دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ډارن ګیدړ (لنډه کیسه) اکبر کرګر

ډارن ګیدړ (لنډه کیسه) اکبر کرګر

كيسه : 

ډارن گيدړ

 اوس  چې يې زه وينم اوزما سترگې پرې له ورا ولگيږي نو  سم دواره دوه خپلي اودوه پردۍ كړې  او دگاونډي دكور له لاري  په منډه تښتي  . په كور كي څو وارې دا شكايتونه زما تر غوږو شول  چې انگړ ته گيدړان را ځي  اودلته مرداري كوي ، ما ته دا خبره نا سلا بريښيده . 

يوه ورځي مې لور راته په تونده لهجه وويل: تاسې يوازې دجوبايدن  او پوتين خبرونه اورې  او  دگيدړانو په كيسه كې نه ياست . 

خو ما ترې ځان په همدې خلاص كړ  چې خير دى تاسو خپله غصه ر اكمه كړۍ ،  ماته دا زورور بريښي او  گيدړ خو يو ځناور دى . نو هغه ته فكر نه كوم . 

خو هغې بيا راته وويل : گيدړان په انگړ كې مردارى كوي ، دهغي چاره په كار ده  

ما ورته وويل : خير دې زه هم د دې مرداريو په باب فكرونه كوم ځكه خو خبرونه اورم . 

خو نن سهار  چې زه له خوبه را پاڅيدم  اوانگړ ته مخامخ شوم ، زما تصورات دگيدړانو په باب بيخې بدل شول . ما تر مخه داسې فكر نه كاوه،ځكه ،  ماته گيدړ ډير هوښيار ځناور بريښيده . ان له ماشومتوب مې له زړې بوډۍ ادې نه داسې ډيرې كيسې اوريدلې وې . اوس هم دگيدړ اونورو ځناورو اړوند  زما تصورات دماشومتوب سره تړا ولري. 

يو مهال  چې ماشوم ووم اوويده كيدو ته به نږدې شوم ، نو ارو مرو به دكور يو مشر اويا بوډېۍ انا را ته كيسه كوله  كيسې ډېرې وې ، خو ماته دگيدړانو كيسه ډيره په زړه پوري  وه  دا ځكه  چې يو نيم وخت به كورته نږدي په ولاړو فصلونوكي گيدړ يا گيدړان كورته را نږدي شو ل. په چرگانو به يې  حمله وكړه اوبيا به تر هغو  چې څوك خبريدل دكور مخامخ غره په تړه كي  روان و . خو زما اوس هم هغه كيسې  په ذهن كې دي  اوچې كله دگيدړ نوم واورم هماغه شيبه مې ذهن ته لار را وكړي . 

***

نه و ،نه و ، يوگيدړ و ، هغه به هره وخت  خاصتا دكال په هغه موسم كې  چې جوار اويا غنم به را لوي شول نو گيدړ به هم پيدا شو، دغره له سره به يې دكلي ماحول څاره ،  چې كوم اوچيرته دكلي چرگان گرځي ، كله خو به يې په ډير تور سهار  چې لا خلك به سهار لمانځه ته هم نه وو پاڅيدلي هغه به په جوارو اويا فصلونو كې پټ ،پټ كلي ته رانږدي شو، د پټيو له منځه به يې څارنه كوله ،  چې چرگان چيري دي ؟ 

خو كله  چې به يې يو چرگ اويا چرگوړې وليده ،نو يوه تيزه حمله به يې كوله . په خوله كې به يې نيوه او بيا به تښتيده  دتيښتې سره به دسترگو په رپ كي دغره په تړه كې روان وو . ما به وپوښتله : 

-نو گيدړ څه رنگ لري ؟ 

گيدړان ډول ډول وي . خو دسره رنگ گيدړ ډير خطرناك وي . هغه په چا اثره نه كوي . لږ څه تيز وي . اوږده لكۍ لري . 

 -ايا اوازونه هم باسي ؟ 

-هو دجوارو په فصل كې  هغه كله چې گرمي را زياته شي ، نو دغره سر ته راشي او يا ماښام مازديگر مهال ، بيا چيغي وهي او ټول كلي په سر اخلي . 

هغي به دكيسي په منځ منځ كې ويل : گيدړان ډير هوښيار ځناوران دي . هغوي چيغي هم وهي  په منډه كې ډير تيز دي.“

په دې ډول  كله  چې به دخوب په مهال دگيدړ كيسه پيل شوه ، زه به ويرى اوډارو واخيستم . كله نا كله خو ماښام اويا ناوخته مازديگر دغونډيو له سره دگيدړانو اوازونه را تلل . لويان به ورته بي پروا وو .خو موږ ماشومان  چې په لوبو به اخته وو ترې وبه ډاريدو ، په هغو اوازونو كې به يو نيم اواز ډېر زوړ اوپخ پخې وو . زما دكاكا زوى به ويلي  چې دا زوړ اواز دبگوي دي ، بگوه دگيدړانو مور ده  او گيدړانو ته ټول چالونه اونيرنگونه همدا بگوه ورښايي . دا ځكه  چې  هغه ډيره تجربه لري ، هغه دخلكو دمالونو په تښتولو او لوټمار اودچرگانو په نيولو كې سخته مكاره وي  نو بيا دې نورو گيدړانو ته چالونه ورښې . 

زه له كليوال ماحول او دهغه  دهمدې ډاروونكو كيسو په اوريدو كي ښار ته راغلم . په ښار كې دگيدړانو اوازونه نه وو . اونه خو په دې باب خبري كيدې . يوه ورځ  چې په بازار كي له خپل يو دوست سره په لار روان وو م گورم چې په يوه پلورنځي كې دحيواناتو اوځناورو پوستكي ايښي دي . لكه دپړانگ ، د زمري ، دگيدړ او  نور وځناورو . ماترې پوښتنه وكړه دادڅه له پاره ؟ 

هغه وويل : دا ددې له پاره  چې  خلك يې را نيسي اوپه سړو سيمو كې يې ديخنۍ څخه دمخنيوي په خاطر اغوندي . په همدي  دوكان يا پلورنځي كي دگيدړ مكيتونه اوپوټكي هم ځوړند وو .دهر نابلد كس  به زړه كيده  چې وايي اخلي   اود يو انتيك شي په توگه يې په خپل ميلمستون كي كيږدي . خو ماته يې په ليدو سره تېري زړي خاطري او دكلي كيسي را يادي او په ذهن كې ژوندې كړې .

زما خوښ نه شول بدې مي را غلل . له ځانه سره مې وويل :دې گيدړانو خو زموږ دكلي دټولو چرگانو بيخ وبنياد ويستي دي په پوټكي يې څه تندر اچوم . 

يوه ورځ ديوه ملگري په كور كي بنډار ښه گرم وو ،  چې له سياسي بحث نه ياران ستړي شول نو په ځناورو اوحيواناتويې  پيل وكړ . زما يار عظيم جان  چې خداې دې لري  دحيواناتوسخت ليوال دي  دخرص يې زيات توصيف كاوه . ويل يېخي چاته زيان نه رسوي ، اوبله دا چې غوښه يې هم دخوراك ده . بل وويل دخرص غوښه خو كافران خوري . 

رشيد خان يې ځواب وركړ ويل يې : داسمه ده  چي  خرص  خلك په كورونو كې ساتي خو ډير چټل ځناور هم دي   بد بوي لري . 

عظيم په ټوكه وويل : لكه  چې گيدړ له ځانه سره عطر  اوكلونيا گرځوي  كه څنگه ؟ خبره په دې كې نه ده. . خبره داده چې گيدړ ډير مردار ځناور دې . مرادر لا څه  چې مكار اوحيله گر دي ، دسترگو په رپ كې دي دكوټې له منځه دسترخوان تښتوي  . دهغه په اوږده لكۍ دې لانت شي .  

د دواړو يارانو بحث همداسې اوږود شو . رشيد وويل : گوره زه به درته يوه كيسه وكړم ، ابل كال يو خرص زموږ انگړ ته را ننوتې و . دكور ټول لوي اوواړه پرې را ټول شول ،په ډبرو يې وويشت سره له د  چې كوم زيان يې كورته نه وو رسولي خو په ډيره كرارۍ او  سړه سينه له كوره ووت .دوتلو په مهال يې مخ را واړاوه . داسې افاده يې  په خپل شونډك وښوده  چې زه   خو گويا ووتلم خو تاسو به …..؟ 

عظيم بيا وويل : ياره نو گيدړ خو  ډېر هوښيار او چالاك ځناور دې . نور كور ته زيان نه رسوي ، يوازې دچرگانو غل دى ،نور زيان يې محسوس نه دى . 

رشيد وويل : يوازې دچرگانو غل نه  چې يو وار يې زور ورسيده  بيا به يې وگوري، هغه نه يوازې دچرگانو غل بلكې وبا ،ناروغي ،نشه  اوبې هوشې هم دسړې كورته ننباسي . 

***

 خو نن سهار  چې له خوبه را پاڅيدم ،او انگړ ته ورنزدي شوم . گيدړ تيزه منډه واخيسته دوه يې خپلي اودوه يې نوري پور كړې وې . په منډه وو . اوږده لكۍ يې په ځان پسى را كاږله . په همدې ترڅ كي مې لور راغله ويل وگوره ټول انگړ دگيدړ له لاسه  دمرداريو ډك كړي دى . څومره بد بوې يې جوړ كړي دي .په پاكو اوپاكو شويو ځايونو يې غول كړي دي .  څو وار مې ووېلي چي يو قوي تلك ورته كيږده  چې  نور رانه شي او يا تلك كې ونښلي خو تاسو ونه منله . هغه كه مكار دى ، او ډېر ډارن دى ،دمرداريو او بويونو  كان هم دى .

هغي په قهر اوشدت زياته كړه .  او ډار يې لا څه كوي هغه يې خپل كار دي. خو دا چې په كور كې يې راته مردارۍ او چټلي پري ايښي ده دا به څنگه پاكوو؟ ، ما ويل رښتا خبره ده . همداسې مرداريو ته زه هم فكر واخيستم  چې دا به اوس څنگه پاكوو ؟ اوڅرنگه كور اوانگړ دگيدړ له بويونو  پاكوو ؟ 

كرگر 

٢٤ جون ٢٣ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب