یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان کنګل شوې بانکي زېرمې نيږدې ۵۰ ميليونه ډالره ګټلي

د افغانستان کنګل شوې بانکي زېرمې نيږدې ۵۰ ميليونه ډالره ګټلي

تاند:( جمعه، د دلوې يوويشتمه)‏ ‏‏‎د سویس بانک ته له امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د ليږدول شوې درې نیم میلیارده ډالره زېرمې له اړخه افغانستان شاوخوا پنځوس ميليونه ډالره ګټلي دي.

له دغې بانکي زېرمې څخه د څارنې د بورډ غړي ډاکټر انور الحق احدي دا خبره د ټویټر ټولنیزې رسنۍ په يوه تازه بحث کې کړې ده.

د نوموړي په وينا، يادې پيسې په امريکا کې د افغانستان د کنګل شوې ۷ ميليارده ډالرو نیمايي برخه جوړوي.

احدي زیاتوي، چې د افغانستان څه باندې دوه میلیارده ډالره نوره کنګل شوې بانکي زېرمه د يو شمېر اروپايي هېوادونو په بانکونو کې ده، چې دی یې په اړه ډېر معلومات نه لري.

ډاکټر احدي زياتوي، چې امريکا متحده ايالاتو درې نیم میلیارده ډالره نوره افغان بانکي زېرمه د دې لپاره ځان سره ايساره کړې ده، چې د سپټمبر د يوولسمي پېښې سره د افغانستان د حاکمو طالبانو د تړاو له امله د يادې پېښې قربانيانو په امريکا کې پر دغو پيسو دعوه اچولې او له طالبانو څخه په تاوان کې د افغانستان دغه پیسې غواړي.

د افغانستان د ماليې دا پخوانی وزير وايي، چې ياده موضوع د افغانستان له لوري په وکیل نیولو حلیږي، خو طالبانو دې مسئلې سره د سیاسي چلند له امله وکیل نه دی ورته نيولی.

ډاکټر احدي دا هم وويل، چې د سویس بانک ته د لېږدول شوې افغان بانکي زېرمې پر لېږد او نورو پړاوونو د دوی د نظارتي بورډ هیڅ لګښت نه دی شوی.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی مخکې د سويس بانک ته د یادو پيسو د لېږد مخالفت کړی و او ټينګار يې کاوه، چې يادې پيسې بايد افغانستان بانک ته په واک کې ورکړل شي.

ډاکټر احدي وايي، چې امریکایانو په دې اړه طالبانو ته شرط ایښی، چې بانکي او اقتصادي سکتور غير سياسي او تخنيکي خلکو ته وسپاري، خو طالبانو دغه غوښتنه نه ده منلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب