کاکړۍ غاړې زموږ د ولسي ادبیاتو یو خوږ او په زړه پوری صنف دی چې د لنډیو په څېر د خپل ایجاد له پېل څخه په شفاهي ډول له یو نسل څخه بل ته لېـږدول شوي دي. د لېـږد په دغو پـړاونو کې چې کتابت ډیر عام نه و، ممکن ډیرې ضایع شوي وي. د کاکړیو غاړو د انتقال په پروسه کې محلي سندرغاړو هم ونډه لرلې ده چې تر نن پورې د خوښیو په محفلونو، مجلسونو او اتڼونو کې وېل کېـږي. په ولسونو کې د سواد د نسبې عامېدو په نتیجه کې یوه زیاته برخه کاکړۍ راټولې او خوندي شوي دي. زموږ ادبپوهانو او څېـړونکو هم په خپل وار د دغې معنوي پانگې د ساتنې او پالنې لهپاره کار کړی دی.
«کاکړۍ غاړې په لومړي ځل په ۱۳۳۴ لمریز کال په (پښتني سندرې) نومي کتاب کې د نورو ولسي ژانرونو تر څنگ د شین خالو نارې او د کاکړو غاړې تر سرلیک لاندې چاپ شوي دي. وروسته یو څه کاکړۍ غاړې صاحبزاده بهايي جان راغونډې کړي دي. تر دوی راوروسته په لومړي ځل په ۱۹۶۷م کال کې په کتابي بڼه صاحبزاده حمیدالله د (کاکړۍ لنډۍ) په نامه چاپ کړې چې بیا راوروسته دوه کتابه لومړی ۱۹۶۹م کال (غاړې)، دوهم په ۱۹۷۳م کال کې د (کاکړۍ) په نامه د پروفیسر سیال کاکړ کتابونه چاپ شول. همدارنگه بیا تر دوی ۱۳ کاله وروسته په ۱۹۹۵م کال کې کې د سید خیر محمد عارف کتاب (د غاړو ادبي څېـړنه) په نامه چاپ شو. او بیا په ۲۰۰۶م کال کې د پروفیسر سیال کاکړ یو بل کتاب د (پخوانۍ غاړې) په نامه چاپ شو چې ټولې کږې غاړې پکې راغونډې شوي دي.»(۱)
د ازادي رادیو د «ژوند په شیبو کې» رادیویي خپرونه کې چې د ۱۳۹۴ کال د غبرگولي په ۶ نیټه خپره شوې ده، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل اجمل ښکلُی د کاکړیو غاړو په باب وایي:
«کاکړۍ غاړې د پښتنو رواني اړخ ته ډیرې نېـږدي دي. کله چې موږ ډیر احساساتي یو، لکه په خوشحالۍ یا خفگان کې، نو لنډې-لنډې خبرې کوو. کاکړۍ غاړې هم ډیرې لنډې ادا کېـږي، لکه څوک چې په چا پسې غږ کوي او همدا موضوع د دغه ولسي ژانر مهم اړخ گڼل کېدای شي. په کاکړیو غاړو کې د نورو ولسي ژانرونو په څېر د پښتنو د فکر ډول، د هغوی ژوند او محرومیتونو انعکاس موندلی دی».
د ولسي ادبیاتو دا خوږ صنف راز- راز موضوعات، د پښتنو ټولنیز ژوند، اقتصادي شرایط، کلتوري پابندۍ، دیني او عقیده یې مسایل، ساده ولسي افکار، ټوکېټکالې او د پښتني کلتور بېلابېل اړخونه، خویونه او رواجونه په خپله لنډه غېـږه کې رانغاړي. که څه هم کاکړۍ غاړې کاکړو ته منسوب شوي دي او له همدې کبله په کاکړیو غاړو باندې مشهوري دي، خو په پښتنو کې به داسې قبیله نه وي چې د دې غاړو په جوړولو کې یې لږه یا ډیره ونډه نه وي اخیستي.(۲)
«دا ډول سندرې د کاکړیو، کاکړیو لنډیو او کاکړیو غاړو په نامه بللې شوې او یادې شوي دي. دا سندرې هم لکه لنډۍ دوې مسرۍ لري، چې دا دواړې مسرۍ زیاتره سره هم قافیه او د هیجايي سیستم له پلوه سره برابرې دي؛ دا په دې مانا چې د ټولو کاکړیو مسرۍ اته او یا اووه سیلابه وي، ځینې داسې کاکړۍ هم شته چې مسرۍ یې سره هم قافیه نه دي. کاکړۍ هم د هر ډول مفاهیمو بیان ته وقف شوې او د پښتنو د ژوند بېلابېل اړخونه پکې منعکس شوي دي.
د کاکړیو د ایجاد سیمه د بلوچستان د کاکړستان سیمې دي او ویونکي یې د نورو شفاهي سندرو په څېر معلوم نه دي او د کاکړو ونډه ېې په ایجاد کې درنه ده. اما د دې سیمې ځینو ادیبانو هم د کاکړیو په ویلو کې طبع ازمایلې ده او ډېرې کاکړۍ یې جوړې کړې دي، خو د دغه ډول کاکړیو خوند رنگ د هغو طبیعي او په ولس کې ایجاد شویو کاکړیو په څېر نه دی.
د بلوچستان ځینو خواخوږو پښتنو لکه صاحبزاده حمیدالله او پروفیسور سیال کاکړ د دغو سندرو نمونې له خلکو راټولې کړې او د دې سندرو مجموعې یې چاپ ته اماده کړې او چاپ کړې دي.
د دغو ثبت شویو کاکړیو له مطالعې سړی د کاکړو د اجتماعي، اقتصادي او حتی سیاسي، ملي ژوندانه د څېړلو لپاره د خوند مواد ترلاسه کولای شي.»(۳)
لیکنه د دغه ولسي ژانر د څو بېلگو په راوړلو سره پای ته رسوم، دا تاسې او دا هم څو کاکړۍ غاړې:
زه مرغه گرانه بلبله
ځو به دواړه تر کابله
له کابله تر ژوبکه
سپینه خوله اخله نازکه
چې خبره په زارۍ سي
اور دې پورې په یارۍ سي
ورته ووایه چې راسي
ما یې غم له کاره باسي
گرده شپه وهم سوچونه
مړ به سم ستا له بېلتونه
ړنگ پېکی په مخه راسي
زړه ژوندی له سینې باسې
سور ټیکری څې راښکاره سي
له ما گړنج بېلچه ایله سي
زړه مې وشلید په سینه کې
خندیدله په کوټه کې
یو کال کېـږي چې واده ده
لا تراوسه مې په زړه ده
پرې تړلی مې چې زړه و
گران هغسې سړی نه و
غېـږه ورکړمه و چاته
مور په ژوند سوه له ما پاته
صدقه به یې ستا تر سر کړم
وایه څوک، څوک مرور کړم
زما په زړه لمبې د گران دي
مُلایان وایي پېریان دي
ږغ په ورو، خندا په سپکه
دېوال غوږ لري نازکه
مونځ کوم سوچ مې په تا کې
خدای به څومره سزا راکي
یوه دا ده یوه بله
زړونه باسي له گوگله
له دې کوره تگ اسان دی
په ما نوم د بابا گران دی
زه گیلې درته کومه
ته رُخصت غواړې چې ځمه
که ورځې نو اجازه ده
درته خلاصه دروازه ده
کور خالي ده زه یواځې
که رازې دروازې وازې
چې ریبار یې را واپس کړ
زړه مې ښه په ژړا یخ کړ
خوښ مې نه شولې سرزوره
خوله دې واخیسته په زوره
ستا بیلتون د دوبي لمر دی
زما په سترگو برابر دی
یو د گران خوله دې ایله وای
نور دې گرد عُمر روژه وای
سپین ځیگر، تڼۍ دې خلاصې
له ایمانه سړی باسې
سترگې تورې کړه نرۍ
سبا دې یار راځي جلکۍ
سترگې تورې کړي بیا راسي
موږ خواران له کاره باسي
دلته راسي ټول کړي زړونه
د رنجو کېـږدي خالونه
چې ادې لرې چابکه
په صفت به دې واده که
مه ډاریـږه له پېغوره
ور نیم کش کړه راته گوره
بخملي بالښت یې څنگ ته
بولي ما د سترگو جنگ ته
تورې سترگې جادوگرې
کړي سلام له لرې، لرې
نیمه شپه او بل باران ده
په زړه سخت کافر جانان ده
شاوخوا واورې پرتې دي
د نازک د راتلو شپې دي
خوله مې ستا په بل حرامه
خپل سبق وایه جانانه
د مُلا تعویذ بېکاره
خپل همت کوه ریباره
که یې حال وایم غیبت دی
گنې گران راملامت دی
دا خو ستا مهرباني ده
راته اور چې زندگي ده
پر ما اور دې کړله مځکه
ته خوشحال گرځه نازکه
نه یې اخلم رامعلوم دی
سره سکروټه د یار نوم دی
ما خوبونه خطا باسي
نه منم چې به گران راسي
زما او ستا یاري په ستورو
هر ماښام به ورته گورو
بې تعلیمه دی لالی
که نه وای خط به یې رالېژی
وچوي د زړگي وینه
تر ناسور سخته ستا مینه
ستا په څو خبرو تور سوم
اوس د ټول کلي پېغور سوم
درپسې مې لاړې ساوې
راته پاتې دي ارواوې
ته دې ناز کوه نازکې
له موږ ټولې لارې ورکې
زړه مې نه ځي، پښې مې لاړې
د خدای روی دی که به ژاړې
ما به مړ کړي ستا غمونه
زه بېریـږم له بیلتونه
یادوم دې ډیره، ډیره
زما زړه ته یې راتېره
کاکړۍ غاړې کومه
د یار غم غلطومه
سرچینې:
۱- ژړک، محمد صادق. کاکړۍ غاړې، لاهور: پښتو ادبي غورځنگ – کوټه، کال…،۱۶-۱۵ مخونه.
۲- ازادی رادیو. (۱۳۹۴، د غبرگولي ۶). ژوند په شیبو کې: «د پښتو شفاهي ادبیاتو خوږ صنف – کاکړۍ»(رادیویي خپرونه).
https://pa.azadiradio.com/a/27039225.html
۳- هېوادمل، زلمی. د پښتو ادبیاتو تاریخ. د دانش خپروندویې ټولنې تخنیکي څانگه،۱۳۷۹ لمریز کال، ۷ مخ.