جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد بایډن د پرېکړې په غبرګون کې؛ پوتین د اټومي وسلو د...

د بایډن د پرېکړې په غبرګون کې؛ پوتین د اټومي وسلو د کارولو نوی سند لاسلیک کړ

تاند( سه شنبه د عقرب ۲۹مه) وروسته تر هغې، چې د امریکا ولسمشر جوباېډن اوکراین ته پر روسیې د لرې واټن توغندیو د ویشتلو اجازه ورکړه، په غبرګون کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اتومي وسلو د کارولو نوی سند لاسلیک کړ.

په سند کې لیکلي، چې که یو غیراتومي هیواد د بل اتومي هیواد په مرسته پر روسیې برید وکړي، مسکو به دا برید د دواړو هیوادونو له لوري په ګډه وګڼي او د اتومي وسلې پر استعمال به فکر وکړي.

د کرملېن ویاند دمتري پیسکوف رسنیو ته ویلي، چې تر دې سند وروسته روسیه دا وړتیا مومي چې که چېرې پر روسیې یا بیلاروس د غیراتومي وسلو برید کېږي، پر وړاندې یې اتومي وسله وکاروي.

نوموړي تر دې مخکې هم د باېډن پرېکړ جګړې ته د لمن وهلو او په اړیکو کې شخړې او کشمکش زیاتولو په معنی یاده کړې ده.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...