Homeخبرونهروسیې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو په اړه...

روسیې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو په اړه د م.م. راپور تبلیغاتي وباله

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۲ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د کوکنارو د کښت او د تریاکو د تولید د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر (UNODC) تازه راپور «نامتوازن» او «د سیاسي تبلیغاتو لپاره په فرمایش جوړ شوی» بللی او د طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د هڅو ملاتړ یې اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د دغه دفتر په تازه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه زیات شوی دی.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د تریاکو تولید کابو ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی او د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه له شاوخوا ۱۰ زره هکټارو څخه ۴۳ زره هکټارو ته زیاته شوې ده.

راپور همداراز وايي چې ځینې کروندګر د کوکنارو د کښت د پټولو لپاره دا بوټي د غلو دانو په کروندو کې په کوچنیو ټوټو یا د دېوالونو په منځ کې کري، څو د کښتونو پېژندل ستونزمن کړي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر مشرې، مونیکا جوما، ویلي چې د کوکنارو د کښت له څلور برابره ډېر زیاتوالی ښيي چې د کروندګرو لپاره د بدیل عاید له برابرولو پرته د دې کښت د کمېدو د بهیر دوام ستونزمن دی.

د هغې په وینا، بېوزله کروندګر د خپلو کورنیو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کوکنارو کښت ته مخه کوي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور پر شمېرو او موندنو شک څرګند کړی دي. د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو راپور «نامتوازن» دی او پر غیرمستقیمو شواهدو تکیه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي: «د سیاسي او تبلیغاتي موخو لپاره د فرمایش له مخې د موادو برابرول د نشه‌يي توکو له دې مبارزې سره مرسته نه کوي.»

دغه وزارت د ملګرو ملتونو په راپور کې د سپوږمکۍ له تصویرونو څخه پر کار اخیستو  هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې کارپوهان له دغو تصویرونو څخه بېلابېل برداشتونه لرلی شي.

مسکو دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ولې په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي نړیوال یې په رسمیت وپېژني، باید خپل اعتبار ته زیان ورسوي او د نشه‌يي توکو کښت ته اجازه ورکړي.

روسیې په عین حال کې منلې چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو ستونزه لا هم شته او د طالبانو چارواکي هم له دې ستونزې خبر دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونه کابو هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌يي توکو د تولید د کارخونو د ویجاړولو او د دغو موادو د موندلو او نیولو لپاره عملیات کوي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې له طالبانو سره باید په دې برخه کې همکاري وشي او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د هغوی د هڅو ملاتړ وشي.

طالبانو هم د ملګرو ملتونو د راپور شمېرې رد کړې او ویلي یې دي چې دغه راپور په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې واقعي وضعیت او د دوی لاسته راوړنې په سمه توګه نه دي منعکس کړي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو دفتر په خپل راپور کې د «سپوږمکۍ پر تصویرونو، اټکلونو او د مغرضو ډلو پر ناسمو معلوماتو» تکیه کړې ده.

دغه وزارت ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۶ زره هکټارو څخه د زیاتو هغو ځمکو کوکنار او نور نشه‌يي بوټي له منځه وړي چې تر کښت لاندې وو.

د ملګرو ملتونو د راپور او د طالبانو د ادعاوو ترمنځ د پام وړ توپیر لیدل کېږي؛ ملګري ملتونه د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید د زیاتوالي خبر ورکوي، خو طالبان د خپلو عملیاتو په یادولو سره د راپور شمېرې ناسمې بولي. روسیه هم د ملګرو ملتونو پر موندنو نیوکه کوي او د طالبانو د مبارزې ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...