Homeخبرونهد هرمز تنګي بحران په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې خراب...

د هرمز تنګي بحران په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې د هرمز تنګي د روان بحران له امله د خوراکي توکو، سون‌توکو او ترانسپورت لګښتونه لوړ شوي، او په افغانستان کې یې پر بشري مرستو او د خلکو پر ژوند اضافي فشار راوړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام سرپرست اجرائیه رئیس کارل سکاو د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې وویل، هغه اندېښنې چې د انرژۍ د بیو د لوړېدو په اړه مخکې مطرح شوې وې، اوس د نړۍ په بېوزلو او زیانګالو هېوادونو کې په عملي ډول لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د دې بحران د اغېزو تر ټولو څرګند مثال دی.

د خوړو د کمښت دردونکې صحنې

کارل سکاو، چې تازه له افغانستانه ستون شوی، وویل د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ته نژدې یې په یوه روغتیايي مرکز کې سلګونه میندې ولیدلې چې خپل خوارځواکي ماشومان یې بېرته کورونو ته وړل، ځکه د تغذیې اړینې مرستې پای ته رسېدلې وې.

د هغه په وینا، دا کمښتونه د مرستو د بودجې د کمېدو او د اکمالاتي لارو د ګډوډۍ له امله رامنځته شوي دي.

سکاو وویل:

«ما په خپل ژوند کې داسې حالت نه و لیدلی. په هغه کلینیک کې د خلکو ناچاري په خبرو نه شي بیانېدای.»

لوږه او اقتصادي فشارونه زیات شوي

افغانستان دا مهال د سیمې د بحرانونو له اقتصادي اغېزو سره مخامخ دی او ورسره په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه هغه افغانان هم بېرته هېواد ته راستانه شوي چې له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي یا راګرځول شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د هرمز تنګي د بحران له پیل راهیسې، چې نژدې سل ورځې پرې تېرې شوې دي، ۲.۳ میلیونه نور افغانان د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

د مرستو رسولو بهیر هم اغېزمن شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF) خبرداری ورکړی چې د بار وړلو ځنډ او د ترانسپورت د لګښتونو زیاتوالی د واکسینونو، درملیزو خوړو او طبي تجهیزاتو رسونه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

د یادې ادارې په وینا، په ځینو مواردو کې د بشري مرستو بارونه تر شپږو میاشتو پورې ځنډېږي.

د ملګرو ملتونو خبرداری

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې د هرمز تنګي بحران یوازې د منځني ختیځ ستونزه نه ده، بلکې افغانستان ته ورته زیانمن هېوادونه یې تر ټولو درنې پایلې زغمي.

دوی خبرداری ورکړی چې که دا ګډوډي دوام وکړي، نو لوږه به نوره هم زیاته، بېوزلي به پراخه او هغه محدودې بشري لاسته راوړنې به هم له خطر سره مخامخ شي چې په وروستیو کلونو کې ترلاسه شوې دي.

مرستندویې ادارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د میلیونونو اړو خلکو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي، څو بشري وضعیت نور هم خراب نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب