Homeخبرونهپاکستان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

پاکستان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۷مه)د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق‌ډار د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوربند هوکړې هرکلی کړی او دا يې د «سمې لارې پر لور لومړنی ګام» بللی دی.

اسحاق ډار ويلي، دا هوکړه د سيمې د ثبات او متقابل تفاهم لپاره مهم فرصت برابروي. نوموړي د قطر او ترکيې هېوادونو د منځګړتيا رول ستايلی او د هغوی هڅې یې د يادې هوکړې په ترلاسه کولو کې اغېزمنې بللې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړې چې د ترکيې په کوربتوب راتلونکې ناسته کې به يو ګډ نظارتي ميکانيزم جوړ شي، څو د هوکړې د عملي کېدو بهير وڅاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا نوره هم پياوړې کړي.

بل لورته ايران هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سم‌لاسي اوربند په تړاو مثبت غبرګون ښودلی او دا هوکړه يې «ګټوره او رغوونکې» بللې ده.

د افغانستان په چارو کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي محمدرضا بهرامي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: “د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند او د اختلافاتو د حل لپاره د سياسي خبرو پرېکړه يوه «ګټوره، رغوونکې او د پام وړ اقدام» دی. “

بهرامي ټينګار کړی، چې د سيمې د ټولو هېوادونو ګډه ګټه د ارامۍ، ثبات او امنيت په پياوړتيا کې نغښتې ده.

دا په داسې مهال ده، چې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې د ايران چارواکو درې ځله د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو په تړاو غبرګون ښودلی او له دواړو لوريو یې د زغم او د شخړو د حل لپاره د ډيپلوماسۍ د لارې کارولو غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...