شنبه, فبروري 7, 2026
Home+د پښتو معاصرې شاعرۍ دوه ماډلونه |طالب منګل

د پښتو معاصرې شاعرۍ دوه ماډلونه |طالب منګل

که موږ د اوسنیو شاعرانو شعرونه واورو او ولولو نو په دې پوهیږو چې پښتو شاعري اوس نوي پړاو ته داخلیږي٬ نور د پښتو شاعري د فردي عشق ژبه نه ده، بلکې د هر انسان د وجودي او ټولنیزو تجربو هنري سند ګرځېدلې ده.
حنیف حیران او جلال خپلواک د همدې بدلون دوه مهم استازي دي. د دوی  شاعري نور یو واحد غږ نه لري، بلکې د ټولنې بېلابېلې تجربې په کې راڅرګندیږي.
حنیف حیران غزلونه که ولولو نو د خاموش انسان استازیتوب کوي٬ که تاسو لږ هم د حیران له شاعرۍ سره اشنا یاست نو دا نیم بیتی به مو ضرور اوریدلی وي چې( د ارام لپاره چیرته سړی لاړ شي)خو لاندې بیت بیا په دې خبره بیخي مهر لګوي.
بیت:
زه د حيرانۍ تر بريده تېر شومه
ته دې رانه حسن په راستۍ پوښتې
په دې بیت کې شاعر د انسان تر ښکلا تېر شوی، خو لا هم د مانا پوښتنه کوي.
خو جلال خپلواک بیا د ټولنیز انسان غږ لري٬ ځکه د هغه شعر د مکالمې، طنز او مقاومت ژبه ده.
بیت:
صفر اووه سوه اویا، شپیته، پینځلس، درې او!
له دې شمیرې به هره شپه راته مېسکال کېده
دا بیت د غزل په تاریخ کې یو نوښت دی؛ ځکه معاصره ټکنالوژي د شاعرۍ برخه ګرځي او دا برخه دومره واضحه ده چې ان د موبایل د سیګنال د وړلو ګوډونه هم په کې ښودل شوي دي. په پښتو شاعرۍ کې تر دې دمه ټکنالوژي په دومره واضحه توګه نه ده ښودل شوې او دا بیت یې یوه غوره نمونه یادولی شو.
همداشان د حنیف حیران د شاعرۍ بنسټ پر  درد، انتظار، خاموشه مینه او وجودي پوښتنو ولاړ دی. د ده په غزل کې عشق یوازې عاطفه نه، بلکې د ځان‌ پېژندنې یوه فلسفي تجربه هم ده.
بیت:
ته چې له هندارو حيرانۍ پوښتې
مانه خو به هم خپله ځوانۍ پوښتې
دلته شاعر مینه د ځان له هستۍ سره تړي. ځکه خو هنداره د ځان، او حیراني د وجودي شک نښه یادوي.
د بیت تکرار :
زه د حيرانۍ تر بريده تېر شومه
ته دې رانه حسن په راستۍ پوښتې
دا بیت دا هم څرګندوي٬ چې حیران د حسن تر ظاهري کچې هاخوا تللی او مینه یې د فکري ژوروالي بڼه اخلي.
خو برعکس، د جلال خپلواک شاعري د ژوند له منځه راولاړه شوې ده. عشق، وطن، ټولنه، سیاست او ورځنی واقعیت د ده د غزل اساسي موضوعات دي. هغه مینې لپاره کومه ماڼۍ نه لري، بلکې په بازار، محفل او موبایل کې یې لټوي.
د بیت تکرار:
صفر اووه سوه اویا، شپیته، پینځلس، درې او!
له دې شمیرې به هره شپه راته مېسکال کېده
زر کوه, ومې که, واده به مې کي, مړه به شمه
په مسېجونو کې به تل راته دا سوال کېده
یا:
د موبایل شمیره یې غوښتنه, خو ما وې ورته جلاله
په یوه شرط یې درکومه, ته به ما سره واده کې
دا بیتونه د معاصر عشق یو بشپړ تصویر دی؛ موبایل، شمېره او مسېج د غزل برخه ګرځي. دا هغه څه دي چې په دودیز غزل کې ډېر کم لیدل کېږي.
جلال خپلواک په شعر کې هم ریالستي کوي او هر څه چې لري٬ په شعر یې اړوي او بیا یې لوستونکو ته وړاندې کوي٬ په نادرو تشبیو او استعارو پسې نه ګرځي او له ابهام هم ځان ساتي:
خوب نه رادرومي دا یې څه عذاب دی رالیږلی
یوې پېغلې مسینجر ته سور ګلاب دی رالیږلی
ښه غټ په انګلېسي یې – ای. لو. یو. – رالیکلي
زما د یوه خواهش یې دا جواب دی رالیږلی
ما زړه په وینو سور ټوټې ټوټې و ورلیږلی
هغې وې چې دا کوم خانه خراب دی رالیږلی
یا:
خپل ځان ته په لوی لاس باندې خپل ژوند خرابوي
چې څوک زموږ غزنی، زموږ هلمند خرابوي
دا څوک دی ابدالي لاس یې ور اوږد کړی تر مرۍ
دا څوک دی چې په سیمه کې اوربند خرابوي
یا:
زموږ ژوندون یې مکمل صفر دی
ستا د ښایست په وړاندې ګل صفر دی
دا تورې سترګې لږ په چل غړوه
په موږ یې وچ یو سلو شل صفر دی
لشکي مسکۍ شه زلزلې جوړې که
له دېنه پرته مې غزل صفر دی
ملګرو دومره جانان خوښ دی زما
یو دی بیا صفر دی بیا بل صفر دی
یا:
وخته دا دې څنګه امتحان ته کېنولی وم
ټول عمر دې مخامخ! خپل ځان ته کېنولی وم
بخته دوی به ټول ناست د غرور په پالنګونو وو
زه به دې په خاورو هر انسان ته کېنولی وم
ټول عمر دعا ورته کوم، تر ما دې خوښ وي دوی
چا چې بیولوژۍ او یا قرآن ته کېنولی وم
کله به چې کوز شو مۍ کدې ته لېونی جلال
زه به یې بهر چېرته اذان ته کېنولی وم
خو حنیف حیران په شعر کې انساني تجربې بیان ته انعکاس ورکوي٬ په خپلو غزلونو کې هڅه کوي٬ چې ارام فکر ور ځای کړي او هغه احساس چې دی یې په لفظونو کې راوړي٬ همدا احساس هم ګوښی نه پریږدي او فکر ورسره ملګری کوي٬ یعنې احساس ته هم فکر ورکوي:
ستا د راتلو لارې يې څارلې وې
نن خو د رېبار هم سترګې ښکلې وې
تمه د وصال ده چې ژوندی يمه
اوس خو به مې زر ساوې ختلې وې
اېښی يې لیلام ته پېغلتوب و ستا
ستا د ژوند سودا وه او ته غلې وې؟
سترګې مې حيرانه پرې خوږې نه شوې
 سترګې يې نن چا سره بدلې وې.
یا:
هېروم دې، خو په زړه کې را په یاد شې
ګنهګار نشم، مانځه کې راپه یاد شې
د همزولو له اتڼه غلی ووځم
د همزولو په واده کې راپه یاد شې
لکه لمر په راختلو کې دې ګورم
لکه لمر په پرېواته کې راپه یاد شې
یا:
بهر شور دی ، په خپل زړه کې غلی ناست يم
لکه زوړ سړی کاله کې غلی ناست يم
په ځنځير مې د پېزوان مينه ماتيږي
نيمه شپه يې د کور وره کې غلی ناست يم
یا:
په ماشومه او نانځکه زمانه کې
لټومه څوک په ورکه زمانه کې
کاڼي وتړه په ځان پورې حيرانه
دروند به نه شې په دې سپکه زمانه کې
یا:
چې له خپل حده زندګي واوړي
لکه اوبه چې په سړي واوړي
زما له مينې نه به څه کم شي؟
ستا به د حُسن پاچايي واوړي
زما د هيلو غوټۍ اوس ګل شوې
څو شپې دې نورې په سپرلي واوړي
د شوګيرو ګناه بخښمه ورته
که ملامته په لالي واوړي
که د دواړو شاعرانو تر منځ د دوی په شعرونو  کې ژبه وګورو٬ نو د حنیف حیران د شعر ژبه نرمه، سمبولیکه او کلاسیکه ده او بل حیران د ژبې په کارولو کې ډېر محتاط، شاعرانه او سمبولیک دی. د ده شاعرۍ کلمې او لفظونه اکثره څو مانیزه دي او لوستونکی تفکر ته اړ باسي.
لکه:
اوښکه ومه سترګو کې راتم نه شوم
سيند ومه وياله باندې هيڅ کم نه شوم
په دې بیت کې اوښکه، سيند او وياله د احساساتو سمبولونه دي. ژبه ساده ښکاري، خو مانا ژوره ده.
خو که د جلال خپلواک د شعر ژبه وګور نو ولسي، او یو څه بې پروا  او محاوره‌ یي بڼه لري٬ هغه په قصد سره ولسي، ورځنۍ او کله ناکله طنزي ژبه کاروي. هغه ځکه دا کار کوي چې د شاعرۍ وقار د ژوند له ریښتینولۍ سره تړي.
لکه:
شونډې مه بوڅوه, مړه شې, زه د مار په شان تاویږم
زما زړه برېښو نیولی, وخۍ….. وخۍ, وخ آلکې
دا ژبه ښايي کلاسیک‌پالو ته درنه ښکاري، خو د ولس له احساس سره نېغ تماس لري او د نن ژبه همداسې ده٬ همدا شان ولسي محاوره هم لري او د یوې ځانګړې سیمې لهجې اغیز یې هم منلی دی.
که د اوسنۍ شاعرۍ دا دواړه ماډلونه وګورو نو د تخیل او انخورګرۍ له پلوه د حیران انځورونه ارام، خاموش او دردناک دي.
لکه:
په تياره شپه کې کېږدۍ رڼا کوي پرې
يوه اوښکه يې بڼو ته ده راټوله
په پورته بیت کې یوه  وړه اوښکه راغلې خو د شاعر ټول درد په کې نغښتی دی.
خو د جلال د شعر انځورونه متحرک او سینمایي دي او چټک تخیل لري او د نني عصر تصویرونه جوړه وي.
لکه:
ته چې سترګې ښکته پورته اړوې نو داسې لږي
لکه ګرځي چې هوا کې دوې جوړه جیټ الوتکې
دا تشبیه د معاصر ذهن پیداوار دی او د حرکت، شور او وخت نښه یې بللی شو.
که څه هم حنیف حیران او جلال خپلواک د بیان، ژبې او فضا له پلوه بېلابېل ښکاري، خو د دواړو شاعرۍ په ژوره کچه کې ګډ انساني درد، ګډ عشق، ګډ اعتراض او ګډ اخلاقي حساسیت موږ ته له ورایه څرګندیږي.
دواړه شاعران عشق بنسټیز بولي خو حیران عشق له خپل احساس او رواني حالت سره تړي خو خپلواک عشق عیني بولي٬ لکه هغه یې چې ویني.
حنیف حیران:
تمه د وصال ده چې ژوندی يمه
اوس خو به مې زر ساوې ختلې وې
جلال خپلواک:
زر کوه, ومې که, واده به مې کي, مړه به شمه
په مسېجونو کې به تل راته دا سوال کېده
یو بل تکی د دواړو شاعرانو دا دی چې دواړه په دې باور دي چې مینه په یو چا پور(قرض ) نه دی چې باید ویې کړي بلکې یو احساس دی چې نیمګړی هم پاتې کیدلی شي.
حنیف حیران:
ستا د راتلو لارې يې څارلې وې
نن خو د رېبار هم سترګې ښکلې وې
جلال خپلواک:
د بیت تکرار:
صفر اووه سوه اویا، شپیته، پینځلس، درې او!
له دې شمیرې به هره شپه راته مېسکال کېده
که پورته دواړه بیتونو ته وګورو نو یو شاعر لارې ته سترګې نیولې٬ بل د موبایل سکرین ته ناست دی؛ خو د دواړو شاعرانو د انتظار رواني حالت یو دی.
حنیف حیران:
مړ چې شم، نمانځي به مې، شاعر به يم
حيف چې په ژوندوني محترم نه شوم
جلال خپلواک:
انسان وم٬ د خپل ورور قاتل ته هم وکه باور چې
ښېررې مې ورته نه کړلې٬ دعا به مې کوله
په دې بیتونو کې دواړه شاعران له نړۍ سره د اخلاقي ټکر او عاطفي زیان احساس لري.
حنیف حیران:
حېرانه! چا ته په خوږو کتو هم
دلته ډېر خلک په بدي واوړي
جلال خپلواک:
ښکلي د ورځې د هر چا په زړه تیاره راولي
ښکلي د شپې چې سړی وویني رڼا هم کوي
په دې بیتونو کې دواړه شاعران ناخوښ ښکاري دوی د ټولنې له ریا او نابرابرۍ څخه سرټکوي.
له دې څرګندیږي چې پښتو اوسنۍ شاعري نور یوازې په یو عاشق پسې ژړا کول نه دي، بلکې له ځان سره کیسې او پېښې هم لري٬ د حیران شاعرۍ له بیتونو مالومیږي٬ چې شاعر دې کم څه ووایي خو سم دې یې ووایي٬ د خپلواک شاعرۍ ته که وګورو نو هغه په دې باور دی چې شاعر د بازار، محفل او موبایل خبرې هم شعر کولی شي او شاعر باید له خلکو سره د همدوی په ژبه وغږیږي نه دا چې چوپ پاتې شي.
د حنیف حیران شاعري د فکر ژورتیا لري او د خپلواک شاعري جرت لري او هر څه چې په مخ ورځي نیغ یې وايي او د فکر ژوروالي ته خبره نه پریږدي.
دواړه شاعران په سلګونو غزل لري چې د جلال خپلواک(  ښکار په نېزه کې) شعري ټولګه او د حنیف حیران د(  ارام لپاره چرته سړی لاړ شي) که ولولو دومره پاخه شاعري یې کړې چې په هر اړخ یې اوږدې مقالې لیکل کیدلی شي خو ما یوازې د دوی یو کوچني اړخ ته اشاره وکړه چې شاید سم حق یې ادا نه شي خو دا هڅه د دواړو شاعرانو د شاعرۍ په پېژندنه کې له ادب سره مرسته کولی شي.
په پای کې ویلی شم٬ چې بې شکه هغه ځانګړنې چې دواړه شاعران یې لري٬ د همدې ځانګړنو له امله به د پښتو ادب د دواړو شاعرانو شعري او نومونه خوندي کړي او راتلونکي نسلونه به یې ولولي.

د دوو شاعرانو په شعرونو کې شاعرانه ادبي موازي پیوستون | طالب منګل

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...