جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهدوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سملاسي اوربند هوکړه وشوه

دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سملاسي اوربند هوکړه وشوه

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۷) د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي،چې افغانستان او پاکستان سمدستي اوربند وکړ.

اعلامیه کاږي چې دواړو لورو هوکړه وکړه چې داسې میکانیزمونه جوړ کړي چې دایمي سولې او ټیکاو ته لاره هواره کړي.

اعلامیې زیاته کړې چې دغه هوکړه او اوربند د قطر او ترکیې په منځګړیتوب شوی دی.

همدا راز پرېکړه شوې چې په راتلونکو ورځو کې د اوربند د دوام او د هغې د پلي کېدو د باور وړ څارنې لپاره تعقیبي غونډې وشي.

بل لورته د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد اصف پر اېکسپاڼه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې په تایید سره ویلي، راتلونکې غونډه به ترکیه کې وي.

خواجه آصف ویلي، د دواړو هېوادونو پلاوي به د روانې اکټوبر میاشتې پر ۲۵مه استانبول کې سره وګوري.

د هغه په وینا به په راتلونکې غونډه کې د اوربند پر ځینو مسایلو تفصیلي خبرې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...