جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهپه کیسه کې پټپټونی| اجمل پسرلی

په کیسه کې پټپټونی| اجمل پسرلی

زه چې نوی ځوان شوی وم پولیسي ناولونه مې ډير خوښیدل. دې کیسو دومره خوند راکاوه چې د کتاب له لوسته پاتې پاڼې به مې غلې کتلې چې کمیدې به، خپه کولم یې.

 له کیسو سره لږ ډيرې اشنایي، د ښو کیسو لوستو او په دې ډګر کې خپلې تجربې دا رازده کړل چې ښې کیسې هغه نه دي چې پیاوړې تلوسه لري، ښې کیسې هغه دي چې تر ډيره پر زړونو کښیني او کلونه کلونه یې دوړه د زړونو پر پردو ناسته وي.

د غم په نوم د انتون چخوف( ۱۸۶۰-۱۹۰۴) کیسه مې ګومان کوم پنځه ویشت کاله مخکې لوستې وه دغه اوس هم چې دا کرښې لیکم او خبره تر ښې کیسې یاده شوې د غم کیسه مې پر ذهن وزرې غوړولې دي. کیسه دا ډول ده چې ماښام نژدی دی. د واورې دانې د سړک د غاړې څراغونو ته ښکارې چې راښکته کیږي او د ګاډیوان پر اوږې کښیني.  ګاډیوان له خپل اس سره غلی دی. دی تر غرمې وروسته له کوره راوتلی لا یې سورلۍ نه ده موندلی. خو تیاره خوره شوې ده. ناڅاپه یو پرې غږ کړي چې ویده یې ځه کنه.

دی قیزه کشوي. د واورې دانې د ده له اوږې او ملا ښوییږي. سورلۍ خبرې کوي دی تر ژبې لاندې څه وایي. سورلۍ ورته وایي څه دې ویل.  دی ځواب ورکوي:

« زوی مې دا اونۍ مړ شو»

« ولې مړ شو»

« خدای خبر چې ولې خو تبه یې شوه درې ورځې ناروغ و»

سورلۍ ورته وایي:

« ژر ژر ځه که داسې روان یې تر سبا هم ما نه شې رسولی»

ګاډیوان څو ځله مخ وراړوي چې خبرې ورسره وکړي خو سورلۍ سترګې پټې نیولې دي لکه چې د ده د خبرو د اوریدو حوصله نه لري.

دا سړی چې خپل ځای ته رسوي. ګاډیوان له یوې مسافرخانې سره دریږي. واوره یې بیا پر ولیو او د اس پر ملا کښیني. درې ځوانان د ده خواته راځي، ورته وایي چې نیم روبل تر پلاني ځای پورې درکوم.

دی له ځان سره وایي چې نیم روبل ډیر کم دی خو دی د چانې وهلو حوصله نه لري د اس قیزه راکاږي.

په دې کیسه کې دا ځوانان خاندې، ملنډې وهي….یوه شیبه چې غلي کیږي، ګاډیوان مخ وراړوي ورته وایي:

« دا اونۍ مې ځوان زوی مړ شو»

یوه سورلۍ اوف کوي خو وایي:

« موږ ټول مړه کیږو بګۍ ځغلوه»

بل ورته وایي:

« ښځه لرې؟»

دی ورته وایي:

« ښځه مې خاورو ته سپارلی، ځوان زوی مې مړ شو زه لا ژوندی ګرځم د دې پرځای چې اجل په ماپسې راشي په ده پسې ورغی»

ګاډیوان شاته مخ اړوي چې دوی ته د زوی کیسه تیره کړي. یوه سورلی وایي:« شکر چې ورسیدو»

ګاډیوان بیا یو بل ځای ځي هلته هم د ده د زوی کیسه خلک سمه نه اوري نو له اس سره کورته ګرځي هغه پر اخور تړي او د زوی د مرګ کیسه خپل اس ته تیروي.

د چخوف دا کیسه چې دلته مې په منډو منډو لاهم د پيړۍ یوه ربع مخکې زمان نه دومره په یاد ده د نړۍ د ادبیاتو شهکار ده، خو په دې کې هغه د پټپټونې په څير تلوسه نه شته چې ګڼ افغان لوستونکي یې له خپل کیسه لیکواله غواړي.

که زموږ ځينو لیکوالو دا کیسه لیکلی نو هڅه به یې دا وه چې په مصنوعي ډول تلوسه پکې وکري د دغې تلوسې لپاره یوه وسیله د احساساتو پارول دي مثلا د بګیوان سترګې به یې غمجنې انځورولې، زوی به یې بیا بیا په ذهن کې ورګرځیده، دا زړه سوی به مو هم پرې کاوه چې د ساړه ژمي په ماښام کې چې ټوله ورځ یې سورلۍ نه ده موندلې له یخه پوړیده او ممکن په پيل کې به مو د سړي د زوی مړینه پټه ساتله.

زموږ حتی یو شمیر مطرح کیسه لیکوال د کیسې په پيل کې هڅه کوي چې لوستونکی تیرباسي او څه ترې پټ کړي، خو هنري کیسه په تلوسه کې توازن او تدرج ته اړتیا لري.

کیسه د ولاړو اوبو په څیر نه وي. تلوسه روانه وي، که تلوسه د باران له اوبو پیل شي، بیا په خوړ کې ویاله وبهیږي او ویاله په سیل بدله شي د منلو وړ کیږي خو که سیل په ویاله بدلیږي تلوسه کمیږي. د همدې لپاره په کیسو کې د تیزې تلوسې ساتنه ګرانه ده.

که چا شطرنج زده وي او په پیل کې د رخ د مخې پیاده مخته کړي نو ښایي لوبه ونه ګټي. ځکه چې د مهمو دانو مخه به یې ژر خلاصه نه شي، همداراز په همدې لوبه کې که څوک د پاچا او وزیر د مخې پلي او بیا د شاوخوا پیاده په جرات وړاندې کړي، ښایي د مهمو ګاټو مخه یې خلاصه شي او بیا تر اخره ونه توانیږي چې خپله لوبه په همهغه سرعت چې پیل کړې یې ده تعقیب کړي.

 لنډه کیسه د شطرنج لوبې ته ورته ده پیل یې مهم دی چې نه به ډیر تیز وي چې تر اخره یې بیا تیز نه شې ساتلی او نه به هم داسې وي چې ډير سست وي. که څوک تیزه لوبه کوي او تر پایه یې ساتي هغه بیا بیله خبره ده خو د تیزې لوبې د ناکامۍ چانس ډیر دی او تیزه تلوسه تر ډيٍره په هغو کیسو کې ځاییدای شي چې تحلیلي نه دي.

کیسې د دې لپاره لولو چې خوند ترې واخلو او بل علت یې دا دی چې د کیسې له لوستلو سره زموږ درک او پوهه زیاتیږي. خو دغه دوه کماله هره کیسه نه لري.

تفریحي کیسې مو ساعت تیروي او تحلیلي کیسې مو پوه او درک ډیروي. په تفریحي کیسو کې د تحلیلي په پرتله تلوسه ډیره مهمه ده ترڅو یې لوستونکی ولولي. په ځینو تحلیلي کیسو کې هم د تفریحي کیسو په څير تلوسه ګړندۍ وي، خو په دې کیسو کې چې کله پیښې ډيرې ګړندۍ کیږي کیسه لیکوال هڅه کوي چې صحنې بدلې کړي، په دې ډول د تلوسې سرعت راکم کړي او هنري توازن رعایت کړي.

تلوسه یو ډول د خوښۍ احساس دی چې له ویرې، اندیښې او اضطراب سره مل وي. کله ناکله لیکوال د تلوسې په پنځولو کې بنسټ پاله شي. کلونه وړاندې چې د افغانستان ځیني تلویزیوني چاینلونه نوي په پراګ کې د سټیلایټ له لارې لیدل کیدل نو یو هندي سریال یې ایښوده. په پيل کې دې ته خوښ وم چې وطني تلویزیون ګورم نو دې سریال ته کله ناکله کښیناستم. د سریال مکالمه کمزورې ژباړل شوې وه، د عادي خبرو پرځای به یې ژورنالستیک او نوي جوړ شوي کلمات پکې کارول خو بیا مې هم په دې سترګه ورته کتل چې دا یوه ښه پٍيلامه ده. د سریال له څو برخو لیدو وروسته مې زړه ورته په تنګ شو، ژبې او ژباړې ته یې نه، ډرامې ته یې. هرځل چې به ځپل شوی کرکټر توانیده چې ځان له بد کرکټره خلاص کړي بیرته به داسې څه وشول چې دا کمزوری به ګیر پاتې شو. دا هڅه بیا بیا تکراریدله نو دې مصنوعي تلوسې ته مې زړه تنګیده، بیا مې دا سریال نه لید او چې کله به یې بلې کوټې ته هم غږ راغی په غوږو به بد لګیده، هڅه به مې کوله چې د دې کرکټر غږ وانه ورم.

دغسې افراطي تلوسه ښایي د ګڼو لیدونکو یا د داستان د لوستونکي زړه وخوري. لکه څرنګه چې د کیسو د تلوسې په تعریف کې ویل شوي چې یو ډول مضطرب خوندور احساس باید لوستونکي ته ولیږدوي، دغه احساس په دې ډول تلوسې کې سم نه انتقالیږي.

تلوسه د زړه اوبه کول نه دي، تلوسه د زړه ټکورول دي. تلوسه باید پرله پسې د لوستونکي زړه ونه باسي، خو هنر هغه مرغه ته ورته دی چې ډيره کله په ونه کې ازاد ښه ښکارې او کله ناکله په قفس کې ښه معلومیږي.

د الکاټراز په نوم له زندانه د تیښي مشهور امریکایي فلم همداسې تلوسه لري چې زړه اوبه کوي. په دې فلم کې یو بندي له زندانه د تیښتې هڅه کوي دی له خپلې کوټې پر کاچوغه غار کیني. څو ځله پولیس راځي، څوک فکر کوي چې وبه نیول شي خو دی پولیس تیرباسي. دغه تکرار زړه اوبه کوي خو لیدونکی د داستان د لوستونکي په څير له ځان سره یو منطق لري هغه باید سم وي، د الکاټراز په فلم کې لیدونکی ځان په دې قانع کوي چې کیسه همدا ده، پیښې د همدې زنداني دی، دی په زندان کې د غار د ایستلو له هڅې پرته څه کولی شي او همدلته پولیس شته باید بیا بیا راشي بیا بیا ولاړ شي.

د الکاټراز په فلم کې چې کرکټر د خپل هدف لپاره غار کیني یا په ذهن کې څه ورتیروي، لیدونکي ته د یو ډول ویرې احساس ورکوي چې دی به په تیښته بریالی شي که نه شي؟!

کیسه لیکوال دغه ویره په کیسه کې په منطقي ډول زیاتوي ترڅو کیسه اوج ته ورسیږي. په دغې تلوسې کې یو ډول توازن پکار دی، داسې نه شي چې یو ځل تلوسه بې حده زیاته شي بیا بیخي پسې ورکه شي.

تلوسه د عمل او ژمنې ترمنځ وي. کله چې لوستونکی په کیسه کې داسې احساس وکړي چې څه نه پیښیږي علت یې دا نه وي چې څه نه واقع کیږي علت یې دا وي چې ژمنه نه کیږي.

کیسه تر راپور او پیښو ورها خوا څه لري. کیسه بدلون ته اړتیا لري. لیکوال باید لوستونکي ته دا په ډاګه کړي چې کیسه په کومه خوا درومي، وضعیت څرنګه دی، کرکټرونه او د دوی خپل منځي اړیکي څرنګه دي.

خو د کیسې ژمنه د کیسې له ډول سره ارتباط لري، کیدای شي چې کامیډي ژمنه وي، ویرونکې وي، مثلا دوه کسه هیروین قاچاق کوي او دوی د پولیسو د ماموریت تر شا سره ګوري.

پر کړې ژمنې وفا ضروري ده. دلته هغه د چخوف مشهورې جملې ته غوره ده چې اشاره وشي چې ویلي یې دي، که په ننداره کې شاته ټوپک راځوړند وي نو باید د کیسې تر پایه ‌‌ډز وکړي.

د همدې لپاره لیکوال ته پکار دي چې له خپلو ژمنو سره احتیاط وکړي. په حقیقت کې د کیسه لیکوال هره کلمه له لوستونکي سره یوه ژمنه ده که یې خپل هدف نه وي ترسره کړی باید لرې شي.

ژمنه به نه ماتوو، کله چې لیکو، نجلۍ له پوهنتونه کور ته روانه وه. دا اول نومره وه، ښایسته وه. په لاره کې ځان وژونکی برید وشو او دا نجلۍ مړه شوه. د اول نومره وه او ښایسته ژمنه مو کړې ده خو ښکاره کړي مو نه ده چې په کیسه کې دا صفات څه مفهوم لري. د همدې لپاره دا د ژمنې بل ډول ماتول دي او په هسې د عاطفې پارول دي.

ځیني بیا د کرکټر صفات یو ځای بیان کړي وروسته یې ښکاره هم کړي خو دا هڅه هم هنري نه ده، په هنري کیسه کې معلومات او اطلاعات لکه په ډوډۍ کې مالګه دوړیږي، که یوځای شي د خولې خوند بدوي او چې د خولې خوند دې خراب شو، تلوسه دې هم پسې واخیسته.

په کیسه کې ژمنه یو ډول راز هم دی چې وروسته به ښکاري. کره کتونکي په دې باور دي چې راز او تلوسه سره بیل دي، دا دواړه د یوې کورنۍ دي خو یو وخت مې په انټرنټ کې د یوه ناقد په وینا لوستي و چې راز او تلوسه داسې دي لکه  تربوران، خویندې او وروڼه نه دي. اصلي توپير یې په هدف کې دی، دواړه له کړکیچ سره سرو کار لري ترڅو لوستونکی له ځان سره وساتي خو د لیکوال چلند دلته فرق کوي.

که چیرته د یوه چارواکي د قتل مساله وي، نو په راز کې ښایي مقتول په لومړي فصل کې مړ شي او نور کتاب تر دې راوڅرخي چې دا قتل چا کړی؟  ولې یې کړی؟

 د تلوسې په کیسه کې ښایي یو بل چارواکی تورن شي چې دا قتل یې کړی. په دې ډول د راز په کیسو کې ډرامه تر پیښې مخکې رامنځته کیږي او بیا دې ته سودا ډیریږي چې څه به وشي. په دې توګه په ټوله کیسه کې توازن خوندې کیږي داسې نه وي چې د پيل تلوسه تر پای پياوړې وي.

ښایي څلور کلن به وم.  په پلار پسې وګرځیدم. هغه نه و. زما چې به یخ وشو هڅه به مې کوله له هغه سره په پټو کې پټ شم. هم به مې د ډاډ احساس کاوه هم به تود شوم.

پلار مې د میلمنو په خونه کې وموند. میلمانه راغلي وو. حاجي صاحب غلام مصطفی خان د سالون په بر سر کې ناست و. ښخه لونګۍ یې وهلې وه. ده راغږ کړ:

-هله هله ته راشه ته راشه

نوک نیولی شوم. حاجي صاحب خپل موټ راته ونیو:

-ته راشه دا واخله

په منډه ورغلم. موټ یې نه خلاصاوه. زور مې پرې وواهه. بټه ګوته مې ترې لرې کړه. چومنۍ ګوته مې هم خلاصه کړه خو ده بیرته موټ بند کړ. په سړې هوا کې مې دومره زور وواهه چې د ګرمي احساس مې وکړ، خو موټ خلاص نه شو. ناهیلی ودریدم. حاجي صاحب موټ پرانیست هیڅ شی پکې نه و. شاوخوا خلکو وخندل. زه په منډه له کوټې ووتم.

زموږ د یو شمیر کیسو تلوسه زما د ماشوموالې دې کیسې ته ورته ده. نتیجه یې تش رغوی دی.

کله نتیجه داسې کیږي؟ هغه وخت چې د کیسې پای تر پیل کمزوری وي.

1 COMMENT

  1. ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه مطلب مو لیکلی، خیر یوسې. مننه
    دا کیسه ما هم يو وخت لوستې و خوخوښه شوې مې نه وه یا کېدی شي سم نه وم پرې پوه شوی خو اوس مې خوښه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب