غضنفر صاحب وايي چې د متن ليکلو پر مهال کلمې داسې وکاروئ؛ لکه زرګر چې غمي په څومره مهارت او هنر سره کاروي. مثلا که څوک سياسي ليکنه کوي، بايد د کلمو او اصطلاحاتو ټاکنه له سياسي ليدلوري او قاموسه وکړي، همداسې که څوک ادبي يا هنري ليکل کوي، د ليکنې د محتوا او پېغام د ښه لېږد لپاره بايد د کلمو په ټاکنه کې ډېر حساس و اوسي.
څوک چې د ليکلو فطري استعداد لري، هغوی که د ليکلو د هنر په غوړېدا کار وکړي، ممکن په راتلونکي کې لوی ليکوال شي؛ خو دا چاره د همدې مبتدي ليکوال لپاره هغه مهال شونې ده، چې د ليکلو چاپېريال ورته پيدا شي.
پخوا چې ټولنيزې رسنۍ کمې يا نه وې، د مطالعې او ليکلو دود هم زيات و. دا اوس چې خلک په فېسبوک او نورو خواله رسنيو يو بل ته پېغامونه لېږي، دا چاره پخوا خلکو د ليکونو له لارې کوله. د ليک ليکلو لپاره بايد ليکوونکي د مناسبو کلمو ټاکنه کړې وای. که به يې خپله ادبي ليکنه نه شوای کولای؛ نو به يې بل داسې څوک پيدا کول، چې حداقل يو ښه او مناسب متن وليکي.
البته ټولنيزو رسنيو دا کار وکړ چې ډېر نالوستي يا کم لوستي خلک يې هم په څه نا څه ليکلو راوستل. دلته هر څوک خپل ښه او نا څيزه هنر په خپله مخپاڼه زړور ځړولی شي؛ خو پاخه ليکوال يې د ليکلو له هنره ولوول. يو خو پر ټولنيزو رسنيو څوک اوږدې ليکنې نه لولي، بل دا چې د خپلو ليکلو لپاره بايد داسې هم مسلکه څوک هم دلته ولرې چې ستا د ذوق او فکر همدم وي.
ټولنيزو رسنيو که زموږ د مطالعې ساحه پراخه کړه؛ خو د ليکلو ساحه يې بيخي راکمه کړه، موږ په خواله رسنيو ډېر کم د خپل مسلک اړونده ليکنې لولو يا ليکو؛ خو له عمومياتو سره ډېرمخ کيږو.
ټولنیزو رسنيو حتی زموږ په شعر هم اغېز کړی دی، هغه پختګي چې د شعر په نه خپراوي کې وه؛ اوس يې پر ټولنيزو رسنيو د خپراوي تلوسې له منځه وړې ده. ډېر لوی لوی شاعران ګورو چې په بيړه يې شعر فېسبوک ته پورته کړی وي؛ خو بل وخت يې ګورو چې بېرته يې خپل شعرکې اصلاحات کړي وي.
خبره مو د ليکلو د هنر او ليکونو کوله. هغه وخت به ډېرو خلکو ورځپاڼې او مجلې لوستې، چې اکثرو به ټولنيزې ليکنې درلودې. مانا دا چې د هر ذوق لوستونکو ليکنې به پکې وې. له افغانستان پرته په نورې نړۍ کې اوس هم د ورځپاڼو، مجلو او جريدو لوستونکي شته. دوی ټولنيزه ميډيا دومره نه څاري؛ لکه ورځپاڼې. په کوزه پښتونخوا کې زما ملګري دي، هغه ويل چې موږ ته اوس هم هره ورځ بېلابېلې ورځپاڼې او جريدې کور ته رارسول کيږي، دا چاره په نوره نړۍ کې هم کېږي.
