تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کینیا د کانونو له وزیر حسنعلي جوه سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې د چای او قهوې ترڅنګ د کینیا د نورو تولیداتو صادرات هم افغانستان ته زیات کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عزیزي چې د تانزانیا په پلازمېنه دارالسلام ښار کې د پانګونې په اووم نړیوال کنفرانس کې د ګډون دې هیواد ته تللی، له حسن علي سره جلا لیدلي دي.
د دغه وزارت په وینا، دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د پانګونې پر فرصتونو او د کانونو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ، په ځانګړې ډول د معدني توکو د پروسس او صادراتو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان او کینیا د محصولاتو لپاره د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د ځای برابرول او د کرنیزو او صنعتي تولیداتو په برخو کې د همکاریو پراخول هم د دې لیدنې نور مهم موضوعات وو.
نورالدین عزیزي د افغانستان تولیدي او صنعتي وړتیاوو ته په اشارې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې، د کینیا د کانونو وزیر د همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او د کینیا د تولیداتو لپاره یې د افغانستان د بازار پر وړتیا ټینګار کړی دی. هغه د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغانستان ترانزیتي او لوژستیکي موقعیت هم مهم بللی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لورو د ګډو نندارتونونو د جوړولو او د یوه هوکړهلیک د چمتو کولو په اړه هم موافقه کړې، چې له مخې به یې د ګډې کاري ډلې د جوړولو لپاره زمینه برابره شي.
د هوکړې له مخې، کینیا به د دغه هوکړهلیک لومړنۍ مسوده چمتو او د ارزونې او نظر ورکولو لپاره به یې له افغانستان سره شریکه کړي.