افغانستان نور د جګړې توان نه لري او افغان ولس نور د جګړې د دوام زغم نه لري. زموږ د نږدې نیمې پېړۍ تجربې په ښکاره ډول راښيي چې جګړه هېڅکله د عامو خلکو د ژوند د ښه کېدو، د هېواد د آبادۍ او د ملي ګټو د خوندي کېدو لاره نه ده.
هیڅ افغان نه غواړي چې پاکستان، پنجاب او یا کوم بل بهرنی هېواد پر افغانستان واکمن شي. همدارنګه افغانان نه غواړي له خپلو ګاونډیانو سره دښمني ولري. د یوه خپلواک هېواد ملي ګټې ایجابوي چې له ټولو ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او سولهییز تعامل اړیکې ولرو او له نړۍ سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ پیاوړې کړو.
زموږ تر ټولو اساسي اړتیا سوله، امنیت، ثبات او د هېواد ساتنه ده.
د افغانستان د اوږدو جګړو تر ټولو ستره بیه تل عامو او بېوزلو خلکو ورکړې ده. د جګړې په لومړۍ کرښه کې د غریبانو، کارګرانو او بېوسه کورنیو زامن وژل کېږي او معلولېږي؛ خو د شتمنو، زورواکو، قوماندانانو او لوړپوړو چارواکو اولادونه عموماً د جګړې له اوره خوندي پاتې کېږي.
له همدې امله، هغه څوک چې د عام ولس، محرومو او زحمتکښو خلکو د حقونو لپاره سیاسي مبارزه کوي، باید هر هغه عمل رد کړي چې د جګړې، تاوتریخوالي او وسلوالې شخړې لپاره زمینه برابروي.
زموږ هېواد ته د جګړې دوام نه، بلکې د جګړې پای ته رسول، د امنیت ټینګول او د ټولنیز ژوند عادي کول اړین دي.
تاریخ موږ ته دا هم راښودلې چې اوږدې جګړې یوازې انسانان نه وژني؛ بلکې دولتونه کمزوري کوي، اقتصاد ته زیان رسوي، ټولنیز باور له منځه وړي، خلک له هېواده تېښتې ته اړ کوي، د هېواد د شتمنیو او طبیعي زیرمو د چور او لوټ لپاره شرایط جوړوي او د بهرنیو لاسوهنو له پاره لارې پرانیزي.
له همدې امله، هر هغه ځواک چې په قصدي ډول د جګړې اور تازه کوي، باید له ځانه وپوښتي چې دا جګړه د چا له پاره ده؟ او ګټه یې چا ته رسېږي؟
هغو عوامفریبه سیاستوالو او جګړهمارو ډلو چې د افغانستان د تېر شل کلن نظام په دوره کې د بهرنیو ځواکونو تر سیوري لاندې د واک او امتیاز خاوندان وو، د هېواد د خلکو په وړاندې یې خپل امتحان ورکړی دی. د هغوی د واک پایله د پراخ فساد، بېعدالتۍ، ټولنیزې بېباورۍ، غلا، چور او د هېواد د بنسټونو کمزوري کېدل وو. هغوی چې هغه مهال، د لسګونو هېوادونو د پوځي او سیاسي ملاتړ سره سره، ونه توانېدل چې هېواد سمسور او خپل نظام وساتي، نن یې هم د جګړې له لارې د افغانستان د ستونزو د حل ادعا ناسمه، دروغجنه او خیالي ده.
ازمویل شوی بیا ازمویل، تېروتنه ده.
که مخالفین د اوسني نظام له سیاستونو سره مخالفت لري، د هغوی حق دی چې خپل نظر ولري، خپل سیاسي اهداف بیان کړي او په سوله ایز چوکاټ کې د اصلاحاتو لپاره مبارزه وکړي. خو د سیاسي اختلاف حل باید د ټوپک، بم او جګړې له لارې ونه شي. ملتونه د جګړې په زور نه، بلکې د سالم سیاست، خبرو، اصلاحاتو او د خلکو د ارادې له لارې پرمختګ کوي. موږ باید د افغانستان د ستونزو د حل لپاره داسې لاره غوره کړو چې د هېواد خپلواکي، ملي یووالی، ټولنیز ثبات او د خلکو ژوند خوندي کړي.
افغانستان د بهرنیو قدرتونو د سیالۍ ډګر نه دی؛ افغانستان زموږ ګډ کور دی.
هغه کسان چې د خپلو شخصي، کورنیو، ګوندي او اقتصادي ګټو لپاره د بهرنیانو ملاتړ غواړي او هېواد د جګړې پر لور بیايي، باید پوه شو چې دوی پخپله د جګړې اصلي قربانیان نه دي، بلکې قربانیان یې بیا هم هماغه بېوزله او زحمتکښ افغانان دي چې له تېرو لسیزو راهیسې یې د جګړې تر ټولو دروند بار پر اوږو وړی دی. له چا سره چې د ملت غم وي او د زحمتکښو خلکو او محرومو ټولنیزو ډلو د حقونو لپاره مبارزه کوي، باید د زورواکو، فاسدو او مستبدو کسانو د ګټو لپاره جګړه ونه کړي.
هر څوک چې د جګړې شوق لري؛ پرېږدئ چې د خپلو ګټو لپاره پخپله جګړه وکړي؛ زموږ عوام خلک او غریب وطنوال په جګړه کې څه ګټه لري؟ موږ نه د جګړې د پروژو قرارداد غواړو، نه د وینې بازار، نه د پردیو ملاتړ او نه د خپل وطن ورانېدل.
موږ سوله غواړو!
خو سوله د مبارزې پای نه ده؛ بلکې د هېواد د سمسورتیا او د خلکو د ژوند د هوساینې له پاره د یوې بلې، هوښیارې، باتدبیره، عاقلانه او اوږدمهالې مبارزې پیل دی.
موږ، وطنپاله زیار کښان، د ټولنې عادي کسان او محرومې ډلې، خپل انساني حقوق غواړو؛ خو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به د سولې، قانون، سیاسي مبارزې، ټولنیز پوهاوي او پرلهپسې اصلاحاتو لاره غوره کوو. زموږ مبارزه باید منظمه، سولهییزه، عادلانه او د ټول افغانستان د خیر او پرمختګ لپاره وي.
راځئ چې د جګړې پر ځای د سولې غږ پیاوړی کړو؛ د کرکې پر ځای د خبرو لاره غوره کړو؛ د زور پر ځای سیاست ته مخه کړو؛ او د شخصي ګټو پر ځای د افغانستان او افغان ولس ګټې لومړیتوب وګرځوو.
ځکه زموږ د وطن د غریبانو لپاره د جګړې په دوام کې هېڅ ګټه نشته. موږ سوله غواړو، عدالت غواړو، ورورولی غواړو، عزت غواړو او یو آباد، خپلواک او سوکاله افغانستان غواړو.