تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۷مه) د افغانستان د تکواندو لوبغاړي د اسیايي لوبو او نړيوالو سیالیو لپاره بحرین او چین ته روان شول.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون مسؤلان وایي، چې د بحرین په اسیايي لوبو کې دوه لوبغاړي سدیس سکندر او عبدالباسط صفي زاده د بېلابېلو وزنونو په کټګوریو کې برخه اخلي.
یاد فدراسیون زیاتوي چې دغه راز د چین په نړيوالو سیالیو کې ۸ تنه د تکواندو لوبغاړي د یوه هیئت او روزونکي په مشرۍ ګډون کوي.
د مالوماتو له مخې د تکواندو نړیوالې سیالۍ به په چین کې د اکتوبر پر ۲۴مه پیلېږي.
دغه راز د بحرین اسیايي لوبې د افغانستان د تکواندو لوبغاړو په ګډون د اکتوبر پر ۲۲مه پیلېږي.