تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۷مه) د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوحې مذاکرات د یوه هوکړه لیک په لاسلیک سره پاې ته ورسېدل.
مجاهد زیاته کړې چې د دوه اړخیزې هوکړې له مخې دواړو لورو سولې، متقابل درناوي او د ګاونډیتوب ښو اړیکو ته پر ژمنتیا ټينګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: پریکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به یو د بل پر وړاندې د دوښمنۍ هیڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ډلو د بریدونو ملاتړ کیږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي.
د طالبانو ویاند، د قطر او ترکیې له منځګړیتوب هم مننه کړې ده.
بل لورته د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد اصف پر اېکس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې په تایید سره ویلي، راتلونکې غونډه به ترکیه کې وي.
خواجه آصف ویلي، د دواړو هېوادونو پلاوي به د روانې اکټوبر میاشتې پر ۲۵مه استانبول کې سره وګوري.
د هغه په وینا به په راتلونکې غونډه کې د اوربند پر ځینو مسایلو تفصیلي خبرې وشي.
” خبرپاڼه کې راغلي: پریکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به یو د بل پر وړاندې د دوښمنۍ هیڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ډلو د بریدونو ملاتړ کیږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي. ”
لومړئ خو ت.البانو پر خپل ځان شاهدي او عریضه کړی. یعنی پخوا یی د یو بل پر وړاندي د دوښمنۍ اعمال ترسره کړي ؤو. دوهم: چا چي تر اوسه په پاکستان حملی کولې امارت یی ملاتړ کړیده خو وروسته لدې به يې ملاتړ نکوي.
خو هغه داعشیان چی له پاکستانه افغانستان ته راوستل کېدل او حملې به یی کولې، هغه لړۍ دی هماغسي روانه وي او هیڅ بحث ندې ورباندې شوی.
امارت هر څه ورسره منلی او د پاکستان لخوا په ټولو وارد شویو تورونو یې اعتراف کړی.
دا هم شول مذاکرات! ټولې نړۍ ته یی خپل او د ټولو افغانانو مخ تور کړ.
پاکستان نو په دیپلوماسۍ او مذاکراتو کی داسي چلونه وهي!