شین اسمان، د اوریځو…
د هلک شین اسمان خوښ وو
د نجلۍ د اوریځو وزرونه
هلک د پسرلي رنګونه په پښو کړه
د موسم په قدمونو راغلی
پر پلونو یې بڼونه شنه شوه
د انارو دانو یې په خوله کې
غژ، غژ وکړ
ښکلی ګل یې د لنګوټې په ول کې کښېښود
د پټو په غیږ کې یې
د غنمو تنکیو وږو
د وږمو سره نڅا پیل کړه
لپې یې د نګهتونو ډکې شوې
په بڼو یې د اسمان فوج، فو ج
مرغۍ ښکار کړي
د نجلۍ د اوریخو وزرونه خوښ وه
د وریځو سپینو لپو ته یې
سترګې څلور کړي وي
او د اسمان سپینو کالي یې په بڼو ګنډل
اوریځو دردونه خوړل
د بریښنا سره یې چیغې وهلې
ناڅاپه د نجلۍ ترسپېنو مړوندونو
مرغلین باهوګان را تاوشول
په لپو کې یې الماس را شنه شوه
او، اوږدو، ویښتانو یې
د ابشارونو د شور سندره وویل
څاڅکو یې د شونډو سره خبرې وکړې
شونډو یې لفظونه واوبدل
او د قصیدو بڼوڼو ته یې اوبه ورکړې
د هلک ورځ خوښه وه
د نجلۍ شپه
هلک د زرینو سپېدو سره
د رنګین کښت په مینځ کې
لومړی دیدن وکړ
د نقرهيي لور څوکې یې وځلیدلې
د ښکلو او زړه وړونکو نګهتونو
رنګین بوټي ورېبل
د نګهتونو پنډ یې په شا کړ
رنګینې ګیډۍ یې جوړې کړې
په ښار کې یې خوشحالي وپلورل
ټول ښار موسکا، موسکا شو
د نجلۍ شپه خوښه وه
ستوري یې راټول کړل
آو د خوب د کوټې پر کړکۍ یې وڅنډل
د سپوږمۍ روڼا ته یې دروازه خلاصه کړه
وړانګې یې راټولې کړلې
چې خړ پوړني باندې سپین کړي
د شپې رنګ او سایې یې راټولې کړې
ستوري یې پر وټومبل
ماخستن وو چې د قدمونو ښکالو
د کور په دروازه کې شنه شوه
د هیلو ډک دسترخوان یې وغوړوي
هلک یې پر ستورو میلمه کړ
د سپوږمۍ څراغو نه یې ورته بل کړه
شېبو د الاهو سندره ورته وویل
د واړو د خوبونو پر بالښت سرکېښود
د خیالونو تر تلتک لاندې بیده شوه
۲۰۲۶ / ۱۳ /۱
ستړی یوازیتوب
شپه و کور ته راستنه شوه
ستړی یوازیتوب یې د ځان څخه وڅنډه
اسمان د ستورو سندرو ونیو
سپوږمۍ د وړانګو په سمندر کې
لمبیږې
ستا خیالونو بیا په غیږ کې ونیولم
لکه روڼا و چې سپوږمۍ نیولې
لکه څپې سیند
ښاپیریو د ګلابو په اوبو غسل کړی
پر بامونو اتڼ کوي
د لمنو د ټالونو څخه یې ستورې څڅیږي
سارا د وړانګو په بستر کې
خواږه خوبونه ویني
شپې د تیارو خدایان د ځان څخه وشړل
که غواړئ چې د سپوږمۍ وړانګې وچښو
د خیال د رنګین جال څخه راووځه
د حقیت تر چینو پوري به ولاړ شو
هلته چې طلايي مځکه هره شیبه
لکه امیدواره مور د لمرونو زامن زیږوي
هلته چې ښارونه ښاد دي
هلته چې د زرینو سپېدو وړانګې
د ښځو پښو ته سرټیټوي
هلته چې جنسیتي آپارتاید اعدام شوی
او تبعیض په ابدي بند محکوم دی
هلته چې د وږمو د ښځینه سندرې
د غرونو د لوړو څوکو غرور ماتوي
د عقاب ځاله چیري ده؟
زه ورخیژم
پلو مې د دانو ډک دی
ځم ړندو ته د سپوږمۍ له بازاره سترګې راوړم
او د شپو د سیورو، رانجه
د غرونو شاته سهار، راویښوم
غواړم کښتۍ جوړه کړم
او د اسمان په سیند کې سفر وکړم
که زموږ د ښار وچو ويالو ته
د باران لاسونه را ورسیدل
افسانوي ټاپوګانو ته به سفر ولاړ شو
که زموږ د ښار دیوالونو چوپتیا ماته کړه؟
که زموږ پر لارو
د مکتبۍ نجونو قدمونو پسرلي وکرل
د شکر روژې به د وړانګو په اوبو ماتي کړو
او شکرانه نفل د لمر پر ورغوي ادا کړو
هغه وخت، که د نجونو پر پلونو
د بوډۍ ټالونه راشنه شوه
۲۰۲۵ / ۱۲ / ۲۹
غزل
د سپیدو پر اوږو راغله څوخیالونه ناتمامه
د بڼو څوکو کې ورځې، سترګې دوه غمګین ماښامه
د یو چا دوه مړوندونه، پسرلی، څانګې ګلونه
د یو چا په غیږ کې شپې وي ټوله میاشت ماه تمامه
نه ملا و نه فتوا وه، وزر روغ د اهتزاز و
شرنګ روا، آهنګ روا وو د پاولیو تر کلامه
د حجاب بهانه نه وه، شپې او ورځې وې بربنډې
له سپوږمۍ راتله تر ستورو لار د وړانګو بیا تر بامه
مینه، مینه ټول عالم و که طالب و که مطلوب و
درخانۍ وه، ګل مکۍ وه، ګلبشره وه، ګل اندامه
که د شپې نوم موَنث و، ورځ راتله ورسره پورې
د سپېدو تر وړانګو، وړانګو په روڼا باندې تمامه
لوستل ټولو ته روا وه که غوټۍ وه که وږمې وې
که نګهت راتلی له غرونو د غاټولو جام له جامه
که خندا سپینه د ستورو، که د پرخو او سبا وه
که سپوږمۍ وه که (پروین) وه له زهرې د لمر تر ګامه
۲۰۲۶ / ۲ / ۱