Home+کندهار او ننګرهار مې دوې سترګې دي| ابراهیم سپېڅلی

کندهار او ننګرهار مې دوې سترګې دي| ابراهیم سپېڅلی

پوهاند علامه عبدالحی حبیبي د نورو افغانانو ترڅنګ پر ننګرهاریانو ګران او د ” لوی استاد” په نامه یې ټولو لیکلو اثارو او هلو ځلو ته درناوی لري.
پوهاند صدیق الله ریښتین ته تر زیاتو ننګرهاریانو کندهاریان درنښت لري او د پښتو په ګرامر لیکنه کي یې په خورا ویاړ ستاینه کوي.
فاضل استاد عبدالرؤف بېنوا هم د نورو هېوادوالو په شان د مشرقیوالو د زړه سر او ادبي فنون یې د نورو اثارو سره یوځای په اکاډمیک چاپيریال کي ډېر لوستونکي لري.
د پښتون فیلسوف استاد ګل پاچا الفت رح غوره نثرونه او شعرونه د کندهار پوهنتون د مجهز کتابتون ښایست او هر اثر یې د استادانو او محصلانو لخوا د مطالعې په موخه لاس پر لاس کېږي.
په کندهار کي به داسي کتابتون ونه وینې، چي هلته دي د مولانا قیام الدین خادم د زړه وینا او لوی اصحابان کتابونه پراته نه وي.
 تاریخي ورځپاڼي” طلوع افغان” ته ددغه علمي کدر خدمتونه هم هر کندهاری په ویاړ یادوي.
اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد ته ننګرهاري فرهنګیانو د یوې پراخي غونډي پرمهال د ” علامه” لقب ورکړ.
که چيري اوس د پښتو ژبي یاد ستوري ژوندي وای! نو د یو شمېر اوسمهالو تش په نامه پښتنو پر حال به یې ډېري اوښکي توی کړي وای! ځکه اوس په مجازي نړۍ کي د ګوتو په شمار د شهرت لیونیان د یو څو ” لایکونو” لپاره ننګرهار او کندهار څه، چي آن خپله مور لا هم نه پېژني.
دا په داسي حال کي ده، چي لوی کندهار او لوی ننګرهار د افغانیت او پښتونولۍ دوه داسي ” هارونه” دي،چي جلا کول یې لکه نوک او ورۍ یوازي ” کولابي خوبونه” دي او بس.
محمدابراهیم سپېڅلی/المان

1 COMMENT

  1. زبردست خو غلی
    مېړنی خو دشهرت مخالف
    غیرتمن خو له پوشالی سیاست څخه لېرې
    دزمانی متحیر خو په غوږو بیدار
    دتعلیمی بهیر مینیان خو دبیسوادی سره کلک مخالف
    دجګړې او جګړه ماری حصارونه
    په دین، وقار ، عزت، مېړانه ، سوکالی اوسوله باورمن
    دعدم تشدد کلک ملاتړی
    له سبسکرایب او لایک، ټیک او ټوک څخه بې خبره ځیګه پښتانه
    دقدرت په مقابل سنګر دهویت تږی
    ببر سرونه ، ببر ږیرور پې ډودۍ او بې وزګاری پښتانه چې څوک یې سل منه لېټۍ چې کولابیان ورته کاچی وایی نه حسابوی دا ولی؟
    په یوه ویشتمه پېړۍ کې مولا جعلی پښتون ورته دتعلیم دروازې تړلی سره له دې چې کرزی دهلمند او کندهار تعلیمی ټول پروګرامونه له نیست او ابدی تباهی سره په مخه کړل زاغ زنده باد!
    سپېڅلی پښتانه ای اس ای برباد کړل ته سم وایی خو ستا په څیر سپېڅلی پښتانه شته ان شاء الله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه: (څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز...