د شمال امپراطور
د شمال امپراطور د مزار پخوانی والي وو. ډېرو هغه د شمال آمر پوپ(د باټو او لاپو آمر) باله. هغه له ولايت سره يو ناڅاپه ميليارډر سو او په شمال کي کېدونکي هر څه يا ده کول، يا د ده پر لاس کېدل او يا د ده په کښي لاس وو. حتی ويل کېدل، چي دی په شمال کي خپل طالبان لري او خلک په وژني.
د خلکو د مځکو غصب، د تجارانو څخه ججه اخيستل او سياسي مافيا ئې کاروباري وو. اوس به ډېر وخت د کابل په کارته پروان کي په خپل مېلمستون کي کښېنستئ او له دې ځايه ئې سياست کاوه. په شمال کي تر ډېره ځايه طالبان د ده له برکته پيدا سول، ځکه له ناقلينو ئې مځکي غصب کړې او هغوی کرار کرار ټول طالبان سول.
د ده په مخ کي ډېر تشويش نه معلومېدی. تازه ئې د سولي شورا د رئيس سره ورانه سوې وه او د جمهور رئيس سره ئې لاس يو کړی وو. هغه له هر لوري سره خپل لين درلودی. نن ئې په دفتر کي د پوهنتون استادان او د رسنيو فعالين مېلمانه ول.
د ده ټيپ او ټاپ هيڅ سياستمدار ته نه پاته کېدی. په خپل کور کي ئې له مېلمنو عزت غوښتی. داسي حرکتونه به ئې کول، چي د تکبر انتها به وه. مېلمانه به پښېمانه وه چي ولي راتلل.
د پوهنتون استاد ته ئې وويل: زه مشکل نه لرم، ما ته ټول اړ دي. خارجيان هره ورځ دلته راته راځي. دا د رئيس جمهور تړون دئ. يو سلو څلوېښت ميله ثقيله او خفيفه سلا د مياشتي يوولس ميليونه افغانۍ، دېرش سفارته، درې وزارته او د سولي د عالي شورا غړيتوب ما ته او د سولي د مذاکراتي ټيم غړيتوب ئې زما زوی ته راکړی دئ. زه نور څه ځني غواړم.
طالبانو حال را استولی دئ، چي موږ مشکل نه درسره لرو. ته پر دوی فشار واچوه، چي برخه دي زياته سي. واک چي نيم طالبانو ته ورکړي، په پاته نيم کي به لس هزاره ګان واخلي، لس ازبک. په دېرش فيصده خو پنځلس بيخي اخيستلای سم. دا رئيس جمهور ليونی سړی دئ. لس به ئې لومړي معاون ته ورکړي وي، پنځه و دوهم معاون ته. ځان ته به هيڅ نه لري.
هغه بله ورځ مشران راغلي ول، کيسه ئې کول؛ وايي: له رئيس جمهور څخه مو پوښتنه وکړل، چي پر دې اوږدو تسپو څه شي وايې؟ ول ده ويل: آيت الکرسي. وايي موږ چي راووتو، سره ويل مو، چي ټوله آيت الکرسي خو نه ويل کيږي، يواځي کرسي کرسي (چوکۍ) به حتماً وايي.
په دې وخت کي يو ژورناليست ورته وويل، چي له ولايتونو څخه دا ځواکونه راټوليږي، دا به سيمي مخالفينو ته په لاس ور نه کړي؟
ده وخندل، ويل: خبره داسي ده، چي دا لوبه خو له ټولو خواوو خارجيان کوي. چي دوی وغواړي، سبا ته به کابل هم نه وي. په نورو ولايتونو خبر نه لرم، خو تر کوتل ها خوا ته زما بې اجازې غوماشه (مياشه – پشه) پر هم نه سي وهلای. ټول سيسټم مي بې له اردو او قواوو په خپل لاس کي دئ. که شاتګونه کېږي، که پرمختګونه؛ هر څه زما په کنټرول کي دي. نر نه په حکومت کي وينم، نه په مخالفينو کي؛ چي د شمال په اړه دي څه تصميم ونيسي.
يوه بل استاد وپوښتل، چي داسي اوازې دي، چي شمال ناامنه کوي او مرکزي اسيا ته له دې ځايه دا نوي تور بيرغي لېږدوي. په دې حالت کي به تاسي څه کوی؟
دی به کله کله په مجلس کي ګرم راغلی، بيا به ئې هر څه ويل.
د دې پوښتني په جواب کي ئې وويل: دا يويشتم قرن دئ، هر څه پر ګټو څرخي. که دا پلان د نړۍوالو وي، بيا ئې نو موږ مخ نه سو نيولای. او دا چي هدف ئې موږ نه يو، بلکي نور ځايونه دي، زموږ څه ورسره مشکل دئ. خپل کار به کوي، موږ خپل کار کوو.
په دې وخت کي ئې د استاد په لاس زاړه ساعت ته پام سو، ول: دا ساعت دي اتلس سوه اوڅلوېښت روليکس دئ؟ زما په کليکسون کي د دې ډول ډېر زيات نور هم سته.
بحث بل مخ ته واوښتی. خپله نوې انګوشترۍ، چي تازه ئې جوړه کړې وه او شپږ دېرش زره ډالره قيمت ئې درلودی او ساعت ئې، چي پنځه ميليونه ارزښت ئې درلودی؛ ول: د دې نوم پټک پليپ دئ. وروسته ئې د خپلو انګوشتريو او ساعتونو کليکسون راوړی، چي تر دېرش زره ډالره کښته ساعت او تر پنځه زره کښته انګوشترۍ نه وه په کښې. او د لستوڼو کلپکونه ئې له زر څخه شروع کېدل، تر لسو زرو پوري هم په کښې وه.
د پوهنتون يو مشر استاد، چي د دوی خاص مېلمه هم وو؛ دا مجلس نور و نه سوای زغملای، وئې ويل، چي دا وضعيت زه سخت اندېښمن کړی يم، تاسي فکر نه کوی، چي هر څه له لاسه وتونکي دي. ټوله خواوي پاشل سوي دي. طالبان په يوه خط کي ولاړ دي او موږ ټول يو بل راچپه کوو. جميعت تر اوسه مشر نه لري. په شمال کي هيڅ اتحاد نه دئ موجود. دا حالت به موږ غرق کړي. زموږ پخواني سرتېري او جنګيالي ټول په عياشيو او لوکس موټرونو اموخته دي. دا هر څه له لاسه وځي.
اول ځل وو، چي دی ډېر جدي له نازدانګۍ سره په قهر هم سو. ساعتونه او شيان ئې له مخه پوري وهل او زوی ته ئې وويل: دا يوسه، ايسته ئې کړه.
بيا ئې په ډېره جدي توګه وويل: د جميعت مشر زه يم. تاسي وواياست، څوک مي مخالفت کولای سي. دا هلکی خو زه په سړو کي نه شمارم. پلار ئې زما رهبر وو، مګر زوی ئې خپلي خبري نه دي زده. د شمال تشويش مه کوئ، ټول مي دا د مخ په جېب کي پروت دئ. هغه يو شرابي دئ، هغه ګلمجيم والا هغه ټوله ورځ نشه وي. زما هره خبره مني. مخکي مي در خلاصه کړل، چي تر کوتل کښته غوماشه (مياشه) پر نه سي راڅخه وهلی.
استاد وويل: نو افغانستان خو يواځي شمال نه دئ.
ده په قهر وويل: زما له نور افغانستان سره غرض نه سته. شمال زما دئ، زه ئې د هر څه مسول يم.
دا مذاکراتو په ټيم کي مي زوی همدې ته کښېنوی، چي خپله هر څه مستقيم کنټرول کړم او په سولي عالي شورا کي هيڅوک هيڅ شی نه سي راڅخه تېرولای. خپله ورته ناست يم. پر ما خو باور لری، دا نونس کاله مي هر څه په زور نه دي درته اخيستي. مګر دا ځل له دښمن سره مخ يو، نه له مخالف سره.
دښمني او مخالفت نور نه سته. امريکا دا ځل هر څه کنټرولوي او ما ته ئې تضمين راکړی دئ، چي هر څه به په سمه توګه مخ ته ځي. زه او د ګلم جم والا سبا په شمال کي ناسته لرو او له هغه ځايه به هر څه کنټرولوو. د حکومت کيسه نوره خلاصه ده. لنډمهاله حکومت به اتلس مياشتي راځي. اساسي قانون تعديلوو او پارلماني نظام جوړوو. بيا تاسي وګورئ، چي زه په شمال کي څه ګلګلزار درته جوړوم.
يوه ځوانکي ژورناليست له ځان سره، چي نورو وا نه ورېدل، وويل: هو، لکه په نونس کاله کي چي شمال ستا په لاس کي نه وو او ميليارډونه ستا سره نه وه.
د مجلس رنګ خړ سو. ده په زوره ږغ کړه: هغه لوده ويښ کړئ. د شپې تر سهاره ويښ وي، تر اوسه بيده دئ. ورته وواياست، چي ته د مذاکراتي ټيم غړی يې. دلته راسه، اول له دې خلکو خبري زده کړه. تر څو به مو زه مخ مخ ته کوم.
طوفان موړونه خوړل، را روان وو او ټول ئې په خپلو ځانو او خپلو ونډو بوخت وه. هيچا هم د يوځای درېدو او له طوفان سره د مخامخ کېدو پلان نه درلودی. حکومت د حکومت له دننه شوړول کېدی. هر چا خپلو ټاکلو ته ويل: ګذاره وکړئ، حکومت چپه کېږي. هر چا له خپله اړخه د غورځېدونکي چت ستون نړوی او ټول خوشحاله ول، چي غټه ونډه به اخلي. هيچا نه درکول، چي دوی يو څوک دئ. د همدې چت له برکته دي، چي چت نه وي، ټوله نه سته.