تاند ( سه شنبه د عقرب ۲۹مه) د افغانستان کرکټ بورډ د شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره د افغانستان نابینایانو لوبډله اعلان کړه.
دا لوبې په پاکستان کې ترسره کېږي.
په اعلان شوې لوبډله کې ۱۶ لوبغاړي برخه دي چې سیالۍ به یې د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې نېټې پیل او د راتلونکې دسمبر میاشتې تر دریمې نېټې دوام ومومي.
د یادونې ده چې د یادو سیالیو لپاره په پیل کې د نابینایانو اړوند ټولنې له لوري ۵۰ لوبغاړي په نښه شوي وو چې له هغه وروسته یې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د تنظیم او ترسره شوو کمپونو په پایله کې له یادو ۵۰ کسانو ۲۴ غوره لوبغاړي په نښه شول.
کرکټ بورډ وایي له یاد شمیر لوبغاړو نه تر تمریناتو وروسته ۱۶ لوبغاړي وټاکل شول.
نوملړ:
اباسین سیلاب لوبډلمشر، فهیم مرستیال لوبډلمشر، شرافت د ویکټ ساتونکی، فرمان الله، سمیع الله، عبدالله، اسدالله خان، غلام خان، بریالی ساحل، سردار ولي، عبدالمالک، اجمل، روح الله، دوران، عزت الله او زبیح الله په نوملړ کې ځای موندلی دی.