شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهچیرته/ اجمل پسرلی

چیرته/ اجمل پسرلی

د کور ور یې ورو ورپسې پورې کړ. په کوڅه کې یې یوې خوا بلې خوا ته څار وکړ.

د ساعت قاب یې په دوو ګوتو ونیو. دولسو ته شپږ دقیقې پاتې وې.

اوتو کړی فولادي څادر یې پر اوږه سم کړ. د څادر رنګ ته ورته شناوی ږیره یې له ویړې خولې سره په بر ببره ښکاره شوه. د بوټونو بندونو ته یې بل ول ورواچاوه. د بوټونو د رنګ تریخ غوندې بوی تیریادونه لکه د فلم ټریلر د ده مخې ته تیر کړل… د لیسې په دوره کې به یې رنګ ورسره ګرځاوه، بوټونه به یې د رخصتي په وخت ژر ژر برش کول بیا به د نجونو د لیسې مخې ته د سړک پورې غاړه دریده، د احمد ظاهر سندره به یې زمزه کوله:

« او بد دعایت کنم، اوت ګرم باشه نانت همه یخ

ګفتم که به پارک شهر تنها نه روي

او ظالم رفتي…»

د نجونو او هلکانو شور شو. تر لیسې مخکې د ابتدایي ښوونځیو ماشومان رخصت شوي وو. خپله ماشومواله ورپه زړه شوه، لکه له زندانه چې به غرمه راوتل او له خوښۍ به یې چیغي سره وهلې. هاغه وخت به وړو  نجونو پوړنې نه پرسرول اوس یې سرونه پټ کړې دي نور څه توپير نه دی راغلی، د ماشومانو چیغې همهغه چیغې دي:

« د بکسونو به یې هاغسې د وچې ډوډۍ بوی ځي؟»

د عایشه درانۍ لیسې دروازې ته مخامخ د سړک پورې غاړه ودرید. پر بوټونو کښیناستلی ګرد یې په کاغذي دستمال پاک کړ. یو وخت چې به دلته دریده هغه وخت کاغذي دستمالونه نه و د ټکر په دسمال به یې بوټونه له ګرده څنډل.

د لیسې نجونه ورته کوچینۍ ښکاره شوې، لکه جسمونه چې یې اوبه شوې وي. په تور و سپین رنګ جامو کې یو رنګ ورته وایسیدې. همهغه ورځ یې تر سترګو سترګو شوه چې دلته دریدلی و او تر څو چې وروستۍ نجلۍ هم له ښوونځي وتله، دا یې ونه لیده، یو ځل کوز سر تر یوه ځایه له نجونو سره ولاړ چې پیدا به یې کړي بیا بر سر روان شو چې د بازار خواته نه وي تللې، هاغه پخوانۍ خبره یې تر ژبې لاندې تیره شوه:

« مهاجره شوې به وي…»

سر یې ښکته واچاوه. لکه د ټیپ فیته چې بیا بیا له سره کیږي، دا یو ټکی یې تکراراوه:

چیرته؟ چیرته…

سر یې پورته کړ، نجونې مخ ته شوې وې، یوه لکه د زاڼو له کتاره بیله شوې زاڼه، شاته پاتې وه. دی ترې تیر شو، له شا یې ورته وکتل، نجلۍ خپل چګسونه سم کړل، ده ته یې وخندل. ده خپلو بوټونو ته وکتل. خاورې پرې ناستې وې، کاغذي دستمال یې په خولې شوي موټ کې ټینګ کړ، ویې چرموړه.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب