جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهروسیې د پاکستان او د افغانستان ترمنځ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو ژوره اندېښنه...

روسیې د پاکستان او د افغانستان ترمنځ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو ژوره اندېښنه څرګنده کړه

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۱ مه) روسیه د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه سختې اندېښې څرګندې کړي او له دواړو لورو یې غوښتي چې اختلافات له دیپلوماتیکو لارو هوار کړي، څو په سیمه کې د بې‌ثباتۍ او جګړو مخه ونیول شي.

په پاکستان کې، د روسیې سفیر آلبرت خوریف، وویل چې مسکو د دې پېښو هره یوه له نژدې څاري او هیله لري چې وضعیت تر دې زیات بحراني نه شي.

خوریف په اسلام‌اباد کې د روسیې په سفارت کې یوې خبري ناستې ته وویل چې روسیه چمتو ده چې له دواړو اړخونو ــ اسلام‌اباد او کابل ــ سره د ترهګرۍ پر ضد ګډ کار لا پیاوړی کړي. هغه ټینګار وکړ چې ترهګري د افغانستان، پاکستان، روسیې او ټولې سیمې ګډ ګواښ دی، نو ځکه همغږي او ګډ اقدام ضروري دی.

د اکتوبر د خونړیو نښتو یادونه

د روسیې سفیر د اکتوبر خونړیو سرحدي نښتو ته هم اشاره وکړه؛ هغه نښتې چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ټولو جدي کړکېچ بلل شوی او پراخې سیمه‌ییزې اندېښنې یې راپورته کړې وې. ده وویل چې د داسې پېښو تکرار مخنیوی د ټولو ګاونډیانو په ګټه دی.

خوریف یو ځل بیا د مسکو د منځګړیتوب وړاندیز تکرار کړ او ویې ویل:
«روسیه د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې د جنوبي اسیا د ثبات لپاره ترسره کېږي.»

د کلیدي هېوادونو اندېښنې زیاتې شوي

د کارپوهانو په وینا، د پاکستان او طالبانو تر منځ د خبرو پرله پسې پاتې راتلل د روسیې، ایران، قطر او ترکیې په څېر مهمو سیمه‌ییزو لوبغاړو اندېښنې زیاتې کړي دي.

په داسې حال کې چې اسلام‌اباد او کابل هر یو په خپلو نه‌انعطاف منونکو دریځونو ټینګ ولاړ دي، دیپلوماتان خبرداری ورکوي چې د بیا ځلي شخړې امکان لا هم واقعي او جدي دی.

د افغان دیني عالمانو غوښتنه

د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو سلګونه دیني عالمان د چهارشنبې په ورځ «د دسمبر په لسمه» په کابل کې راټول شوي وو او د یو پریکړه لیک په صادرولو سره یې اعلان وکړ چې هیڅ افغان ته اجازه نشته چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د امر خلاف “له افغانستانه بهر په پوځي فعالیتونو کې برخه واخلي، او که څوک سرغړونه وکړي، نو د هغه تګ جایز نه دی.”

که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې غونډې او پریکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو په هغه متن چې د ځینو کورنیو رسنیو او طالبانو ته نږدې یو شمیر رسنیزو فعالینو لخوا خپور شوی، په کې راغلي، هر هغه څوک چې د بل حکومت پر وړاندې د اقدام لپاره د افغانستان خاوره وکاروي هغه به “سرغړونکی” وګڼل شي او د طالبانو حکومت حق لري چې پر وړاندې یې”لازمي اقدامات” وکړي.

خو په دې پریکړه لیک دا ټینګار هم شوی که څوک د افغانستان حریم نقضوي، نو دفاع یې “مقدس جهاد” ګڼل کېږي او پر افغانستان د برید او بې احترامۍ په صورت کې “ټول افغانان” مکلف دي چې ترې په کلکه دفاع وکړي.

په پاکستان کې د بریدونو زیاتوالی

په وروستیو میاشتو کې، د پاکستان او د افغانستان د طالبانو تر منځ د اړیکو له خرابېدو وروسته، په پاکستان کې بریدونه ډېر شوي دي.

تېره سې‌شنبه د پاکستان په شمال لوېدیځه سیمه کې په یوه برید کې شپږ پاکستاني سرتېري ووژل شول.

د «رویټرز» د راپور له مخې، دا سرتېري د خیبر پښتونخوا په ناارامه صوبه کې د «خرم» ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته د وسله‌والو د برید په ترڅ کې ووژل شول.

د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې د ډیورند پورې خوا ته بریدونه له دوی سره هیڅ ارتباط نه لري. پاکستان باید د خپلو ستونزو چاره باید په خپله وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...