Homeخبرونهد مجتبی خامنه‌یي دوه لوکس پنت‌هاوسونه په لندن کې خرڅلاو ته وړاندې...

د مجتبی خامنه‌یي دوه لوکس پنت‌هاوسونه په لندن کې خرڅلاو ته وړاندې شول

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۷ مه) د بریتانیا سنډې ټایمز (ورځپاڼې) راپور ورکړی چې د ایران له مشر مجتبی خامنه‌يي سره تړلي دوه لوکس پینټ‌هاوسونه (لوکس اپارتمانونه) په لندن کې په شاوخوا ۳۶ میلیون پونډه پلورلو ته وړاندې شوي دي.

دواړه اپارتمانونه د لندن په ۳ا پالېس ګرین کې، کینزینګټن ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري او په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو کې د ایراني بانکدار علي انصاري له خوا اخیستل شوي وو.

انصاري د امریکا د خزانې وزارت له خوا د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د مجتبی خامنه‌یي د «مهم مالي ملاتړي» په توګه بندیزلګېدلی کس اعلان شوی و. د امریکا چارواکي ادعا کوي چې نوموړي د خامنه‌یي او د ایران د نورو چارواکو په ګټه د شتمنیو یوه پراخه شبکه اداره کوله؛ انصاري دغه تورونه رد کړي دي.

راپور وايي، د انصاري د پورونو د نه ورکړې له امله د دغو ملکیتونو د پلور بهیر پیل شوی او د پلور له عوایدو څخه هر ډول ګټه به د بندیزونو له امله کنګل پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...