پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

د پنج شنبې ورځ د اسد يويشتمه

دا ورځي لکه غلبوزي سړی خوري. وخت هيڅ نه تېرېږي. ټول منتظر دي، چي څه کېږي. هغوی چي جنګېږي، هم په تمه دي، چي جنګ دريږي. او ټول فکر کوي، چي يو څوک سته او هر څه پر مخ بيايي. مګر په حقيقت کي هر څه پر خپل سر روان دي. هيڅوک، هيڅ چيري جدي نه دي مصروف.

جمهور رئيس سهار بيا له انګک بنګک او کللوله سنګکه سره، چي همېشه هر سهار په قطار کي ناست وي؛ ملاقاتونه لري، خو ترتيب ئې کله ناکله بدل سي.

نن لومړی د امنيت د شورا سلاکار، بيا د اداره امور رئيس، بيا د دفتر رئيس او بيا د رسنيو مسؤل وليدل. بيا ئې د پرون په تداوم د کابل د غرب ګروپ وليدی او له هغو ئې د مقاومت غوښتنه وکړه.

لسو بجو ته يو بد خبر راغلی، چي غزني سقوط سو او والي ئې د کابل خوا ته را روان دئ. په موټر کي ئې يادګاري عکس هم اخيستی وو. په څو ساعتو کي په وردګو کي پوليسو ونيوی او برحاله والي ئې بندي کړی. د هرات جګړه د هرات تر ارګ او لويي جامعې را ورسېدل. د جګړې د مشر ويډيوګاني خپرېدلې، چي په لويه سپينه ږيره چانټه وهلې، په منډه وو.

درې نيمي بجې په ارګ کي ځوانانو انډوخر اچولی وو. هغه خلک، چي ارګ حکومت او د غني ټوله اداره ئې په سرو جرابو او سرو نيکټايو بدنامه کړه. زر تنه ځوانان په عجبه عجبه سټايلو کي راټول کړي وه. ملت په وينو کي غرق وو. ځلميان نينه نينه کېدل. دوی په ارګ کي د ځوانانو د ورځي جشن نيولی وو. جمهور رئيس په دې پوه سوی وو، چي د جوان سازي پر ځای ئې اداره ماشوم سازه کړې ده.

جمهور رئيس په قهرجن انداز او ځړېدلي مغزي تالار ته ننوتی. په ځوانانو کي هغه پخوانی جوش هم نه سته. اصلاً د ځوانانو ځای په داسي حالاتو کي سنګر او د اولس ويښول دي. دوی ناست وه، خپله ورځ ئې لمانځل.

رئيس جمهور د معمول خلاف د ادارې د ځوانولو او د ځوانانو پر موضوع نه ږغيږي. احساساتي دئ. داسي ښکاري، چي دا خبري ور رسېدلي، چي ټول وايي، بايد استعفاء وکړي. ډېر په قهر او چغو ئې وويل، چي ملت ټاکلی ملت دي بل مشر وټاکي، چي زه ليري سم. چي دا خپله يو ناممکنه مسئله وه او ټول په دې پوهېدل.

د شپې نهه بجې جمهور رئيس په ډېر قهر د امريکا له خارجه او بهرنيو چارو له وزيرانو سره خبري کولې. هغو دواړو کوښښ کاوه، چي دی استعفاء ته قانع کړي. خو ده يوه خبره ټينګه کړې وه، چي ملت دي تصميم ونيسي. بالاخره دفاع وزير هم عصباني سو، ول: کوم ملت؟، چي تا ته ئې اووه لکه رايي هم در نه کړې؟ او دا مباحثه په جنجالي توګه قطع سوه.

د دغه مکالمې تر ټولو جالب اړخ دا دئ، چي بې له جمهور رئيسه بل هيڅوک نه حاضر دي او نه هم خبر دي. حتی تخنيکي کس هم نه سته او دا ډول پېښي اکثر هغه وخت کېږي، چي جمهور رئيس د بل چا نظر او خبره اصلاً نه غواړي؛ په هغه مورد واوري.

دا داسي ورځي او شپې دي، چي ټوله سرسامه دي. ټول يو له بله پوښتي، چي څه پېښېږي. مګر هيڅوک نه سته، چي جواب ووايي. ټوله شپه د کابل اسمان هليکوپترو نيولی او پر له پسې ځي او راځي. دا هغه امريکايي تازه نفسه عسکر را رسوي، چي د امريکا او د هغو د پلويانو د ايستلو له پاره راځي. هر څوک کوښښ کوي، چي په کوم ليست کي ځان واچوي او بهر ته وتښتي.

د جمعې ورځ د اسد دوويشتمه

بالاخره هغه څه پېښ سول، چي پاڼه ئې واړول. د کندهار له احمدشاهي ارګه د طالبانو وياند اعلان وکړی، چي کندهار او هرات هم په بشپړه توګه د دوی په واک کي دي.

کندهار د افغانستان کيلي بلل کېږي. هر وخت چي د تاريخ په اوږدو کي کندهار له هر چا سره وو؛ د سيمي ټوله واکمني ئې په لاس کي وه او هر ځل انقلاب له همدې ځايه راپيلېدی.

د کندهار او هرات سقوط په بشپړه توګه پاڼه واړول او خلک ټول لا زيات متوجه او څرک سول. په څو دقيقو له هراته ويډيوګاني خپرې سوې، چي د هرات والي، د امنيت رئيس، امنيه قومندان او د اولسي پاڅون عمومي قومندان، چي پخوا هم په تېر دور کي له طالبانو سره بندي وو او داخلي وزارت مرستيال او د ظفر قل اردو قومندان هم طالبانو ته تسليم سول.

د دغي ورځي تر مازديګره بادغيس او غور هم په بشپړه توګه تسليم سول او بې له جګړې زندانونه مات سول. دا تر ټولو جالبه خبره وه، چي طالبانو هيڅ کسان نه درلودل؛ سيمو ته په رسېدو ئې لومړی زندانونه خلاصول، چي نفر ئې زيات سي، تر څو د سيمو کنټرول ته ورسيږي.

غرمې ته طالبانو د اولسي پاڅون له مشهور جهادي قومندان سره ويډيو خپره کړل او وئې ويل، چي موږ عمومي عفوه (بخښنه) اعلان کړې ده. له چا سره غرض نه لرو.

تر دې وخته دوولس ولايته طالبانو لاس ته لوېدلي دي. په رسنيو کي دا خبر خپور دئ، چي اووه لس ولايته طالبان نيسي، بيا به اوربند اعلانيږي. مګر بايللې روحيه او بې له مقاومته هر څه ايله کول دا ښيي، چي نه؛ کار تر دې ډېر خراب دئ.

د جمهور رئيس په کاري پلان کي نن پر لس نيمي بجې د بېځايه سوي کسانو ليدو ته ورسي، مګر د وضعيت د خرابتيا په خاطر دا ليدنه ځنډول سوې ده.

پر دوه نيمي بجې د سلام خانې په الحاقيه کي خاصه امنيتي غونډه را غوښتل سوې ده. د سولي د عالي شوار رئيس نن د معمول خلاف تر ټولو هم مخکي راغلی او هم د جمهور رئيس راسته لاس ته ناست دئ. غونډه جمهور رئيس په احساساتي وينا شروع کړل. له لومړي مرستيال سره ئې څو د ناز غاړي او يو د بل توصيف وکړی او مجلس بيخي ناديده ونيول سو. بيا خبري اوږدې سوې. د دفاع وزير او لومړي مرستيال تر منځ له وخته رقابتونه موجود وه او دواړه د پنجشېر وه. يوه ځان پخوانی او مشر باله، مګر بل ځان د جمهور رئيس لومړی مرستيال او وزير دفاع ئې خپل مامور باله. مګر وزير دفاع ځان تر رئيس جمهور هم کښته نه باله، ځکه دا چوکۍ د معاملې پر اساس ورکول سوې او جمهور رئيس ئې هم د ليري کولو واک نه درلودی.

جمهور رئيس مداخله وکړل، موضوع ئې بلي خوا ته واړول. په دې وخت کي د امنيت رئيس خپل ګذارش وړاندي کوي او د کابل امنيت سخت تر ګواښ لاندي بولي. داخله نوی ټاکل سوی وزير، چي د جمهور رئيس د يوه سکرټر پلار دئ او د هغه په فرمايش وزير داخله سوی دئ؛ مداخله کوي، چي نه، کابل مشکل نه لري؛ کمربند سخت محکم دئ. د امنيت رئيس څنګ ته ناست د رسنيو مسؤل ته ليکي؛ وايي درواغ وايي.

په دې وخت کي د رسنيو مسؤل پشنهاد کوي، چي جمهور رئيس دي دغه احساساتي بيانيه ثبت او خپره کړي. ټول توافق کوي. وروسته د امنيت د شورا سلاکار وايي، چي د دې ناستي راپور دي نه خپريږي.

مګر څو دقيقې وروسته لومړی مرستيال له خپل ټويټرپاڼي د يادي غونډي ټول جزيات خپروي. تر دې وخته د افغانستان اداره د خدای په فضل چلېدلې ده. وزير دفاع له لومړي مرستيال سره په جنګ دئ. لومړی مرستيال له امنيت شورا سره، امنيت رئيس وزير داخله سره. د جنګ قوه خپل په منځ کي خبري او توافق نه لري. نو پلان او اراده او اداره به څه ولري.

شپږ بجې د پلان له مخي جمهور رئيس بالاحصار ته د يو پيغام د ثبتولو له پاره ځي، تر څو روحيه ايجاد کړي. پلان دا وي، چي وزير داخله، دفاع، رئيس امنيت، دواړه مرستيالان او ټول حاضر وي؛ مګر يواځي وزير دفاع حاضريږي، نور ټول ځان پټوي. دا پيغام هيڅ کله خپور نه سو.

د شپې پر دوې بجې اميرپوپ، چي ځان د شمال امپراطور بلی او خمار مارشال له لوی قطر زغروالو سره د حيرتان بندر پر پله ښکاره سوه او هر څه ئې ځای پر ځای پرېښول او د تاجکستان تر مرز واوښتل او بالاخره مزار هم سقوط سو. اوس يواځي ننګرهار پاته دئ، چي حساب پر کېږي. مګر هلته خاموشي ده، نه جګړه سته او نه هم کوم تحرک

شنبه د اسد درويشتمه

نن له سقوط څخه يوه ورځ مخکي ده. درې ورځي کېږي، چي هره ورځ د نوي سقوط خبري کېږي. د جمهور رئيس نن ورځ بيا هم د انګوړ و منګوړ او چيچي مچونګړ (د سولي وزير، د امنيت شورا سلاکار، د اداره امور رئيس، د رسنيو مسؤل او د دفتر رئيس) له ملاقاتونو شروع سوه.

تېره شپه جمهور رئيس يو ځل بيا د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره خبري کړي وې او وخت ئې غوښتی وو. مګر چندان لويه نتيجه ئې نه درلوده. پر لس نيمي بجې جمهور رئيس يو پيغام خپور کړی، مګر هيڅ کشش او انګېزه ئې نه درلوده. پرون چي کوم پيغام له تشدد او ولولو ډک ثبت سوی؛ هغه ناديده ونيول سو او نن په پيغام کي پر معقول سياسي تامل خبري وې. د جمهور رئيس دغه کښته او پورته موقف ټول حيران کړي وه. اول ئې له امريکا سره زور واهه. بيا ئې بنديان ټول ازاد کړل. بيا ئې جګړه اعلان کړه. بيا بيرته معقول تامل ته راغلی.

له غرمې وروسته تر ټولو مهمه ناسته وه. د افغانستان په اړه دا يو له مهمو اړخونو څخه دئ، چي همېشه تر رسمي حکومت پورته يا د رسمي حکومت په څنګ کي يو اولسي حکومتداري هم سته، چي په هر ډول حالاتو کي خامخا مخ را څرګندوي. که څه هم د ورستيو پنځو لسيزو بهرنيو مداخلو پر اساس دغه اولسي حکومت تضعيف او ناوړه کسانو ته رسېدلی، خو بيا هم سته او پر ځای دئ او خلک حيا ځني کوي.

په سپېدار ماڼۍ کي دغه غونډه روانه ده. د هيواد د ټولو برخو او قومونو اوسني مشران ناست دي. د سولي مشر پخواني اولسمشر ته وويل: طالبان له جمهور رئيس سره هيڅ ډول تامل او مذاکراتو ته نه دي حاضر او مطلق د ده په نه شتون کي مذاکرات کوي. کابل ته د نه ننوتلو تضمين او وعده ئې سپارلې او مذاکراتو په نتيجه کي مشترک حکومت ته راضي دي، خو دلته اوس يوه اړتيا ده، چي جمهور رئيس بايد په ليکلې بڼه واک مذاکراتي ټيم ته وسپاري، چي هغوی هر ډول فيصله وکړه؛ دی ئې بيا د ماتولو جرئت و نه لري.

پخواني جمهور رئيس وويل: دا کار ابداً نه کوي، خو بيا هم ټول به ورسو، غير مستقيم به ئې پوه کړو.

پخواني سلاکار ئې ورته وويل: ته مشرتوب واخله، زموږ درباندي آمين دئ. دا کار کنټرول کړه.

ټولو په يوه ږغ وويل، چي هو رئيس صاحب، دا بې تا نه کيږي.

پخواني جمهور رئيس خپله چپنه سمه کړل، ول: ابداً زه مشرتوب بيا پر غاړه نه اخلم. ستاسي سره ولاړ يم، د وطن په هره موضوع کي ولاړ يم. مګر واک ته هيڅ نور علاقمند نه يم. هغه بنيادونه، چي خپله مي ايښي؛ هغه نه نړوم. جمهوري ارزښتونه بايد تداوم وکړي، دا لاره بايد را و نه ګرځي، بايد مخ ته ولاړه سي.

د سولي مشر وويل: تاسي راځئ اول جمهور رئيس پوه کړو، چي د کابل د ويرانۍ مخه ونيسي او يوه بغل ته سي. له هغه وروسته په مذاکراتو کي دا نور مشکلات خپله حليږي.

نور بحث هم اوږد سو، مګر پخواني جمهور رئيس وويل، چي وخت مو دوه نيمي بجې اخيستی وو او درې بجې دي؛ درځي چي ورسو.

وروسته همدا خبره پخه سوه، چي دفعتاً به له هغه واک وغواړي. وروسته به نوري خبري په مذاکراتو کي حلېږي او له دې سره ټول د چهار چنار قصر په لور روانېږي.

هملته د سولي د چارو مسؤل او د سولي برخي مشاور او د رسنيو مسؤل مخکي موجود دي. د جمهور رئيس دواړه مرستيالان نه سته، ارګ لکه بايلل سوی سنګر خالي دئ. په دې ناسته کي پخواني جمهور رئيس، د سولي مشر، د مشرانو جرګې مشر، د اولسي جرګې مشر، د پخواني اولسمشر پخواني مرستيالان، د کابل د غرب د خلکو مشران، د مارشال خوبوړی زوی، وزير خارجه، د امنيت شورا سلاکار، د دفتر رئيس، د اداره امور رئيس او د سولي وزير حاضر دي.

ټول خاموش دي. مخونه ئې ځړېدلي دي، لکه ماته خوړلي سرتېري، لکه بايلونکي قماربازان. هيڅوک هيچا ته حتی د کتلو تاب نه لري. ټول پوه دي، چي هر څه ختم دي. دوی هيڅ کله نه سول راټول، مګر اوس ډېر ناوخته دئ. پخوانی اولسمشر، چي اوس ئې هم حيثيت هغسي ساتلی؛ په تور سر او چسپ بدن دې ارګ ته راغلی وو اوس رېږدېدلى بوډا دئ.که څه هم اوس شل کاله اوښتي دي، مګر د ده په حيثيت کي تغير نه دئ راغلی. ځان ئې هماغسي ساتلی دئ.

د اداره امور مشر ته ئې اشاره وکړه. هغه په منډه ورته راغلی. ده په کراره ورته وويل، چي رسنيز ټيم رخصت کړئ. دا مجلس بايد پټ پاته سي. تشريفاتي نه دئ، خپل منځي مشوره ده. هغه هم ټول ټيم بې له چون او چرا رخصت کړی. يواځي يو کامره مين د عکسونو د ثبت له پاره د ارشيف په خاطر پاته سو.

وروسته جمهور رئيس هم په بايللې روحيه او ځړېدلي مخ مجلس ته راغلی. قران شريف وويل سو. جمهور رئيس مايک چالان کړی، مګر د معمول خلاف هيڅ خبري نه لري. هغه عادي خبري، چي به ئې دېرش دقيقې وې؛ نن يوه دقيقه خبري نه لري. د سولي مشر ئې مخاطب کړ، ول: زه تاسي اورم.

هغه پخواني جمهور رئيس ته مخ کړی او خواهش ئې وکړی، چي تاسي مشر ياست، د ټولو پيغام وړاندي کړئ.

پخواني اولسمشر عاطفي خبري پيل کړې. اوله جمله ئې دا وه، چي په کابل کي وينو تويېدو ته سخت په تشويش کي يم. بيا په کنايه وايي: زما تشويش تر نورو زيات دئ، ځکه کورنۍ او ماشومان مي هم ټوله دلته دي. يو څو نوري خبري هم کوي. بيا جمهور رئيس مخاطبوي او وايي، چي د قربانۍ وخت راغلی دئ. بايد يو ښه تصميم ونيسو. په کابل کي بايد وينه توی نه سي. که څه هم چي په لفافه کي خبري وې، مګر ټول پوهېږي، چي هدف ئې دا دئ، چي جمهور رئيس بايد قرباني ورکړي او واک پرېږدي.

وروسته نورو هم عيني خبري وکړې او جمهور رئيس هم د دوی خبري تائيد کړې او د مقاومت او استقامت پر ځای ئې د جوړي لاره را واخيستل. په دې وخت کي د جمعيت خاص کس، چي د معارف وزير هم تېر سوی؛ د جمهور رئيس مرستيال هم غاړه تازه کړه او وئې ويل، چي دی او نور زيات شمېر سياسون سبا اسلام اباد ته دعوت سوي. له جمهور رئيسه ئې اجازه وغوښتل. جمهور رئيس وويل: پاکستان ته د تګ وخت نه دئ. ښه انعکاس به و نه لري.

وروسته جمهور رئيس ټولو ته وايي: هئيت مو وټاکئ، سبا به زه هئيت ته خپل واک وسپارم او ولاړ سئ په قطر کي فيصله وکړئ او کار يو طرفه کړئ. او وروسته بې له خدای پامانۍ له مجلسه ووتی.

د مجلسه وروسته په دهلېز کي د جمعيت د همغه معاون اواز جګ دئ، د رسنيو مسؤل ته وايي، چي جمهور رئيس ته ووايه، چي پاکستان ته د تګ له پاره د چا اجازې ته ضرورت نه لرم. د احترام په خاطر مي څه ورته و نه ويل.

يو څه ها خوا ته د چهار چنار قصر مخ ته د سولي مشر، د کابل د غرب د خلکو يو مشر، چي د جمهور رئيس مرستيال هم تېر سوی دئ. د بهرنيو چارو وزير، رئيس دفتر او يو بل کس ولاړ دي. د بهرنيو چارو وزير وويل: جمهور رئيس ته پيغام واضح ور نه کول سو، په لفافه کي وو.

د سولي مشر هم موافق دئ، وايي: جمهور رئيس يا پوه نه سو او يا ئې هم قصداً ځان واچاوه.

وروسته د سولي د مرستيال او مشاور څخه هيله کوي، چي جمهور رئيس څخه وخت واخلي، تر څو د سولي مشر او د بهرنيو چارو وزير هر څه واضح ورته ووايي. هغه ځي، خو وروسته بيرته راځي او معلوميږي، چي هغه د حرم سرای د قصر شا ته له انګک او بنګک (د امنيت شورا سلاکار او د اداره امور له رئيس) سره مصروف دي. خبره ډېره واضحه ده، هيڅوک د جمهور رئيس د کار له ادامې سره موافق نه دي. حتی خپل د بهرنيو چارو وزير ئې لا غواړي، چي دا کيسه ژر خلاصه سي.

له دې وروسته جمهور رئيس د امريکا له سفير د امريکايي قوتونو له قومندان، نوي لوی درستيز، د امنيت شورا سلاکار، اداره امور رئيس او رئيس دفتر سره غونډه کوي او دفعتاً د ارګ له پاڼي د مشترکو قوتونو په ملاتړ د سخت مقاومت اعلان کوي.

له دغه خبر وروسته بل خبر خپريږي، چي په هلمند کي جنګېدونکی جنرال د کابل د ټولو قوتونو قومندان ټاکل سوی او د کابل پولي سختي سوي او بهرنيو قوتونو قاطع ملاتړ ډاډ وړاندی کړی.

دا حالت سخت مسخره او رشخند دئ. له يوې خوا واک سپارل سوی، چي مذاکره وسي او خبره خلاصه سي. کابل له ټولو خواوو محاصره دئ او دوی اوس جګړه اعلان کړل. له همدې سره پر رسنيو د جمهور رئيس يو بل پيغام خپور سو، چي د خبرو او څهرې ئې ډېر فرق وو. جمهور رئيس د ډاډ او خير و خيرت اعلان کاوه، مګر مخ ئې بل څه ويل.

د جمهور رئيس له بيانيې څخه شل دقيقې وروسته د لوګر، پکتيا، پکتيکا او کنړ د سقوط ويډيوګاني هم نشر سولې. په کنړ کي خو حتی خلکو د اردو موټرونه په ډبرو ويشتل. او له ځينو رسنيو خبرونه خپاره سول، چي د کابل په چهار اسياب کي هم د طالبانو قوتونه ليدل سوي دي.

په دې وخت کي د امريکا جمهور رئيس اعلان وکړی، چي د امريکايي قوتونو او امريکايي اتباعو د ايستلو له پاره ئې تازه پنځه زره تنه افغانستان ته استولي. ډالر په ناڅاپي توګه پورته سو او خلک د بانکونو پر لور ور مات سول. کابل ته له ټولو سيمو بې ځايه سوي را شروع سول. په ټول کابل کي د پښې ايښودلو ځای نه وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...