Homeخبرونهپه هالنډ کې د نړۍ لومړنی لمریز امبولانس جوړ شو

په هالنډ کې د نړۍ لومړنی لمریز امبولانس جوړ شو

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د هالنډ د آیندهوون تخنیکي پوهنتون محصلانو د نړۍ لومړنی بشپړ لمریز امبولانس، «سټیلا جووا»، جوړ کړ او ورڅخه کار واخیست. دغه برقي امبولانس له تېلو او له وړاندې په برښنا چارج شوې بېټرۍ پرته کار کولی شي او لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمتونه رسوي.

امبولانس د لمریزې انرژۍ له تختو تولید شوې برېښنا په ۵۰ کیلوواټه‌ساعته بیټرۍ کې زېرمه کوي، چې له لمر لوېدو وروسته هم د حرکت او طبي وسایلو د کارولو امکان برابروي.

سټیلا جووا یوازې ناروغان روغتون ته نه لېږدوي، بلکې د ګرځنده روغتیايي مرکز په توګه رادیولوژي، الټراساونډ، د زړه برقي شاک وسیله او د واکسینونو یخچال هم لري.

دغه امبولانس په کینیا کې په څه باندې ۸۰۰ کیلومتره ډېرو سختو او ناهوارو لارو ازمویل شوی او د یوې دوه‌ورځنۍ ازموینې په لړ کې یې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د پروژې جوړونکي وايي، دا ټکنالوژي په هغو لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو لپاره ځانګړی اهمیت لري چې برېښنا، سون‌توکي او روغتیايي بنسټونه پکې کم دي. دوی غواړي له شرکتونو، حکومتونو او بنسټونو سره د دې امبولانس د پراخ تولید او نړیوالې کارونې لپاره همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...