Homeخبرونهد ط د حکومت جګپوړو چارواکو له مولانا فضل الرحمان سره د...

د ط د حکومت جګپوړو چارواکو له مولانا فضل الرحمان سره د مولاناادریس پر وژل کېدو خواخوږي څرګنده کړه

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱ ۹مه) د طالبانو د حکومت مشرانو د جمعې په ورځ د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل‌الرحمان سره اړیکه ونیوله او د شیخ ادریس د وژل کېدو په تړاو یې خواخوږي څرګنده کړه.

پاکستاني رسنیو نن (شنبې) راپور ورکړ چې د جمعیت علمای اسلام د رسنیو څانګې ویلي چې د افغانستان دفاع وزیر ملا یعقوب، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ویاند ذبیح‌الله مجاهد په جلا جلا ډول له مولانا فضل‌الرحمان سره خبرې کړې دي.

د خبرو پر مهال، طالب مشرانو د شیخ ادریس پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه روح ته یې دعا کړې ده.

مولانا ادریس، چې د جمعیت علمای اسلام (ف) یو مخکښ غړی و، د مې میاشتې په پنځمه نېټه د چارسدې د عثمانزو په سیمه کې هغه مهال د موټرسایکل سپرو وسله‌والو له خوا ووژل شو چې یوې مدرسې ته روان و.

د داعش خراسان څانګې (ISKP) د دې برید مسوولیت ومانه، او وروسته پاکستان ادعا وکړه چې دا برید په افغانستان کې پلان شوی و.

له بلې خوا، په اسلام‌اباد کې د جمعیت علمای اسلام (ف) غړو د مولانا ادریس د وژنې پر ضد لاریون وکړ او د پېښې د عاملانو د ژر تر ژره نیولو غوښتنه یې وکړه.

دا لاریون د اسلام‌اباد د جمعیت علمای اسلام د مشر مفتي اویس عزیز په مشرۍ ترسره شو، چې پکې د ګوند ګڼو مشرانو او غړو ګډون کړی و.

د لاریون پر مهال د ګوند مرکزي ویاند اسلم غوري وویل، تر هغو چې د مولانا ادریس قاتلان ونه نیول شي، اوسنی حکومت به د هغه د وژنې مسؤول ګڼل کېږي.

هغه وویل، جمعیت علمای اسلام یوه سوله‌ییزه سیاسي ډله ده چې تل یې د سولې او ثبات ملاتړ کړی دی.

اسلم غوري زیاته کړه چې د مولانا ادریس وینه به بې‌ځایه نه ځي او ادعا یې وکړه چې اوس په پاکستان کې د هیچا ژوند، مال او عزت خوندي نه دی.

هغه د امنیتي ادارو پر دوامداره ناکامیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې خلک نور د دغو ناکامیو د زغملو توان نه لري.

دا احتجاجونه داسې مهال کېږي چې د مولانا ادریس د وژل کېدو له امله په جمعیت علمای اسلام کې پراخه غوسه راپارېدلې او ګوند د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نورو مظاهرو اعلان هم کړی دی.

2 COMMENTS

  1. دا پنجابزاده مولاناګان خو ددې کوعونیاتو پلرونه دي! څوک په خپل پلار نه خپه کيږي؟

  2. عجیبی کیسی روانی دی په نړی کی.
    په اینستاګرام کی می هغه ویډیو ولیده کومه چی د مقتول ملا ادریس یو خواخوږی یو خبرنګار ته د ګیلی پتوګه وویل چی مولانا فضل الرحمن د فلانی د جنازی په مراسمو کی ګډون کړی ۇ خو د خپل جمیعت د غړی ( ملا ادریس) د جنازی په مراسمو کی غائب ۇ.
    البته ما ته نه ادریس جالب ۇ او نه فضل الرحمن جالب دی خو خبره می دا ده چی نن سبا ټول فکری – عقیدتی تړاوونه مازی په رښکۍ سره پیوند دی او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...