تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د ښځو د ناروغیو (نسایي) متخصصانو په وینا، په ښځو کې له ۴۵ کلنۍ وروسته په ځیګر کې د غوړ کچه په چټکۍ سره لوړېږي، چې لوی علت یې د استروجن هورمون کموالی دی.
د هغوی په خبره، کله چې د زیږون عمر پای ته ورسېږي، د استروجن اندازه کمه شي، چې له امله یې په بدن کې د غوړو وېش بدلېږي.
غوړ چې مخکې په زنګنونو او ورنونو کې ذخیره کېدل، اوس د نس په شاوخوا او د داخلي غړو پر شاوخوا راټولېږي. دا بدلون د انسولین مقاومت زیاتوي، چې په پایله کې یې په ځیګر کې غوړ ژر راټولېږي.
د متخصصانو په وینا، د فیټي لیور (د ځیګر غوړوالی) ناروغي په لومړیو پړاوونو کې هېڅ ښکاره نخښې نه لري او وزن هم ډېر نه زیاتېږي، له همدې امله ډېری ښځې پر وخت تشخیص نه شي کولای.
خو دا حالت د شکر (دیابت)، د زړه ناروغیو او فلج خطر زیاتوي.
متخصصانو سپارښتنه کړې چې ښځې باید متوازن او له پروټین څخه بډایه خواړه وخوري، منظم ورزش وکړي، خپل وزن کنټرول کړي، کافي خوب وکړي او ذهني ارامتیا ته پاملرنه وکړي.
همداراز منظمې طبي معاینې هم ضروري دي، څو ناروغي پر وخت تشخیص او درملنه یې ممکنه شي.