وینا، دا یوازې د وخت په تېرېدو سره د پوستکي د طبیعي غوړو بدلون دی؛ لکه څنګه چې د انسان قد لوړېږي یا وېښتان سپینېږي، د بدن بوی هم بدلېدای شي.

دا بدلون له کوم عمره پیلېږي؟

د دې بهیر پیل یوازې د ډېر زیات عمر له پړاو سره تړاو نه لري. په جاپان کې یوې څېړنې ښوولې چې ۲-نوننال له شاوخوا ۴۰ کلنۍ څخه په پوستکي کې موندل کېدای شي.

خو د لندن د زړو کسانو د درملنې متخصص ډاکټر ارشد راتر وايي، دا بدلون ناڅاپه نه رامنځته کېږي. د هغه په وینا، داسې نه ده چې انسان ۴۰ کلنۍ ته ورسېږي او ناڅاپه یې د بدن بوی بدل شي؛ بلکې دا بهیر ورو ورو د وخت په تېرېدو سره زیاتېږي.

د عمر ترڅنګ، جنتیک، د پوستکي کوچني ژوندي موجودات، روغتیايي حالت، د ژوند طرز او چاپېریال هم د دې بوی په شدت کې رول لري.

ایا د زړو کسانو بوی واقعاً بد وي؟

د دې بوی په اړه منفي تصور تر ډېره له ټولنیزو کلیشو سره تړاو لري.

په یوه څېړنه کې له ګډونوالو وغوښتل شول چې د خلکو د جامو بوی وارزوي، پرته له دې چې د هغوی عمر ورته معلوم وي. پایلې ښوولې چې د ۷۵ تر ۹۵ کلونو عمر لرونکو کسانو بوی د ځوانانو پرتله «کمزوری او لږ ناخوښ» بلل شوی و.

د کارولینسکا انستیتیوت د ارواپوهنې استاد یوهان لوندستروم وايي، د زړو کسانو د بدن بوی ځانګړی توپیر لري، خو دا په دې معنا نه ده چې حتماً بد یا ځوروونکی وي.

ایا په صابون او عطر له منځه ځي؟

څرنګه چې ۲-نوننال په دوامداره توګه د پوستکي لاندې تولیدېږي، عادي مینځل یا د بدن بدبويي ضد مواد یې په بشپړ ډول له منځه نه شي وړلای.

د ځانګړو پاکوونکو موادو، لکه د املوک له صابون څخه د کار اخیستلو په اړه هم تر اوسه کافي علمي شواهد نشته.

خو ځینې ساده لارې د دې بوی په کمولو کې مرسته کولای شي:

  • د بسترونو او جامو منظم مینځل؛
  • کور ته ښه هوا پرېښوول؛
  • د انتي‌اوکسیدانونو لرونکو خوړو، لکه د ویټامین C او E لرونکو خوړو، زیات استعمال؛
  • له سګرېټو څخه ډډه کول؛
  • له لمر څخه د پوستکي ساتنه؛
  • د بدن او پوستکي منظم پاک ساتل.

په پای کې، ډاکټران ټینګار کوي چې د عمر له زیاتېدو سره د بدن په بوی کې دا بدلون د انسان د طبیعي ودې او زړښت یوه برخه ده. له همدې امله د دې لپاره د ډېرو پیسو لګولو یا د شرم احساس کولو ته اړتیا نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...