څیړونکی: فضل الرحمن همت
آر وېیونه:
متني ژبپوهنه، متن اوډنه، ارجاع، انسجام .
سریزه:
متني ژبپوهنه په شلمه پیری کې د پراگ په مکتب کې مطرح شوه. دا د ژبپوهنې نوې څانگه ، چې د چاروالې له ژبپوهنيز و نظریاتو څخه راوتې ده پر متن مفصلې خبرې کوي، خو د معاصرې ژبپوهنې په نورو برخو کې هم د متن موضوع د پام وړ ده؛ متني ژبپوهنه يوازي متن ته ځانگړې ده، چې له موږ سره د ادبي متونو په پوهاوي او موخو په پوهېدو کې مرسته کوي. د متني ژبپوهنې دنده، د هغو ژبني قواعدو څیړل دي، چې د جملو تر کچې څخه وړاندې ځي او متن د مانا د واحد په توگه څیړي، متن د لیکنی ژبی په مفهوم د جملو ټولگه ده او د گرانی ژبې په مفهوم ارتباطي واحد دی. د متن اوډلو په رامنځته کولو کې دوه عامله اغیزناک دي: اول انسجام، چې په ژبني اوبد پورې اړه لري، دوهم پیوستون، چې له ناژبني اوبد سره د ژبني اوبد اړیکه جوړوي، د اوډنې د رامنځته کولو عوامل هم انسجام او پیوستون دي. په انسجام کې په یوه متن کې د جملو جوړښت او نحوي عناصر د انسجام سبب کیږی. په دي عواملو کې ارجاع، تکرار، حذف و ځايناستي ډول راځي. په ژبه کې داسې توکي چې له نورو توکیو سره له رجوع پرته یې د مانا درک شونی نه وي دې توکيو ته ارجاع توکي وايي، هغه برخې چې کله ارجاعي توکي ور ارجاع کړل شي او دا نوکي پرې مانادار شي، مرجع یې بولي او هغه توکي چې یوې مرجع یا یو شي ته ارجاع کوي، دې توکیو ته ارجاع وایي، چې ټول به په تفصیل سره واضح کړل شي.
متني ژبپوهنه
نوې ژبپوهنه په دې اند ده، چې ژبپوهنه په ټوله کې په دوو څانګو ویشل شوې ، یوه بنسټیزه یا اساسي ده، د ژبپوهنې په دې برخه کې غږپوهنه، آواز پوهنه، غونډله پوهنه، مانا پوهنه، او عملي ژبپوهنه شاملیږي، ګڼ شمیر ژبپوهان په دې اند دي چې د ژبپوهنې دغه برخه د هستوي ژبپوهنې یا هم د مایکرو لنګویسټیک په نوم یادیږي؛ اساسي ژبپوهنه د تطبیقي یا عملي ژبپوهنې لپاره د اساس، بنسټ او پله حیثیت لري، یعنې له اساسي ژبپوهنې پرته هیڅکله هم تطبیقي یا عملي ژبپوهنه نه شي رامنځ ته کیدای، همدا اساسي یا هستوي ژبپوهنه ده، چې د ژبې ټولنې، انسان، کلتور، مذهب او نورو لپاره اساس رامنځته کوي، بله څانګه عملي یا تطبیقي ژبپوهنه ده، چې په دې برخه کې د ژبپوهنې تیوریکي برخه عملي بڼه غوره کوي او د ژبپوهنې په دې څانګه کې ټولې هغه برخې شاملیږي چې په خپله ساحه کې له ژبې او ژبپوهنې سره تړاو لري، تطبیقي یا عملي ژبپوهنه په حقیقت کې د ژبپوهنې هغه څانګه یا څانګې دي، چې ژبې ته په خپله کاري ساحه کې عملي بڼه ورکوي، یا په تطبیقي ژبپوهنه کې له هغو علومو سره چې له ژبپوهنې سره تړاو لري د هغوی څیړنه او له انسان او انساني ټولنې سره یې په اړیکو باندې بحث کیږي ، د تطبیقي ژبپوهنې یوه څانګه هم متني ژبپوهنه ده.متني ژبپوهنه په شلمه پیری کې د پراگ په مکتب کې مطرح شوه. دا د ژبپوهنې نوې څانگه ، چې د چاروالې له ژبپوهنيز و نظریاتو څخه راوتې ده پر متن مفصلې خبرې کوي خو د معاصرې ژبپوهنې په نورو څانگو کې هم متن موضوع د پام وړ ده(نعیمي،۱۴۰۱، ۳۴مخ).
به نحوي سطحه په متن کې د جملو رغښت د متن انسجام او هغه نحوي عوامل چې متن ترې را منځته کيږي، څېړل کیږي. په ادراکي مانا پوهنه کې د متن پیغام رسونه او پيوستون جنبه څېړل کیږي او متن په دې پوهنه کې د یوه پیغام رسونې چاره تر سره کوي يعني متن باید پیوسته وي چې درک شي او لوستونکي ته نوی پیغام ولري، په کارونپوهنې کې د متن موخه او موقعیت څېړل کيږي، یعنې هر متن چې را منځته کيږي یوې موخې لپاره یې ليکوال ليکي د دې موخې په پوهېدو کې نه یوازې کلمې مرسته کوي بلکې د همغه متن په موقعیتی قرینه پوهېدل هم د متن د درک سبب کيږي په کارونپوهنه کې جمله هغه متن دی چې د ننه په یوه قرينه کې ويل شوي وي که هغه لیکنی وي یا هم گرانی کارونپوهنې د متن مانا هم پراخه کړ پخوا متن لیکنی او د کتاب هغه مرکزي برخه چې د حاشيو پر وړاندې واقع وي؛ خو کارونپوهانو غږ (اډيو)، ویډیو مکالمه او موقعیت او فرهنگ هم د قرينې پر مانا ورزیاته کړه. څنگه چې جمله په ليكني متن کې را منځته کېږي، ليکنی متن د موقعیت او فرهنگ په لوی متن کې رامنځته کېږي. له ادراکي پلوه هر هغه څیز چې درک شي او مفهوم ورکړي هغه متن دی په دې پوهنه کې هغه پدي څېړل كيږي چې د متن د درک سبب کيږي موږ متن د نښپوهنې له پلوه هم تعریفولای شو که هرې پدیدې ته د نښې په سترگه وگورو نو همدا نښې متن دی معاصر ژبپوهان هم متن ټول هغه نښې او نښانې ښايي، چې په ارتباطي تعامل کارول کیږي. متن خپله د ژبنيو نښو له خواناستي څخه را منځته کیږي (نعیمي،۱۴۰۱، ۳۵مخ).
د متني ژبپوهانو په نظر متن نظام منده واحد دی چې د جوړونکي اجزاو په منځ کې ټاکلې اړيکې دي. دا اړيکې په ژبه کې د جملې له سطحې وړاندې عمل کوي چې د متن د انسجام سبب کيږي، خو جملي متن نه را منځته کوي بلکې هله څو جملې متن شمېرو چې انسجام او پيوستون ولري انسجام او پیوستون د متن رغښت دوه لازم شرطونه دي. متني ژبپوهنه متن د مرکبی نښې په توگه را پیژني مثلاً هره مرکبه نښه د متن درې اړخه (نحو، ما ناپوهنه او کارونپوهنه لري. د متن واحدونه ارتباطي واحدونه دي. اجزا کتاب ، فصلونه، برخې، پراگرافونه ، جملې او کلمې دي. متني ژبپوهنه له یوې خوا د متن په کچه د نحوي جوړښتونو څېړنه او له بله پلوه په خاص موقعیت کې د یوه متن پر کارونه بحث کوي متني ژبپوهنه متن اصطلاح، جوړښت، محتوا او ارتباطی پیغام ته اشاره کوي. متني ژبپوهنه متن په خاص و عام نه وېشي، يوازي متن ته ځانگړې ده، چې له موږ سره د ادبي متونو په پوهاوي او موخو په پوهېدو کې مرسته کوي. د متني ژبپوهنې دنده، د هغو ژبني قواعدو څیړل دي، چې د جملو تر کچې څخه وړاندې ځي او متن د مانا د واحد په توگه څیړي، متن د لیکنی ژبی په مفهوم د جملو ټولگه ده او د گرانی ژبې په مفهوم ارتباطي واحد دی. کیږي (نعیمي،۱۴۰۱، ۳۶مخ).
اوسمهال متني ژبپوهنه د یوې مستقلې څانگې په توگه د پرمختگ په حال کې ده، دا ژبپوهنه موږ سره پر متن پوهیدو کې مرسته کوي او دا چې متن څه دی؟ څه ډول تولیدیږي؟داخلي رغښت يې څه ډول دی؟ او لوستونکي يې څه ډول درک کوي. متني ژبپوهنه بيا په دوو ځانگو ویشل کیږي یوه څانگه په رغبت او مانا څيړل کیږي او بله ځانګه يې کاروني ده، چې په موقعيت او اوب كې متونه څیړي، متني ژبپوهنه د متن د تحلیل لپاره په عمومي ډول له دغو روشونو نه ګټه اخلي.
الف: تر جملو مخکی روش
په دې روش کې د يوه متن د جملو په منځ کې اړيکې، ګډ پيوستونونه د جملې تر سطحې وړاندې څېړل كيري.
ب: کارونې اړيكمن روش
په دې کې متن د جملو د ټولگې په توگه نه څېړل کيږي، بلکې د داسې واحد په توگه منل کیږي چې ځانگړی نقش ولري.
ج: ادراکي روش
په دې کې هغه پديدې څېړل کيږي، چې د متن په توليد او درک کې رول لري. دا دری روشونه د متن تحلیل لپاره کاروي.
متن اوډنه :
هغه عوامل چې په متن کې وحدت او یووالی راولي، متن اوډنه یې بولي. د متن اوډلو په رامنځته کولو کې دوه عامله اغیزناک دي: اول انسجام، چې په ژبني اوبد پورې اړه لري، دوهم پیوستون، چې له ناژبني اوبد سره د ژبني اوبد اړیکه جوړوي، د اوډنې د رامنځته کولو عوامل هم انسجام او پیوستون دي(سلامزوی،۱۴۰۱، ۲۱۵مخ).
انسجام:
انسجام هله منځته راځي چې د متن د ځینو توکیو تعبیر او تفسیر په هماغه متن کې د پرتو نورو توکیو په تعبیر او تفسیر پورې تړلي وي(سلامزوی،۱۴۰۱، ۲۱۵مخ)
انسجام په متن کې د ننه د ځینو توکیو تفسیر دی، چې د نورو توکیو په تفسیر پورې تړلی وي. انسجامي اړیکې د متن په کچ مانیزې اړیکې دي، چې د مانا د نظام د نورو برخو غوندې د کلمو ګرامر د نظام د اوازو په مټ څرګندیږي او د متن د بیلابیلو برخو ترمنځ انسجام پیداکوي، هالیډې په متن کې انسجام پیداکوونکي توکي په دوه برخو ویشي
- د انسجام هغه توکي چې ګرامر یې وضع کوي، لکه ارجاع، حذف، ځایناستی، اړیکوییکي.
- هغه توکي، چې د وییز نظام په مټ تامنیږي، لکه پیوستون او تکرار(شاهد،۱۴۰۲، ۱۶مخ).
په دې انسجام کې په یوه متن کې د جملو جوړښت او نحوي عناصر د انسجام سبب کیږی. په دي عواملو کې ارجاع، تکرار، حذف و ځايناستي ډول راځي.
ارجاع
هغه توکي چې یوې مرجع یا یو شي ته ارجاع کوي، دې توکیو ته ارجاع وایي. په ژبه کې داسې توکي، چې له نورو توکیو سره له رجوع پرته یې مانا درک شونی نه دی(شاهد، ۱۴۰۲، ۱۷مخ).
په ژبه کې داسې توکي چې له نورو توکیو سره له رجوع پرته یې د مانا درک شونی نه وي. دې توکيو ته ارجاع توکي وايي او هغه برخې چې کله ارجاعي توکي ور ارجاع کړل شي او دا نوکي پرې مانادار شي، مرجع یې بولي(حمیدزۍ،۱۳۹۸، ۱۷۳مخ). ارجاع په متن کې انسجام پيدا کوي که مرجع په متن کې دننه وه، ارجاع متن دننه او که مرجع له متن بهر وه متن بهر ارجاع نوميږي، چې دویم ډول يې د فرهنگي او موقعيتي اوب په مټ معلوميږي او ژبه له بهرنۍ قريني سره نښلوي متن دننه ارجاع په متن کې د متن د بېلابېلو ټوکونو ترمنځ انسجام پیدا کوي ، ځکه مرجع او د ارجاع توک دواړه،(ښکلی، ۱۴۰۱، ۱۴۴مخ).
متنونه د ارجاعي غونډونو ټولګه وي، لکه«دی/دا»، «هغه»، «دا سړی». دا ارجاعي کلمې د واقعي نړۍ نیغ په نیغه ښودنه نه وي، بلکي هغو ذهني انځورونو او تصوراتو ته ارجاع کوي، چې انسانان یې د دې شیانو په اړه لري، نو ښایي داسې شیانو ته هم ارجاه وکړو چې اصلاً په ظاهره/ د باندې نړۍ کې نه وي، خو په بشپړ ډول یې تصورولی شو، لکه«بلا»، «خلایي موجودات»، «ښاپیرۍ»، «پيری»، «دیو» او نور… په دې توګه د متن د ننه ارجاعي کلمو ته په ارجاع سره ارجاعي انسجام رامنځته کیږي، یعنې په داسې ډول چې د متن د ننه مفاهیمو ته ارجاع شي(سلامزوی،۱۴۰۱، ۲۱۸مخ)، د استاد ښکلي په وینا چې ارجاع په متن کې انسجام پیداکوي.
که مرجع په متن کې د ننه وي ارجاع د متن د ننه ده، چې دا ارجاع په لومړي سر کې د پیژندوی چار لوبوي؛ متن د ننه ارجاع له خپل ژبني اوبد سره د پیغام اړیکه ټینګوي(سلامزوی،۱۴۰۱، ۲۱۸مخ).
که مرجع له متنه بهر وه، یعنې په موقیعتي اوید یا فرهنګي اوبد کې وموندل شي متن بهر ارجاع نومیږي، چې ژبه له بهرني اوبد سره نښلوي او دوهم ډول یې د فرهنګي او موقیعتي اوبد په مټ معلومیږي(سلامزوی،۱۴۰۱، ۲۱۸مخ).
کله کله کوم شي ته چې ارجاع شوي وي هغه د فرهنګي اوبد په مرسته موندلای شو؛ دا اوبد کیدای شي د نړۍ په کچه یا په یوه کوچنۍ جغرافیه پورې اړه ولري، په دغسې شرایطو کې ارجاع مصداقي ارجاع وي(حمیدزۍ،۱۳۹۸، ۱۷۴مخ).
ښاغلي شاهد متن له بهرنۍ قرینې سره د شننې په پار د رحمت الله درد په بیت کې (هغه) له متنه بهر یوې مرجع ته ارجاع کوي.
واعظه! ته به مې همدرد یې خو همدرد نه لګې
هغه قاتل به مې دوښمن وي؛ خو دوښمن نه لکي
متن د ننه ارجاع په متن کې د متن د بیلا بیلو ټوکونو ترمنځ انسجام پیداکوي او په دوه ډوله ده:
ا: مخ مرجع
مخ مرجع، چې مرجع تر ارجاعي توک مخکې راشي، لکه
بریال راغی؛ خو زه یې و نه لیدم. بریال مرجع او یې ارجاع دی. بریال چې مرجع دی له یې چې ارجاعي توک دی، مخته راغلی ؛ نو مخ مرجه ده.(شاهد، ۱۴۰۲، ۱۸مخ).
“ماشومان او تنکي ځوانان، چې په خپل ورځني ژوند کې د کمزورۍ احساس کوي یا له بده مرغه په ريښتيا هم دوی کمزوري وي، نو د دې لپاره، چې ځيني کارونه يې پر مخ ولاړ شي، د خپلو کارونو دتر سره کولو لپاره يا هم د يوه شي د لاسته راوړلو لپار په دروغ ويلو لاس پوري کوي، چې په پايله کې يې دورغ ويل عادت گرځي”(ښکلی، ۱۴۰۱، ۱۴۴مخ)
متن کې د ارجاع توک (دوی) دی، چې مرجع يې ماشومان او تنکي ځوانان دي، په دې بېلگه کې مرجع د ارجاع تر توک مخکې راغلې ده.
۲: پس مرجع:
چې مرجع تر ارجاع توک وروسته راشي، پس مرجع په متن کې ابهام پيداکوي او په داستاني ادب کې ترې استفاده کیږي، لکه:
هغې راکې سترګې ښخې کړې. ما په لومړي خل د ګلمکۍ په سترګو کې مینه ولیده. ګلمکۍ، چې مرجع ده، له هغې چې ارجاعي توک دی وروسته راغلې نو پس مرجه ده(شاهد،۱۴۰۲، ۱۸مخ).
یا لکه د ښکلی استاد په اند :
هغه په پوښتونکو سترگو ما ته وکتل ما وویل صاحب زه د اب او عزت سړی یم، د ژرندې د کاريز سلامت شواروز خورم. کلوشې مې خپلې دي. غاړې مې بندې که مې دروغ ويلي وي. زما سپی هم زما کلوشی پېژني اجازه راکړئ زه به په سپي پسې ځوک ولېږم وروستی خبره د دوی خوښه شوه، د سپي تر راوستو مخکې زما په غوښتنه حاضرینو خپلې پښې لوڅې کړي په دېرش څلوېښت جوړه کلوشو او بوټونو کې زما کلوشي هم گډې شوې. د سپي تر راوستو پورې پوره يو ساعت ووت. په دې شپېتو دقيقو کې به هغه شپېته خله راته برگ شوی وي”. که دې دروغ ويلي وو، يوازې خدای به دې پرده کوي.” بخمل یې راوست کله چې را نژدې شو لکی یې وښوروله، ما خپلې لوځې پښې د هغه سترگو ته ونيولي، ورو مې وويل بخمله زما کلوشي او له دې سره مې پر غولي د رنگارنگ کلوشو او بوټونو پرتې کوټې ته اشاره وکړه.
بخمل په خپل وربوز د کوټې په توشپلو پيل وکر…. شېبه لا نه وه وتلې چې په خوله کې نيولې يوه کلوشه يې زما پښو ته کېښودله. د سپي په دې کار خلکو له تعجب څخه په وازو خولو توبي ایستلی. بخمل دویمه کلوشه هم د خپلې جوړې په څېر په اسانۍ سره وموندله ولسوال په چغه د غله د بندي کولو امر وکړ. غله له ملک څخه د رحم غوښتنه کوله، خو دوو عسکرو تر وليو نيولی له هغه ځايه لیرې کړ، ولسوال په ناز د سپي پر ځټ لاس راکیښ د ولسوال، ملک او حاضرینو په سترگو کې زما نه بخښنه له ورایه ښکاریده به میدان یو جور زاره پلاستیکی بوت پاتی شول ولسوال بوت بندیخانی ته ولیږل.”
پورته بېلګه یو داستاني ټوټه ده موږ په دې بېلگه کې مرجع د ارجاع تر توک مخکې راغلي لكه ولسوال مخکې راغلې ده، دلته (هغه ، صاحب او دوی) مرجع دي، په کیسه کې ډیر کسان دي، لکه ولسوال، ملک، حاضرین، سپین ږیری …. خو په اساني نه پوهيرو، چې دا (هغه او صاحب) کې کوم توک ته ارجاع شوې ولسوال ته ملک ته که حاضرينو ته؟ دا چې مرجع مفرده ده نو پوهيرو چي ولسوال با هم ملک ته ارجاع شوې ده خو بیا هم ابهام پکې شته، چې په دغو دوو کسانو کې به کوم يو ته ارجاع شوي وي. د (دوی) مرجع بیا ولسوال، ملک او حاضرینو ته ارجاع شوی. دا مرجع هم د ارجاع تر توک نه مخکې راغلې ده.
ارجاع له مدلول سره د دوه اړخیزې اړیکې له مخې په دوه ډوله ده:
الف: ګډ مرجع/هممرجع ارجاع
ب: پرتلیزه ارجاع:
ګډ مرجع ارجاع: د دوه اړخیزې اړیکې مدلول یو وي او په دوه ډوله ده: ۱)شخصي ارجاع او ۲)اشاره یي ارجاع
ا)شخصي ارجاع: د شخصي نومځرو په مټ جوړیږي، مطلب د لومړي او دوهم وګړي او هم د مفرد او جمع وګړي امکان په کې وي. که شخصي نومځري متن د ننه مرجع ولري انسجام يا ابزار ګڼل کیږي.
لومړۍ بیلګه: ماته د یوه هزاره څیره په ذهن کې راتیره شوه، دی موچی و، د بیګا یې نه لرل، خو کله چې یې د خټو کور جوړاوه، لومړی یې د ګراج څای پریښود(سلامزوی،۱۴۰۱، ۲۱۹مخ)
دوهمه بیلګه: خان وینم چې سترګې یې سرې دي؛ ورته اندیښمن شوم.
په لومړۍ بیلګه کې «دی» او «یې» شخصي ارجاع ده، چې په متن کې د ننه «هزاره بوډا» ته شوې ده، د لومړی او دوهم وګړي صیغې متن باندې مرجع راښیي خو په انسجامي عواملو کې نه راځي.
۲)اشاره یي ارجاع: چې یو کس، ځای، څیز او زمان ته اشاره کوي. اشاري توکي دا دي: دا، دغه، دلته، او اوس د نیژدې اشارې لپاره او هغه ، هوغه، هلته، دی او بیا /وروسته د لرې اشارېلپاره. که دغه، دا او هغه له کوم تړښت پرته کومې ځانګړې مرجع ته د اشارې لپاره وکارول شي، نومځري دي او که له بل توکي سره ملګري شي نو اشاري ستاینوم ګڼل کیږي. اشاری نظام د مکاني واټنونو په حوزو کې د انتخاب درې امکانه لري، چې دا امکانات لرې یا نېژدې ګڼي مفرد یا حمع او د مرکزي چار ترسراوي یا ستایونکی (نومځري، قیدونه او اشارې ستاینومونه) ته په کتو غوره کیږي. کله کله د لوري د نومځريو «را، در، ور» په مټ هم دا چاره ترسره کیږي، بیلګه:
دلته راشي زړونه یوسي بیا هلته پر سپین مسلم باغ اوسي
په پاسنۍ کاکړۍ کې «دلته»، «هلته» او «بیا» قیدونه دي او د یوه کار یا پدیدې مکاني او مهالمن موقیعت راښیي. (سلامزوی،۱۴۰۱، ۲۱۹مخ)
ب پرتليزه:
د ورته والي توپیر څرنگوالي او څومره والي له مخې د دوو توکونو ارجاعي اړیکه پرتله کوی(نعیمي،۱۴۰۱، ۷۳مخ)
پرتلیزه ارجاع د غوندې، په څیر، داسې، لکه، دا ډول، متفاوت، بیل زیات او کم او نورو ستاینومونو او قیدونو په مټ ښودل کیږي، په دې ارجاع کې د اړیکې دواړه لوري ګډمرجع نه وي، بلکي په دواړو اړخونو کې د یو بل ځانګړتیاوې وي. (سلامزوی،۱۴۰۱، ۲۱۹مخ).
