Homeخبرونهد انتقادونو په منځ کې د افغانستان او زیمبابوې د ټیستلوبې دوهمه...

د انتقادونو په منځ کې د افغانستان او زیمبابوې د ټیستلوبې دوهمه ورځ

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۳ مه) د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ پرون (جمعه) دوهمه ټیستلوبه بیا د زیمبابوې په توپ وهنه پیل شوه او د لومړۍ ورځې تر پایه یې ۵ لوبغاړي وبایلل خو ۲۵۰ منډې یې جوړې کړې.

زیمبابوې په لومړۍ ټیستلوبه کې هم لومړی بیټنګ یا توپوهنه کړې وه او په لومړۍ ورځ یې ۵ لوبغاړي سوځېدلي وو خو ۵۰۴ منډې یې کړې وې.

د دوهمې ټیستلوبې لپاره افغانستان په خپله لوبډله کې ځینې بدلونونه راوستي دي. ډېرو کرکټ پوهانو انتقاد درلود چې د افغانستان د باولینګ / توپ اچونې برخه کمزورې ده.

افسر ځاځي، نصیر خان معروف خېل او یمین احمدزی، د درو نورو لوبغاړو پر ځای په لوبډله کې شامل کړل شوي دي. اوس د افغانستان لوبډله په حقیقت کې څلور توپ وهونکي/ بټسمنان لري چې درې یې چټک او یوازې یو یې ورو دی.

د کرکټ کره کتونکي په دې ترکیب له دې کبله نیوکه کوي چې د ټیست په شان لوبې کې ۴ باولران کم دي، له بلې خوا یې انتقاد په دې دی چې ولې ورو باولر یوازې یو دی.

دغه راز دوی وايي چې د افسر ځاځي او عبدالمالک په شان لوبغاړي چې په ځلونو یې امتحان ورکړی، ولې بیا ازمویل کېږي، ښه دا وه چې نوي استعدادونه ازمویل شوي وای. لکه څرنګه چې رحمن الله وازمویل شو او په تېره ټیستلوبه کې وځلېد. هغه د زیمبابوې په وړاندې په لومړي ټیستلوبه کې ۱۱۳ منډې کړې وې.

نن به وکتل شي چې زیمبابوې بیا ۵۰۰ منډې کوي او که تر دې یې هم اړوي. خو ډېر احتمال شته چې بیا هم سیالي بې نتیجې پای ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...