تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۶ مه) په کابل کې د یوه خیریه بنسټ په ملاتړ د ډلهییز واده په مراسمو کې ۸۷ ځوانو جوړو ګډ ژوند پیل کړ.
ګډونوالو وویل چې دا ډول مراسم د واده لګښتونه کموي او هغو ځوانانو ته د واده زمینه برابروي چې د لوړو مصارفو له امله واده نه شي کولی.
یو زوم، د نوم د نه ښوولو په شرط، وویل چې له څو میاشتو راهیسې کوژدن و او هیله یې لرله چې په داسې معنوي او ساده مراسمو کې واده وکړي. یوې ناوې، فاطمې رحیمي، هم وویل چې په دې ډلهییز واده کې ګډون ورته د خوښۍ او ارزښت وړ تجربه وه.
د مراسمو تنظیموونکو وویل چې د ودونو لوړ لګښتونه، اسراف او ځینې ناسم دودونه د ځوانانو د واده پر وړاندې ستر خنډونه دي. د دوی په وینا، د ډلهییزو ودونو پروګرامونه کولی شي د دغو ستونزو په کمولو او د بېوزلو کورنیو په ملاتړ کې مهم رول ولوبوي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورته ډلهییز ودونه ترسره شوي او یوازې په تېره یوه اوونۍ کې تر ۳۰۰ ډېرې جوړې د ورته مراسمو له لارې واده شوې دي.