پایله:
د معاصرو ژبپوهانو له انده ژبپوهنه په ټوله کې په دوو څانګو ویشل شوې ، یوه اساسي ژبپوهنه ده، چې غږپوهنه، آواز پوهنه، غونډله پوهنه، مانا پوهنه، او عملي ژبپوهنه پکې شاملیږي او دوهم ډول یې تطبیقي ده. اساسي ژبپوهنه د تطبیقي ژبپوهنې لپاره د اساس، بنسټ او پله حیثیت لري. متن یا متني ژبپوهنه په ټوله کې د تطبیقي ژبپوهنې برخه ده؛ نو متني ژبپوهنه متن د مرکبی نښې په توگه را پیژني مثلاً هره مرکبه نښه د متن درې اړخه (نحو، ما ناپوهنه او کارونپوهنه لري. د متن واحدونه ارتباطي واحدونه دي. اجزا کتاب ، فصلونه، برخې، پراگرافونه ، جملې او کلمې دي. په متني ژبپوهنه کې یو مهم رکن متن اوډنه ده، چې په متن کې وحدت او یووالی راولي، خو دغه یووالی بیا له دوو هغو څخه خالي نه وي، چې یو انسجام دی او بل هغه یې پیوستون، هالیډې په متن کې انسجام پیداکوونکي توکي په دوه برخو ویشي، چې له هغو یې زموږ د موضوع اړوند یو توک ارجاع ده، چې یو څیز یا توکي ته رجوع کوي. متنونه د ارجاعي غونډونو ټولګه وي، لکه«دی/دا»، «هغه»، «دا سړی». دا ارجاعي کلمې د واقعي نړۍ نیغ په نیغه ښودنه نه وي، بلکي هغه ذهني انځورونو او تصوراتو ته ارجاع کوي، چې انسانان یې د دې شیانو په اړه لري، نو ښایي داسې شیانو ته هم ارجاع وکړو چې اصلاً په ظاهره/ د باندې نړۍ کې نه وي.
ماخذونه:
۱-حمیدزۍ، دوکتور راحله، (۱۳۹۸لمریز)، ګذار به مقوله ومیزان به دستور نقش ګرای نظام مند هالیډې، کابل: نشر کابلستان.
۲-سلامزوی، عبدالحق، (۱۴۰۱لمریز)، چاروال ګرامر ته کتنه، د ماسټرۍ تیزس، کابل:کابل پوهنتون.
۳- شاهد، سمیع الله، (۱۴۰۲لمریز)، د هالیډې د چاروالې نظریې پربنسټ د اوب څیړنه/ د ماسټرۍ تیزیس، کابل: کابل پوهنتون.
۴-ښکلی، پوهنوال دکتور اجمل، (۱۴۰۱لمریز)، د ژبپوهنې نظریې، لومړی چاپ. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۵-نعیمي، مینه،(۱۴۰۱لمریز)، متني ژبپوهنه/د ماسټرۍ تیزیس: کابل: کابل پوهنتون.