دوشنبه, اکتوبر 20, 2025
Homeخبرونهشلو هېوادونو له اروپایي کمېسیون غوښتي چې، ناقانونه افغان کډوال وباسي

شلو هېوادونو له اروپایي کمېسیون غوښتي چې، ناقانونه افغان کډوال وباسي

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۷مه) ‏۱۹ اروپايي هېوادونه او ناروې له اروپايي کمېسیون غواړي چې هغه افغانان چې په اروپا کې په ناقانونه توګه مېشت دي، یا خو په خپله خوښه او یا هم په زور بېرته واستوي.

دوی ویلي که د دوی د ایستلو لپاره که له طالبانو سره خبرې هم پکار وي باید وشي.

دوی وايي، له ۲۰۲۱ وروسته د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بېرته ستنولو رسمي تړون نشته، چې دې کار نه یوازې د هغو افغانانو شړل ناشوني کړي چې پر جرمونو محکوم شوي، بلکې د اروپايي هېوادونو امنیت ته ګواښ او د پناه غوښتنې پر پالیسۍ یې د خلکو باور کمزوری کړی دی.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې اوس هم افغان کډوال په پاکستان او ایران کې له سختو کړکېچونو سره مخ دي او هره ورځ سلګونه کسان په جبري ډول را ایستل کېږي.

د نظر خاوندان بیا د یادو هېوادونو پرېکړه خواشینوونکي بولي او پرې د بیا کتنې غوښتنه کوي.

دوی وایي افغانستان له سخت وضعیت سره مخ دی او هغه افغانان چې اروپایي هېوادونو ته تللي او سختې ګاللي د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله یې هلته د پناه غوښتنه کړې ده.

1 COMMENT

  1. د دې پر ځائ چی اصلی او ريښتيني افغان کډوال له اروپايي او نورو هیوادونو وایستل شي لازمه او عادلانه دا ده چي هغه پاکستاني او ایراني کډوال چی د پاسپورت او هویت په جعل او تقلب او حتی بی له اسنادو د افغانانو په نوم اروپا او نورو هیوادونو ته تللي او بي له غمه، تشویش او ډاره او بېري ډېر ستر او له شرمه ډک جرمونه او جنایتونه ترسره کوي.
    او د همدې پاکستاني او ایرانی اتباعو یا مهاجرو شمېر تر اصلي او حقیقي افغان کډوالو خورا ډېر زيات دی.
    د سويډن په یو ښار کی څه کم او زیات ٥٠٠ کډوال د افغان مهاجرو یا کډوالو په نوم ژوند کوي چي څه د پاسه ٣٠٠ کسان یی پاکستانیان او ایرانیان دي چي تقریباً ټول جرمونه، جنایتونه او ناوړه کارونه د افغانانو په نوم همدوی ترسره کوي، او د افغانانو د بدنامۍ منبع اصلاً همدوی دی.
    که افغانان او افغان سفارتونه په ګډه په لومړي ګام کی د همدې پاکستاني او ایرانی وګړو او اتباعو په خلاف اقدام وکړي نو ټوله اروپا او حتی ټوله نړۍ به حېرانه شي چي د لالهانده او سرګردانه افغانانو په نوم د نورو هیوادونو وګړي څه جرمونه او ناروا کړني ترسره کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب