پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+اوستا او سینوهه | همایون بهادري

اوستا او سینوهه | همایون بهادري

ښاغلي کریم حیدري د ناول د تګ لاره بدله کړه. ده د جهالت پېړۍ ولیکه. په دې کې د انسان د پیدایښت یو روایت د یوې معما په بڼه دی.

د جهالت پېړۍ د انساني او وحشي ژوند ترمنځ پولې ټاکلې دي. ځینې انسان چې ځانونه تر نورو متمدن بولي، خو کړنې یې تر وحشیانو هم ناوړه دي. خبره دا ده چې انسان وژنه او ځورونه د متمدنې نړۍ کار نه دی. د انسان په فردي، مذهبي ان په فرهنګي چارو کې لاس وهنه دې ته لار برابروي چې انسان په خپل هم شکله متمدن باندې شک وکړي.

د جهالت پېړۍ کې ډېر کرکټر په نویو نومونو یاد او راوړل شوي دي. ښایي د ډېر لوستونکو لپاره لومړی اوستا، اېنوله او بیا د مالت خلک چې وحشیان او ځنګلیان دي د خوښې کرکټر او ډله وي. اوستا هم د دوی له قوم او قبیلې دی. اېنوله بیا د بندون ټاپو کې، بندۍ ده. لوستې او څیرکه مېرمن ده. د بندون ټاپو ته تر راوړلو مخکې داسې دوا ورکړل شوې، چې اولاد نه شي زیږولی.

د اوستا تربرونه (د مالت خلک) په ځوانۍ کې نړۍ ته راغلي دي، تر پایه د خپل پیدایښت په راز نه پوهېږي، دا لاځوابه معما د اوستا په ذهن کې ازانګې کوي. همدا معما د دې لامل شي، چې اوستا لا وهڅوي او ډېر فکر وکړي.
د دوی نړۍ او د ژوندي پایېدو ځای ځنګل او بیا مالت چې ښایي غره ته نيږدې آباد شوی و. اور ورته مذهبي ارزښت لري، مګر بشپړ اورپرستان نه دي. تېز ذهن او قوي بدن لري، هډور نارینه او غوښنې ښخې لري.

اوستا څلوېښت کاله په هغه نړۍ ګرځي چې دی فکر لا نه کوي. له وحشته راووځي. د دې لامل هم یوه وحشیانه پېښه، چې د ده د تربره هریا په لاس د ده مېرمن(مېله) وژل او له هغه څخه تازه زیږېدلي ماشوم پاتې کېدل. دا پېښه د اوستا ژوند وربدلوي له مالته یې کرکه کېږي. ژوند ورته هېڅ مانا نه لري، البته کې لري هم خو دی نه پرې پوهېږي. ځکه دی یو وحشي او ځنګلي انسان دی چې د فکر کولو چل او هنر یې نه دي زده. لکه پر سر وهلی حیوان لر او بر کېږي. هو رښتیا دی یو ښه روزل شوی تور زمری هم لري. دا زمری یې هغه وخت تر لاسه کړ، چې د ساپېرۍ سره د واده کولو شرط یې وبایلو؛ مګر په بدل کې یې ښه پرېمانه مینه واخیسته او مینه یې زده کړه. د همدې زمري مور یې ووژله، له موره وړوکی پاتې زمری له دې وروسته د اوستا ملګری شو.

د قسمت چارې یې ښې خو له ناخوالو ډکې روانې دي. د هغې پښې وړاندې چې د ده د ژوند کولو لار بدلوي یو ځل خوب ويني. د بندون ټاپو چې یوازې ښځې پکې بندیانې وې، دی اوبو وروړو. تر دې وړاندې ده خوب ولید. هلته اینوله ورباندې پېښه شي، هغه د ده د نجات پرښته شي. هغه رڼایي شي ورته کومه چې ده تر سختې تیارې وروسته په خوب ولیده. هو رښتیا اوستا د خوب په مانا نه پوهېږي او نه یې هم کله خوب تعبیر کړی دی. مګر لیکوال لوستونکي ته یوه کلي په لاس ورکوي. دا کلي د هغه تلوسې قلفونه راته خلاصوي چې د اوستا د ګونګ او تیاره راتلونکي کې د رڼا څرکونه ووینو.

د بندون ټاپو ته بېله بېړیو ورتګ ناشونی دی. اوستا هم په مرګوني حالت کې اوبو وروړ. هلته له خپله وحشته راووځي، سره له دې چې دی په خپل وحشت کې خوښ و. دا یوه انساني قاعده ده، انسان چې څومره پوهېږي، په هماغه اندازه به ځورېږي. اوستا که په دې نه پوهېده، بیا یې هم د فکر کولو چل زده کړی و.

د بندون ټاپو کې د اوستا اوسېدل، لوستونکو ته دا هم ورزده کوي، چې نارینه له ښځې پرته هېڅ دی او برعکس یې هم. یوه بله نقطه هم شته هغه دا چې لوستې او هوښیاره ښځه له وحشي او ځنګلي انسان یو مهذب انسان جوړولای شي.

اوستا او اینوله پر بندون ټاپو تر برید ورسته غلام او مینځه شي. د دوی د غلامۍ دوره که څه هم ډېره اوږده نه وي، خو له زده کړو او پوهې ډکه وي. اوستا د خپل تېز ذهن چې تر نورو یې دی بېل کړی پر مټ ان د شهزاده ځانګړی طبیب شي. اوستا یوازې طبابت نه دی زده کړی، هغه په پوره مانا انساني ژوند زده کړي. په دې سره بیا نو (دجهالت پېړۍ) باندې د سینوهه مینه پرې ماتېږي. اوستا لکه سینوهه ځیرک ډاکټر شي. هغه خپلې چارې په ښه شان پر مخ بیایي.

نړۍ جګړې کوي، هغوی فکر کوي چې د ژوند کولو او پرمختګ یوازینۍ لاره جګړه ده. اوستا بیا له جګړې سره جوړ نه وي. هغه مطالعه کوي او فکر کول زده کوي. هغه ته د هرې ستونزې حل په خبرو کې ښکاري. د ژوند مخته وړلو وسیله فکر ورته ښکاري. هغه له څلور لسیزو مرورتوب ورسته خپل مالت ته راځي. مالتیانو ته کورنه جوړوي.

زده‌کړې ور کوي. له وژنو او ورانکارۍ یې لرې کوي. د ژوند کولو اسانه او ساده لارې ورته ښيي. ان تر دې چې د نومیدیا واکمنۍ جنګي شهزاده (چې څه وخت وړاندې یې اوستا د دربار ځانګری طبیب و) هم د طبیب اوستا له فکره او کړونو اغېزمن شي. له جنګ او ویرانۍ لاس واخلي. ساده مګر له معنویات ډک مالت کې له یوې خوارې او وږې ږلۍ سره واده وکړي. مګنا او د سلیوقي واکمنۍ شهزادګۍ (د واړې د شهزاده مېرمنې او په خپلو سیمو کې ملکې وي) پرېږدي.

انسان که هر څو وحشي او وژونکی شي، مګر که د فکر کولو ماضې لږ موقع هم په لاس ورشي؛ هغه یو ښه انسان کېدای شي. خپل ځان ته وخت ورکول، له ځان سره خبرې کول، انسان ته انسانیت ور زده کوي. دا لږ موقع تر بل هر چا یوه هوښیاره او لوستې ښځه ښه په لاس ورکولای شي.

خبره دا ده، چې د ښه انسان کېدو لپاره دا ضرور نه ده، چې څه د زړه غواړي هغه وکړې؛ بلکې څه چې د زړه غواړي په هغه فکر وکړې.

د جهالت پېړۍ کې د پخې لیکوالۍ ډېر ثبوتونه شته دي. ښاغلی کریم حیدري دې، رب ژوندی لري نوې خبرې یې کړې دي. د انسانانو هغه ډولونه یې را سپړلي دي چې موږ ورته فکر نه کولو یا مو که فکر کولو بیانولای مو نه شوای.

د جهالت پېړۍ په یو ځای کې راځي: “وحشت د ځناور خصلت دی د ترحم تمه ترې نه کېږي؛ خو د انسان وحشت بشر تباه کوي.” رښتیا هم د انسان وحشت، د ځناورو تر وحشت ناوړه دی. ځکه انسان خو انسان ښکاري، مګر له باطني وحشت یې موږ نه و خبر، تر څو چې خبرېږو هغه خپله سوبه کړې وي. ځناور خو له ورایه ښکاري، وېره او مخنیوی یې په اسانۍ کېږي.

که د جهالت پېړۍ ولولو، زموږ چې د عصري پېړیو اوسېدونکي یو، لا به هم زموږ ځینې کړنې د جهالت د وخت راته ښکاري او دي.

که داسې ووایو چې د جهالت پېړۍ د اوسنۍ نړۍ یوه سمبولیکه بڼه ده، ښایي تېروتنه به نه وي. مګر همدې سمیولیکې بڼې ډېری برخه به زموږ دا ګل ګل وطن راته ښکاره شي.

د جهالت پېړۍ د انسان د پیدایښت او پایښت یو بې نېټې تاریخ دی. هغه د ډبرو له دورې رانیولې تر نننۍ نړۍ پورې د انساني ژوند بهیر دی.

د جهالت پېړۍ په پښتو کې د سینوهه بدل که نه شي ډېر به ترې کم هم نه وي.

د اوستا زمانه د سینوهه تر هغې وروسته ده. کړنې یې سره ورته دي. که په یو وخت کې وای اوستا به د سینوهه تر ټولو تکړه او لایق شاګرد وی. سینوهه به ډېر ځله د تمساح لکۍ میخانې ته ورسره بېولی وای. د خپل طبابت تجربې به یې په خپله ورته ویلې وای، اګر چې اوس هم د سینوهه له تجربو څه ناڅه خبر و. لیوني فیلسوف به د پرمختګونو کیسې ورته کولې. د مصر د خلکو د مړو مومیایي کولو له دوده څه ناڅه خبر دی. سینوهه به مړي مومیایي کول او د مړو د ساتلو طریقه یې زده وه. اوستا هم په یو روغتون کې د مړو ځای پر ځای کولو لپاره ګمارل شوی و. د ځیرک او تېز ذهن پر مټ یې له هغې ځایه طبابت ته لاره جوړه کړه.

په سمندر کې د مینا او سینوهه ملګرتیا چې له بابل راتښتېدلي وي. د مینا د ژغورلو لپاره سینوهه ډېر څه له لاسه ورکړي. دې ته ورته هغه د بندون له ټاپو څخه د اوستا، اېنولې او لویې تښته هم شوې ده. سینوهه که مینا ژغورلې ده، اوستا بیا ځان او اېنوله دواړو د ژغورلو په پار تېښته کړې ده.

ډېر نیږدوالی سره لري، ما یوازې اشاره ورته وکړه. ښايي په دې موضوع یو ښه غني مونوګراف هم ولیکل شي.
د جهالت پېړۍ د سینوهه یاد تازه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب