تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۲ مه) په خیبرپښتونخوا کې د لسګونو پولیسو له وژل کېدو وروسته د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې په تېرو لسو ورځو کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسلهوالو پر پټنځایونو د عملیاتو په ترڅ کې ۷۴ وسلهوال وژلي دي.
د پوځ په وینا، دا عملیات د افغانستان پولو ته څېرمه د پاکستان په شمال لوېدیځ او جنوب لوېدیځو سیمو کې شوي دي.
د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په میرعلي او اورکزیو سیمو کې د وسلهوالو پر پټنځایونو د عملیاتو په لړ کې۴۳ وسلهوال وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم نیول شوي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر کاروان د وسلهوالو په برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د دیو په وینا د نښتو په ترڅ کې ۱۸ وسلهوال هم وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د یوه سیمهییز جګپوړي اداري چارواکي له قوله راپور ورکړی چې بریدګرو د پولیسو دوه موټر سوځولي او د پولیسو دوه نور موټرونه یې له یوه شخصي موټر سره تښتولي دي.
له بلې خوا نن (جمعه) د پاکستان پوځ ویلي چې د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې یې هم د نومبر له درېیمې راهیسې د څو عملیاتو پر لړ کې ۳۱ نور وسلهوال وژلي دي.
بلوچستان هغه ایالت دی چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په مشرۍ پکې له اوږدې مودې راهیسې وسلهوال پاڅون روان دی.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغه وسلهوال د افغانستان او هند ملاتړ لري؛ خو کابل او نوي ډیلي په ځلونو دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان پوځ په وژل شوي کسان«خوارج» بللي دي. د پاکستان حکومت دغه نوم هغو وسلهوالو ته کاروي چې په وینا یې د افغانستان ملاتړ ورسره دی او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) اړوند کسان هم پکې شامل دي.
کابل دا تورونه ردوي.
د پاکستاني طالبانو تحریک له افغان طالبانو جلا ډله ده، خو ورسره نژدې اړیکې او اتحاد لري.