د ټولو هلکانو په مخکې مخکې روان و. د دیوال سیوري ته زړې ویدې سپۍ ته ودریده. شا ته یې وکتل، هلکان ورپسي تیز تیز را روان وو. چې ده ته ښه ور نږدې شول، فضل ګل د سپۍ په کیڼه پښه باندې وخوت او منډه یې کړه.
په همدې وخت کې زړې سپۍ وغپل او له درده یې یوه هلک ته خوله ور واچوله، ټولو هلکانو له ویرې منډې کړې. سورګل او بادام په ژړا شول.
فضل ګل چې به هر کله د خپلوهمځولو د ازار سبب شوو نو بیا به هغوئ ورته په غوسه ول، نن هم همداسې وشول، انارګل ور نارې کړې، فضلو دا دې ولی داسې بد کار وکړ؟
خو ده ورته په خندا خندا کې وویل – ساعت مې نه تیریده. خپل ګامونه یې لا ګړندې کړل.
– نو اوس دي ساعت تیرشو؟
– هو ښه شو. په لاره کې پرته لښته یې ور پورته کړه. ګامونه یې لا ګړندې کړل د دیوال تر کنج را تاوو او د خپلو همځولو له سترګو پټ شو نو یې د دیوال په یو چاک کې د غومبسو ځالۍ ته لښته ور نژدې کړه.
غومبسو خپلو وزرونه وغوړول، ځنګهاری یې جوړ کړ او فضل ګل منډه واخیسته لږ وړاندې ورته ودریده.
غومبسي را ونه وتلي، ده یوه ښه شیبه د دیوال چاک ته کتل. بیا ور روان شو. لښته یې د غومبسو ځالې ته ور نژدې کړه.
په دغه وخت کې نور هلکان هم ورپسې را ورسیدل، ګڼې غومبسي را ووتې یوه مخامخ په ده ورغله او د غوږ شاته یې څرخه شوه.
نیښ یې ورچوخ کړ، ده چیغې کړې وای، وای او په ژړا شو. نور هلکان د شا خواته وتښتیدل، انارګل ورنارې کړې: فضلو! ساعت دي تیر شو؟ هلکانو وخندل بیا یې وخندل. خو د فضلو غوږ سوی کاوه هیڅ یې ونه ویل، دوئ اوس نو د لویي او ژورې ویالې په غاړه روان وو.
د ویالې اوبه تکې شنې او کرارې به روانې وي. د لویو نلونو او بوټو له منځه به د چنګښو کورهاری هم اوریدل کیده. فضل ګل که څه هم د درد احساس کاوه، خو لا هم تر نورو مخکې مخکې روان وو. په لاره کې پروت نیم کارتن ته یې پام شو.
له څو مترې وړاندې یې پرې ور منډه کړه. غوښتل یې چې لکه د فوټبال د توپ غوندې یې هوا ته پورته کړي. ښۍ پښه یې ورته جوړه کړه، خو کله چې یې وار پرې وکړ له وار سره سم یې بوټ له پښې ووت.
د ژورې ویالې اوبه یوې او بلې خواته وچپړیدې، د چنګښو کورهاری هم ورک شو د بوټ منځ له اوبو ډک او پسې ډوب شو. کارتنې ټوټه هم په خپل ځای پرته وه. فضل ګل خپل دغه کار ته حیران پاته شو. خپلو همځولو ته هم وشرمینده.
ده ته دا کار خواشینونکی و. خو همځولو ته یې د خندا او ساعتیرې وړ و. فضلو یوه ښه شیبه چوپه خوله ولاړ و.اوږدو سوچونو په مخه کړ. بیا یې په ټیټ غږ وویل: شپږ ورځي مخکې مې پلار راته دا بوټونه له عبدالله ګل دکاندار څخه راته په پور راوړې وو.
انارګل ورته وویل: ګوره! که زما مني دا یو بوټ دي د شاه زمان کاکا زوی ته ورکړه چې چپه پښه یې جوړه ده او ښۍ پښه یې پرې شوې ده.
– هن واخله… خو زه به پلار ته څه وایم.
– درواغ مه ورته وایه…که دي رښتیا ورته وویل: خیر دي دی او که دې درواغ ورته وویل بیا به بل شر جوړ کړي.
– هغه څنګه؟
– که ستا پلار د شاه زمان کاکا د زوی په پښه دا بوټ ولیده نو بیا به یې په زړه کې ور تیره شي، چې د شاه زمان زوی درنه پټ کړی او جنجال به ورسره وکړي. ګوره! ما خو چې هر وخت خپل پلار ته رښتیا خبره کړي نه یې وهلی یم او نه هم رانه خپه شوی دی.
– ته سمه خبره کوي. همداسې رښتیا خبره ورته کوم. خپل دا بوټ به د شاه زمان کاکا زوی ته ورکړم او نور به شوخي هم نه کوم.