Home+سیوری کیسه د مودرنیزم د سبک ښه بېلګه| ایمل پسرلی

سیوری کیسه د مودرنیزم د سبک ښه بېلګه| ایمل پسرلی

زه چې کیسه لولم دې ته یې نه ګورم چې په کوم سبک لیکل شوې ده.  د کیسې په کیسه کې ډوب شم، که یې خوند راکړ، فکر کولو ته یې اړ ایستم بیا پکې سمبولونه ګورم، نورې ماناوې یې لټوم او سبک ته یې ځېرېږم. زموږ اکثره داستاني اثار په کلاسیک ، ځینې مو په مودرنیزم او بیخې لږ مو بیا د پوست مودرنیزم په سبک لیکل شوي وي.  د مودرنیزم او پوست مودرنیزم تر منځ توپیر کله کله ګران وي. علت یې دا دی چې دواړه له کلاسیکو ادبي دودونو د ماتېدو او نوې بڼې د لټون هڅه کوي. په دواړو کې سمبولیزم، د شعور جریان، مبهم پای او د حقیقت په اړه شک لیدل کېږي، نو ظاهرآ ډېر کله سره ورته ښکاري. خو اصلي توپیر په چلند او لید کې وي، مودرنیزم عموماً د ژوند د ګډوډۍ تر شا د ژورې مانا او حقیقت د موندلو هڅه کوي، حال دا چې پوسټ ‌مودرنیزم  بیا اکثره  د ثابت حقیقت پر شته والي شک کوي او له روایت، تاریخ او مانا سره داسې لوبې کوي چې باور دې پرې ټکنی شي. په همدې دلیل کله چې متن مبهم وي، سمبولیک وي او له دودیزو جوړښتونو هم لرې وي، نو لوستونکي ته ګرانه شي چې د مودرنیزم برخه یې وبولي که د پوسټ‌ مودرنیزم. که کیسه د ژوند  ګډوډي او درد بیانوي خو بیا هم د مانا، حقیقت یا انساني تجربې د ژور درک د موندلو هڅه کوي، نو په ډېر احتمال مودرنیستي سبک دی. خو که متن له حقیقت، تاریخ او روایت سره لوبه کوي ، په لوی لاس منل شوی روایت ماتوي او راښيي چې هېڅ ثابت حقیقت نشته، نو هغه پوسټ‌ مودرنیستي بڼه ده. لنډه یې دا چې مودرنیزم د ګډوډۍ تر شا مانا پسې غواړي، او پوسټ ‌مودرنیزم خپله د مانا او حقیقت پر ثبات شک څرګندوي.

د ډاکټرې شریفې شریف کیسه، سیوری، چې مې ولوسته ، دوی ته مې وویل ٬٬کیسه مو راته وایي چې موږ د یادونو په سیوريو پسې یوو که راسره نه هم وي، یادونه یې زموږ له ذهنه نه وځي، بڼه یې مودرنیزم راښکاري،، .

دلته به لوموی دا کیسه ولولو بیا به دې ته وګورو چې ولې یې مودرنیزم سبک بولم او له پوست مدرنیزم سره یې فرق په څه کې دی.؟

٬٬ سیوری

 شریفه شریف

 سړی تر ما مخکې روان دی. له شا کټ مټ د اتل په شان ښکاري، پلنې اوږې، خرمایي څڼې، او هماغسې په ټینګو او لویو ګامونو تګ. زه بې اختیاره خپل ګامونه چټکوم. اتل خو نه شي کېدای… خو څوک دی چې دومره د اتل غوندې ښکاري؟ ‎که رښتیا هم اتل وي؟ ‎له دې ګومان سره مې زړه ناڅاپه په درزا شي. په سینه کې مې یوه درنه غوټه پورته او ښکته کېږي. پښې مې سستې شي. ‎د اتل له مړینې ، نه له وژلو کلونه تېر شوي دي. قبر یې هم چا نه دی لیدلی. چا وواژه؟ څنګه؟ کله؟ هېچا څه نه دي ویلي. یوازې د کمونستانو د حکومت په وخت ګونګسې وې، یوه شپه د پلچرخي له سیمې د تراکتورونو درانه غرهاري اورېدل کېدل. له هغه غرهارو سره د انسانانو کړیکې او چغې هم ګډې وې. اوازه وه چې د شپې به بندیان ډله ډله له پلچرخي زندانه ایستل کېدل او په یوه لویه کنده کې به ښخیدل. ‎زما زړه تل راته ویل چې په هماغو کړیکو او چغو کې د اتل غږ هم ښخ شوی دی. اتل نور زما په ژوند کې نه و. یوازې یادونه یې پاتې وو. د خبرو ټوټې، د خندا انګازې، او د تېر وخت یو نیم روښانه انځور. ورو ورو آن په خوبونو کې هم نه راته. خو نن، دلته له کابل او پلچرخي نه سمندرونه او هېوادونه لرې په دې لمرلوېدونکي مازدیګر کې، زما مخې ته روان دا سړی یا اتل دی… یا یې سیوری. ‎ګامونه مې چټکوم. زنګنونه مې کمزوري کېږي. د زړه درزا مې تېزېږي. خو هوډ لرم چې د دې سړي مخ باید ووینم. هر څومره چې ګړندۍ ځم، ترې لا لرې کېږم. لکه په خوب کې غواړې منډه کړې خو پښې دې په ځمکه کې خښې وي. یا چیغې وهې، خو غږ دې نه اوچتېږي. خو دا خوب نه دی. ویښه یم. لمر لا نه دی لوېدلی. ورو ورو د لوېدیځ پر موسک افق خپله رڼا راټولوي. لکه پلو پر مخ کشوي. خلک هم د مازدیګر قدم وهلو ته راوتلي دي. څوک یوازې، څوک دوه کسیزه، څوک په وړو ډلو کې ګرځي. د چټکو قدمونو غږ مې د زړه له درزا سره ګډېږي. زه د خپلو قدمونو ټک… ټک… ټک اورم. خو هر څومره چې چټکه ځم، سړی رانه لا لرې کېږي. ورو ورو واړه کېږي. اندامونه یې نور نه پېژندل کېږي. یوازې یو خوځنده سیوری پاتې کېږي. زه هم لا چټکه ځم. زه او سیوری دواړه د لمرلوېدو افق په لورې روان یوو. خو سیوری ور نږدې کېږي او زه ترې برعکس لا لرې. ‎د سیوري رنګ د لمر له سره پلو سره ګډېږي. ورو ورو په یوه سره ټکي بدلېږي… او بالاخره د لمر د سره پلو په څنډه کې ورک شي. ‎درېږم. اوس د اسمان څنډه هم سره شوې ده. لمر خپلې څنډې راټولوي او پناه کېږي. غروب هره ورځ ښکلی وي. نن هم و، کله چې تازه راووتم. خو اوس راته غمجن ښکاري… لکه په وینو لړلی اسمان. ‎د مور خبره مې رایاده شي. ‎هغې به ویل: – که چېرې کوم ځای کې وژنه شوې وي، اسمان په وینو لړلی ښکاري. خدای خبر، د هغې شپې پر سبا چې اتل او ملګري یې وژل شوي وو ، اسمان به څومره سور ښکارېده. له وریځو به د باران پر ځای د وینو څاڅکي څڅېدل. غواړم بېرته وګرځم. . خو ناڅاپه پام مې شي چې لا له خپل ځایه نه یم خوځېدلې. آن څو ګامه لا شاته تللې یم. پاس ګورم. تورې وریځې د لمر له سرو څنډو چاپېره تاوېږي. ‎د لاس رغوی اسمان ته خلاص نیسم. ‎د نم احساس کوم. ‎د باران څاڅکی دی؟ که د نږدې جهیل د اوبو څاڅکی چې څپو د باد په لاس زما تر لاسه رسولی؟ یا… ‎زما خپله وچه شوې اوښکه. پای،،

په دې کیسه کې راوي یو څوک ویني او فکر کوي د دې  پخوانی پېژندوی، اتل دی. اتل کلونه مخکې وژل شوی یا ورک شوی دی. راوي غواړي دې کس ته ورنژدې شي، خو سړی ورو ورو د لمر لوېدو له افق سره په سیوري بدل شي او ورک شي، له راوي سره یوازې د تېرو وختونو درد او یادونه پاتې کېږي. دا کیسه په څو دلایلو مودرنیستي بللی شو. سیوری د پېښو په ځای د راوي د ذهن او احساساتو حالت بیانوي.  په ټوله کیسه کې عملي پېښه نه وینو، یو کس روان دی، راوي یې تعقیبوي او هغه ورکېږي. کیسه د احساساتو او تېرو یادونو تر منځ روانه ده یا موږ د دې راوي شکونه، ډار، یادونه او ان د زړه درزا احساسوو چې دا ټول د مودرنیزم د سبک ځانګړنې دي. یوه بله نخښه یې ناڅرګند او پرانیستی پای دی. موږ نه پوهېږو چې اتل ته ورته سړی څوک و که هسې د راوي خیال و. دا ځکه د مودرنیستي ادب نخښه ګڼو چې د دې سبک لیکوالان ډېر وخت د واقعیت او خیال تر منځ کرښه په لوی لاس مبهمه پرېږدي. د دوی په فکر او باور انسان تل په بشپړ ډول حقیقت نه شي پېژندلی، دلیل یې هم دا چې انساني تجربې د حافظې، احساساتو او ذهني تصورونو له چاڼه تېرېږي. په سیوري کیسه کې هم راوي نه پوهېږي چې هغه سړی رښتیا  اتل و که هسې د دې د یادونو او احساساتو یو خیال و، همدا نامعلوم حالت ښيي چې حقیقت ثابت او روښانه نه دی بلکې د انسان د ذهن او تجربې له لارې درکېږي. همدا ډول ابهام او بې باوري د مودرنیستي ادبیاتو له مهمو ځانګړنو یادېږي. د مودرنستي سبک لیکوال ډېر کله د نخښو او سمبولونو له لارې ژوره مانا وړاندې کوي، سمبولیکه او استعاري ژبه یې یو اصل دی. په سیوري کې خپله سیوری، سور اسمان او څاڅکي سمبولونه دي.

دغه ټولې ځانګړنې تر ډېره په پوست مودرنیستي سبک کې هم شته خو ولې سیوری، مودرنیستي کیسه بولو؟ په مودرنیزم کې د کیسې فضا جدي، غمجنه او تراژیکه وي، د انسان د درد، مبارزې او یوازیتوب ژور احساس پکې ښکاري او په پوست مدرنیزم کې بیا  ډېر کله طنز وینو، هر څه لکه ساعتیري ښکاري او جدي خبرې او باورونه پکې ماتېږي. په سیوري کې باورونه نه دې مات شوي بلکې اتل وژل شوی یا ورک شوی، د څرخي پله زندان او قتلونه یاد شوي.  مودرنیزم کې لیکوال د حقیقت او مانا د موندلو هڅه کوي، لکه په سیوري کې چې راوي دا مومي چې دغه سړی اتل دی که نه دی؟  په پوست مودرنیزم کې حقیقت ثابت نه دی او لیکوال په هر څه شک کوي او په هر باور بې باوري ښیي. په پوسټ مدرنیستي کیسه کې زمان اوړي را اوړي، روایت او کیسه ماته ماته وي خو په مودرنیستي کیسه کې د کلاسیکو داستانونو غوندې یو څه نظم وي. مثلآ په سیوري کې راوي سړی ویني، ورپسې کېږي، سیوری یې لېرې کېږي، لمر سر ږدي، یعنې یو تسلسل شته.

د مودرنیزم یوه بله نخښه دا ده چې وایي انسان د تاریخ له دردونو او ټپونو سره پایي، د سیوري په کیسه کې د څرخي پله زندان، د بندیانو وژنې، د شپې چیغې  د پخوانیو دردونو او غمیزو یادونه کوي، د راوي حافظه د یو څه په لیدو پخواني دردونه رامخته کوي یعنې دا کیسه راته وايي چې راوي له پخوانیو دردونو او کړاونو خلاصه شوې نه ده بلکې په حافظه کې ورسره شته.

نو دې ټولو خبرو ته په پام سیوری کیسه یوازې د یوه ورک شوي انسان کیسه نه ده، بلکې د حافظې، درد او د تېر وخت د سیوریو کیسه ده. لیکواله د سمبولونو، دروني روایت او مبهم پای له لارې هغه فضا رامنځته کوي چې لوستونکی د راوي له احساساتو سره یو ځای د حقیقت په لټه کې روان وي. همدا ځانګړنې دي چې دا کیسه له دودیزو روایتونو جلا کوي او د مودرنیستي ادب په چوکاټ کې یې د یوې بریالۍ بېلګې په توګه راباندې مني. ښايي لوستونکی د کیسې په پای کې لا هم دا پوښتنه په ذهن کې ولري چې هغه سړی رښتیا اتل و که د راوي د یادونو او خیالونو یو انځور او سیوری و. همدا ناڅرګندوالی لوستونکی فکر کولو ته اړ باسي او کیسه د مودرنیستي ادب د هغه ډول بېلګو په کتار کې دروي چې مانا یې یوازې په څرګندو پېښو کې نه وي، بلکې د انسان د ذهن او احساساتو له لارې درک کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...