Homeخبرونهد سپین‌بولدک - چمن لار د سوداګري فعالیتونو لپاره پرانیستل شوه

د سپین‌بولدک – چمن لار د سوداګري فعالیتونو لپاره پرانیستل شوه

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۸ مه) د سپین بولدک – چمن لار نن (دوشنبه) یوازې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.

پاکستاني رسنیو د دې خبر ترڅنګ ویلي چې د ځینو حساسو موضوعاتو له امله، د عامو وګړو د تګ راتګ اجازه لا هم نه ده ورکړل شوې.

د دواړو هېوادونو د ګمرک او سوداګرۍ اړوند مسوولان خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

نن یوازې تشو لاریو ته د تګ اجازه ورکړل شوې، او افغان موټروانانو ته د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي ګرځول شوي دي.

د سرچینو په وینا، د همدې شرایطو پر بنسټ به د تورخم لار هم سبا پرانیستل شي، او په دې اړه یو رسمي لیک په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت ته استول شوی دی.

 نورې درې لارې؛  غلام خان، انګور اډه او خرلاڅي — تر اوسه د فعالېدو په پلان کې نه دي.

د دوو هیوادونو ترمنځ د لارو د بندېدو مخینه

له دې وړاندې، پاکستان د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې د افغانستان له حالاتو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د تورخم او چمن لارې تر نامعلومې مودې پورې بندې کړې، چې له کبله یې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ بهیر سخت اغېزمن شو.

په دې اړه د کراچۍ د ګمرکونو د عمومي ریاست له خوا د فدرالي عوایدو د ادارې (FBR) د عملیاتو مشر ته یو مهم لیک استول شوی، چې یوه کاپي یې د ABN News تر لاسه کړې ده.

په لیک کې راغلي، «د هغو بارونو د ترانزیټ پروسه چې افغانستان ته تللې، موقتي درول شوې او دا به تر هغه وخته بنده پاتې وي، څو د پولو عملیات په بشپړ ډول بېرته عادي نه شي.»

په سند کې ویل شوي، «دا پرېکړه د پولو د زیاتې ګڼې ګوڼې، احتمالي خنډونو او د تړل شوو تجارتي توکو د خوندیتوب لپاره شوې ده.»

د لیک له مخې، په دې اړه له بندري ترمینلونو، د تړل شوو لارو ترانسپورتي شرکتونو، افغان کلیرینګ ایجنټانو او د تعقیبي ټکنالوژۍ له ادارو سره هم سلا مشورې شوې دي.

نور په لیک کې راغلي، د تورخم او چمن لارې د ټولو سوداګریزو فعالیتونو لپاره تړل شوې وې، چې له امله یې د افغانستان خوا ته سلګونه روانې ترانزیټي لارۍ د «پولو» په دواړو غاړو کې بند پاتې شوې دي.

پاکستان عموماً پر افغانستان د فشار لپاره له خپلو ترانزیتي لاور د حربې په توګه کار اخلي او د سوداګرۍ ټول اصول تر پښو لاندې کوي.

افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې په خپل منځ کې لارې پرانیزي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...