تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۹ مه) یوې نوې څېړنې ښودلې چې د قهوې د روغتیايي ګټو لږ تر لږه یوه برخه د هغو مرکباتو له اغېز سره تړاو لري چې د انسان په بدن کې پر یوه ځانګړي ریسپټر پروټین اغېز کوي؛ هغه پروټین چې د فشار، زړښت او د بدن د دفاعي غبرګونونو په برخه کې مهم رول لري.
له لسیزو راهیسې څېړنو ښودلې چې د قهوې څښل له اوږد عمر او د مزمنو ناروغیو د خطر له کمېدو سره مرسته کوي. د نفوسو پر بنسټ مطالعاتو هم ثابته کړې چې د قهوې څښونکو په منځ کې څو ناروغۍ چې لکه میتابولیک اختلالات، ځینې سرطانونه، پارکینسن، د حافظې کمزوري او د زړه ناروغۍ، کمې لیدل کېږي چې دا ټولې د انسان د عمر له اوږدوالي سره تړاو لري.
څېړونکي باور لري چې په قهوه کې موجود مهم کیمیاوي مواد، لکه پولیفینولونه او فلاوونویډونه، د انټياکسیدنټ او التهاب ضد ځانګړتیاوې لري چې حجرې له زیان او زړښت څخه ساتي. خو دا چې دغه مواد دقیقاً څنګه خپلې ګټې رسوي، تر اوسه روښانه نه وه.
اوس نوې څېړنه ښيي چې قهوه ښايي د «اېنآر۴اې۱» په نوم د یوه ریسپټر پروټین له لارې اغېز ولري. دې پروټین د زړښت، فشار او د زړه ناروغیو په برخه کې د خپل رول له امله د ساینسپوهانو پام ځان ته اړولی دی.
سټیون سیف، چې د دې څېړنې له لیکوالانو څخه دی او څېړنه یې په «نیوټرینټس» مجله کې خپره شوې، وایي: «موږ ښودلې چې د قهوې ځینې اغېزې ښايي د دې مرکباتو او دغه ریسپټر ترمنځ له تعامل سره تړلې وي؛ هغه ریسپټر چې بدن له فشار او زیان څخه ساتي.»
د «اېنآر۴اې۱» پروټین د بدن د فشار او زیان پر مهال د جینونو د فعالیت تنظیموونکی بلل کېږي. دا پروټین په ګڼو بیولوژیکي بهیرونو لکه التهاب، میتابولیزم او د نسجونو په ترمیم کې رول لري؛ هغه بهیرونه چې له سرطان، ذهني کمزورۍ او میتابولیکو ناروغیو سره نژدې اړیکه لري.
ډاکټر سیف وایي: «که د بدن نژدې هر نسج زیان وویني، دا پروټین د زیان د کمولو لپاره غبرګون ښيي. که دا ریسپټر لرې شي، زیان لا ډېرېږي.»
ساینسپوهانو موندلې چې په قهوه کې څو کیمیاوي مرکبات، لکه کافییک اسید، د «اېنآر۴اې۱» پروټین سره نښلي او د هغه پر فعالیت اغېز کوي. لابراتواري ازموینو ښودلې چې دغه مرکبات د حجرو زیان کموي او د سرطاني حجرو وده ورو کوي. خو کله چې دا پروټین له حجرو لرې کړل شو، دغه ساتونکي اغېزونه هم له منځه ولاړل.
ډاکټر سیف زیاتوي: «موږ وایو چې د قهوې د روغتیايي ګټو لږ تر لږه یوه برخه ښايي د همدې ریسپټر د فعالېدو له لارې وي. زموږ فرضیه دا ده چې د قهوې ځینې ګټور اغېزونه د دې پروټین له فعالیت سره تړاو لري.»
خو ساینسپوهان ټینګار کوي چې د قهوې اغېزې ښايي یوازې په یوه مسیر پورې محدودې نه وي.
سیف وایي: «ډېر ریسپټرونه او میکانیزمونه پکې ښکېل دي. موږ یوازې دا ښیو چې دا ښايي یو مهم مسیر وي. موږ دا اړیکه موندلې، خو لا هم اړتیا ده چې د دې تړاو اهمیت په ښه ډول وپېژنو.»
په راتلونکو څېړنو کې، ساینسپوهان هیله لري چې د مصنوعي مرکباتو په مرسته دا ریسپټر په لا اغېزمن ډول په نځشه کړي.