سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د نوومبر ۲۲ مه د نړۍ څو مهمو سیاستوالو ته مهمه ورځ...

د نوومبر ۲۲ مه د نړۍ څو مهمو سیاستوالو ته مهمه ورځ ده

د جرمني انګیلا میرکل د ۲۰۰۵ کال د نوومبر په ۲۲ نېټه د لومړي ځل لپاره د دغه هیواد د صدراعظ په توګه لوړه وکړه.

میرکل، چې د جرمني په تاریخ کې یوه بریالۍ او لومړنۍ ښځینه صدراعظمه ګڼل کېږي، د ۱۹۵۴ د جولای په ۱۷ په هامبورګ کې زېږېدلې، د کرسچین دیموکرات ګوند غړې ده.

د هغې پلار د مسیحانو یو مذهبي امام او مور یې د انګلیسي او لاتیني ژبو معلمه وه.

د انګیلا کورنۍ د دې له زوکړې لږ وروسته د ختیځ جرمني برلین ته نژدې د تمپلین په نوم یوه ښار ته کډواله شوه.
د هغې مذهبي کورنۍ د ختیځ جرمني له کمونیستي واکمنۍ سره مخالفت درلود.

د انګیلا د ماشومتوب یوه ترټولو بده خاطره پرختیځ او لویدیځې برخې د جرمني وېشل او د برلین دېول درول و.

زده کړې

انګیلا میرکل په ۱۹۷۳ کې پوهنتون ته شامله او په ۱۹۷۸ کې یې د فزیک له برخې د فراغت سند واخیست.
هغه په پوهنتون کې له اولریش میرکل سره اشنا او په ۱۹۷۷ کې یې واده ورسره وکړ.

په ۱۹۸۸ کې له خپل دویم خاوند یواخیم زاور سره اشنا او څه موده وروسته یې واده ورسره وکړ.
انګیلا له دواړو ودونو اولاد نه درلود. اوس د خپل دویم خاوند د بلې رمنې له اولادونو سره ژوند کوي.

سیاست ته مخه

انګیلا میرکل په ځوانۍ کې پرته له دې، چې پرکمونیزم باور ولري، د جرمني د سوسیالیستي اتحاد ګوند د ځوانانو له برخې سره یو ځای شوه.

میرکل په دغه وخت کې په پټه د لویدیځ جرمني سیاسي خپرونې کتلې.
نوموړې د ۱۹۸۹ د انقلاب پروخت د جرمني له سیاست سره یو ځای شوه.

هغه دغه مهال د دیموکراتیکې ویښتیا ګوند سره ځان یو ځای او د ویاندې په توګه یې په اعتراضیه ناستو کې برخه واخیسته.

په ۱۹۹۰ کې د ختیځ جرمني د لومړني دیموکراتیک دولت د ویاند مرستیاله شوه.
هغې په ۱۹۹۱ کې د ښځو او ځوانانو چارو او په ۱۹۹۴ کې د چاپېریال ساتنې د وزیرې په توګه دنده سرته ورسوله.

د ګوند مشري او صدراعظمي

په ۱۹۹۸ کې انګیلا میرکل د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند ریاست ته ورسیده.

په ۲۰۰۰ میلادي کال کې هغه د جرمني د مسیحي دیموکرات ګوند د مشرې په توګه کارپيل کړ.
هغه په ۲۰۰۵ کې د جرمني د صدراعظمۍ پر څوکۍ كېناسته.

له هغه وخته تراوسه انګیلا میرکل کله د خپل ګوند له اړخه په یوازې ځان او کله په ایتلافي ډول په حکومت جوړولو بریالۍ شوې.

مه ځانګړنې

د انګیلا میرکل په ځانګړنو کې ترټولو مهم دا دي، چې هغه د نه وړاندوینې وړ، مرموزه، بې رحمه او پراګماتیکه (عملپاله) سیاستواله ده.

هغې ته ځينې د یوویشت پېړۍ د مارګرت تاچر نوم اخلي او له هغې سره یې ورته ګڼي.

انګیلا په ټوله کې یوه کاریزماتیکه سیاستواله ګڼل کیږي. هغه د نړۍ په مختلفو برخو کې ګڼ پلویان لري.
میرمن میرکل په ۲۰۱۵ کې د نړۍ د ترټولو ځواکمنې رمنې لقب وګاټه.

د بحرانونو غوره مدیریت

مبرمن میرکل په نړیواله کچه له دې كبله ډېره مطرح شوه، چې مختلف بحرانونه یې په ښه ډول مدیریت کړل.
هغې د جرمني پولې د کډوالو پرمخ پرانیستې، د اروپایي پولي واحد (یورو) بحراني وضعیت یې ښه مدیریت کړ او د جرمني اقتصادي وضعیت یې له یو بد حالت څخه ښه حالت ته بدل کړ.

په ۲۰۱۲ کې فوربس مجلې اغلې میرکل د نړۍ تر ټولو اغېزمنه ښځه وبلله.

له سیاست سره مخه ښه

مبرمن میرکل په نړیواله کچه ترځلیدو وروسته په وروستیو کې د نفوذ له کمښت سره مخ ده.
انګیلامیرکل په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نور به د ګوند مشرۍ ته بیا کاندیده نه شي او په دې ډول به له سیاست سره مخه ښه وکړي.

1 COMMENT

  1. تاندوالو ته سلامونه،
    په بښنې سره د دې لیکنې سرلیک؛ فوټو او متن سره توپیر لري!
    په سرلیک کې لیکل شوي چې (د نوومبر ۲۲مه د نړۍ څو ؟؟؟مهمو سیاستوالوته…) ؛ مګر یوازې د انګیلا میرکل سوانح !
    -فوټو کې (( د فرانسې تاریخ!!))؟؟
    نور مهم سیاستوال کوم دي؟؟؟
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب