پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د کور د جمعې د ورځې یوه خاطره

د کور د جمعې د ورځې یوه خاطره

استاد سعدالدین شپون

تېرو دېرشو کالونو په افغاني مېرمنوهم چې له پېړیو تقریبا پخپلو لرغونو آریايي انګېرنو پاتې وې  ښکاره اغیزه کړې. پاکستاني ملا یانو او ایراني آخوندانو ددوی نه هم حجت الاسلا میانې او سلفیانې جوړې کړي بلکه لا غلیظې. اوږده  ارت کمیسونه، سرونه لک د کتغن جو ګیانې تړلي، اوږدې تسپې. نه د پاولو شرنګ، نه د بنګړو شور، نه کجل نه را نجه. سپېرې شونډې لکه د مړي. پیمحې او چوحمحې یې یه نه معلومېږي، تیاره ګوریلا  د پشهاري سره ډله کورته راشي.

کوروالا مې هم د همدې ډلې ده. زه زیاتره وخت خپلې کوټې ته شم چې د دوی بانډار خراب نشي. خو ټولې پېژنم. نو چې د تېښتې رد روود پاتې نه وي د خولې روغبړ ورسره کوم. یو ځلي مې  یوې ته لاس هم اوږد کړی و چې بیا مې مېرمنې ودګلم چې په اسلام کې برګړنډي، هغه هم د ښځې د نارینه سره حرامه ده. جې له خپلې کوټې ورته غوږ شم نو یکي یوه ښځه ورکې غږېږي، نور یې اوري اودلته هلته بې په استغفرالله ، بارک الله او لاحول ولا بدرګه کوي. بېدو همدا کانه مې په پېښور کې په نارینه و باندې لېدلې وه.

البته د ښځې طبیعت په آسانه نه بدلېږي. که تسپې وي نو ښکلي رنګین زونډي ترې زانګي، پرتګونه نه ښکاري خو که یې کمیسونه دي، ښایسته د شنه یا سره بخمل، پړونی یې غالبا په پېښور یا کابل کې په لاس جوړ شوي، تورې او شنې پټې لري. کله کله یې لېونۍ خنداګانې اورم چې یوه نورو ته وايی، میراته شې، مه خانده چې ګنانګارې نه شو.

سودا مې شوه چې دغسې موجوداتو ته به ومان نیازی یا جللان څنګه شعر ووايی. د کوکاکولا دپاره پخلنځې ته ورکوز شوی وم چې د ناستي د خونې اړخ ته پروت دی. په بېرته راختلو مې زړه د زمري کړ، یوې نه مې پوښتنه وکړه چې اوس هم شعر وايې؟ هغه سره شنه شوه، ځواب یې راکړ چې لالا، هغه د جاهلیت د دورې ټول منکرات مې پرېښي. په مانا یې سم ونه رسېدم نو مې وویل تاخو ډېر ښکلي شعرونه ویل ولې دې پرېښول. په شرمیندوکي غږ یې وویل، هغه لا تایلات و، اوس نعتیه شعرونه لیکم.

په مذ هبي، بلکه هره ایډ یالوژیکي  مباحثه کې زه تل، لکه چې په سکروټو ګرځم  داسې یم، وېره مې وي چې اوس به مې تکفیر کړي، اوس به مې تکفیر کړي. د کابل د کمونستانو سره هم  داسې وم لکه د پېښور د ملا یانو سره. یواځې د مولوي صیب خالص سره آزاد غږېدم. هغه ویل چې که ته هر څه هر څه ووایې  ثواب او ګناه یې یواځې تا ته رسېږي. د آخرت قاضي بل ذات  دی، زموږ ملایان  خوشې د تکفیر ټاپې ګرځوي.

د ښځینه و سره مې بحثٍ ختم کړ، په بیړه مې خپلې کوټې ته پنا ور وړه.

یو خوندور ناول مې را واخیست چې لسیزې ورپسې ګرځېدم، پرون مې د زړو کتابو په پلورنځې کې و موند. هم ورکې د نر ښځې مینتوب و، هم نورې خبرې، پرې بوخت وم چې له ښکیه مې شور ماشور وارېد .بې  هغې هم د ښځو غږنری وي ، خوچې احساساتي شي د مار د ژبې هومره شي. ور نه غلم خو د خونې دروازه مې نیمه آرتې پرېښوده. تر دې حده چې سختې ښېراوې او بوره بور چنډه ،کا فره شوې، کاڼی یوې په بلې ویشتل. بیا چې د شاروګانو شور ماشور کم شو بحث بېرته  په کراره غږ شروع شو، نو اورېدل مې چې د ځانمرګي واسکټ خبره وه  چې دوو یې ننګه کوله، درویا څلورو نورو یې مخالفت،  ګټ مټ د پېښوری ملا یانو یحوز او لا یحوز ترې حوړ و. یاد مې شي چې د اسلامي حزب او جمعیت د ټیمونو ترمینځ مسا بقه. چې هلکانوچکچکې کولې نو ملا په لوډسپیکر کې وویل چې دا د کفر دود دی، د هغې په ځای نعره ې تکبیر ووایئ. نو به چې حزب ګول وکړ، طرفدارانو به یې د تکبیر نارې ایستې، خو د جمعیت پلویان به غلي وو.ملا بیا پرې غږ کړ چې اسلامي وروڼو،  اختلاف پرېږدﺉ ، په ګډه تکبیروایا ستئ. نور څه یې و نه کړل، هسې یې دهلکانو خوشالي ګړونجه کړه .

په هر صورت د ښحولانجه  په دې وه چې د طالبانو ځان مرګي حملې مجاز دي که نه. یو لوري ویل چې ځان وژنه، یا د نورو بېګناه خلکو وژل اسلامي ضد عمل دی، بل لوري ویل چې دا داسلام د پاره قرباني ده نو مجاز دی.اوس چې مېرمنو د سیا ست ډګر ته دانګلي نو موضوع نوره هم مهمه  شوې. دوی له ازله نري زړي دي، په تېره چې خبر ماشومانو ته راشي. آخر کې د کومې یوې غږ راغی چې ویل یې. اسلا م چې د پاکستان د حکومت ګوتو ته ورشي همدا به یې حال وي.بل یې ویل چې امریکا ته مو ملا ماته ده، د پاکستان کمه وایي چې د اسلام زانګو ده او څو مره خوندور کالونه مو ورکې تېر کړل.

 کله چې  مازیګر مهال خدای پامانۍ ته ودرېدې نو بېرته سره خوږې وې، په ولاړي یې هم نور د بیبیانو او صحابه و روایتونه سره  وشرنګول، بیا یې د موټر کلي ګانې ګړنجولې په وتلو شول، بله جمعه یې وټاکله چې د چانوبت به وي. زه دې ته خو شا له شوم چې که داسې تود بحث د نارینه و ترمینځ راغلی وای هم خبره سوک څاپېړو ته رسېده ، هم به تر مرګه د دوی ترمینځ تربګني پاتې  وه.

د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د جولای په ۱۱ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب