Homeخبرونهسبا په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدو اټکل شوی

سبا په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدو اټکل شوی

تاند (چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۵مه) د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې سبا پنج شنبه د سالنګونو په ګډون په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدلو اټکل کړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، کندز، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزنی، زابل، میدان وردګ، بامیان او دایکندي ولایتونه یاد کړي دي.

په اټکل کې له ۱۰ څخه تر ۴۵ ملي مترو د باران او له ۱۰ څخه تر ۴۵ سانتي مترو د واورې ورېدلو اټکل شوی دی.

دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، په تېرو واورو او ورښتونو کې خلک له مالي او ځاني زیانونو سره مخ شوي او لا هم زیانمن خلک سختو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...