هغه مطالعه چې له کتاب، مجلې او ورځپاڼې کيږي، نظر د ټولنيزو رسنيو مطالعې ته د ليکلو د هنر د الهام يې هم توپير کوي؛ ځکه چې پر ټولنيزو رسنيو زموږ ليکنې يو بار مصرف وي؛ ځکه مو پر محتوا او پېغام زيات فوکس هم نه وي؛ مګر که موږ د مجلې، کتاب او جريدو لپاره ليکنې کوو؛ اړ يو چې د مضمون ښه والي لپاره دقت هم زيات وکړو او وړاندې تر ليکلو مطالعه هم ورته وکړو.
لږ نور هم د ليکلو هنر ته تم کيږو، زموږ د ادبياتو په ټولګي کې دوه کم شپېته زده کړيال وو؛ خو دوه درې ملګرو ادبي ذوق درلود او لږه زياته ليکوالي او شاعري يې کوله. څوک چې د کانکور د انتخاب له مخې ادبياتو ته راغلي وو؛ د هغوی ذوق ليکوالي ته هيڅ جوړ نه و؛ بلکې ادبيات يې د بېکارو خلکو پوهنځی باله. د همدې ذوق له مخې دوی تر اخره يوازې د تدريسي کتابونو او چپټرونو په مطالعه وخت تېراوه؛ ازادې مطالعې، ادبي بحثونو او مشاعرو خوند نه ورکاوه؛ ځکه چې دوی د ليکوالۍ تومنه نه درلوده؛ خو چا چې ادبي ذوق درلود، هغو ملګرو به ويل چې په ښوونځي کې يې ادبي کتابونه لوستل خوښېدل.
د ليکوالۍ هنر د هر مسلک له مسلکي سره مرسته کوي؛ که څوک انجينر وي، ممکن د انجينري په برخه کې ښې څېړنې او ليکنې وکړې او خپلې ژبې ته ژباړې وکړي، همداسې ډاکټر او د بل بل مسلک لارويان پسې درواخله.
زما ياديږي، زه په ښوونځي کې وم؛ يو استاد مې سپارښتنه راته کړې وه چې بايد يوه روزنامچه يا د يادښتونو کتابچه کې د هرې ورځې يادښتونه وليکم. ما همداسې وکړل، د هرې ورځې پېښې هر ډول پېښې او شخصي معلومات مې پکې ليکل. ما سره هغه کتابچه اوس هم شته. اوس چې موږ تذکرې جوړوو، خپله اصل زېږد ورځ اکثرو خلکو ته نه وي مالومه، اټکلي يوه نېټه پکې وليکي. ما دا کار کړی و چې د خپلې کورنۍ حتی د لرې او نږدې خپلوالو د زوکړې او مړينې نېټې راسره وليکم. زموږ خپلوانو کې اکثره خلکو ته مالومه ده چې دا کار ما کړی دی، دوی رانه د خپل زوکړې د ورځې نېټې غواړي.
ډېر خلک د ډېرو او نه ليکلو وړ ليکنو او يادښتونو خلاف دي؛ خو نه، زه وايم چې هر څه دې وليکل شي؛ خو په خپراوي کې دې احتیاط وشي. زموږ د ژوند اړونده هر څه ليکل له موږ سره د ليکوالۍ د هنر په پياوړي کېدو کې مرسته کوي او زموږ حافظه هم ورسره ښه کيږي. د مالوماتو پانګه مو هم زياتيږي او د ژوند د چارو په تنظيم کې هم مرسته راسره کولای شي.
د مثال په ډول که موږ د ژوند لوړې ژورې، خاطرې او ورځني يادښتونه له ځانه سره وليکو، يو خوا به موږ سره د راتلونکي ليکنو لپاره خام مواد پاتې شي او بلې خوا ته به مو د ليکوالۍ هنر پاللی وي. دا هم نه ده اړينه چې زموږ هر ډول يا هره ليکنه دې د لوستونکو لپاره مهمه او د چاپ او خپراوي وړ وي، استاد اسدالله غضنفر وايي:
ــ هغه ليکوال چې خپلې خبرې مهمې ګڼي او له لوستونکو توقع لري چې د ده خبرو د پوهېدو لپاره دې خامخا ځانونه په تکليف کړي، اشتباه کوي. ادبي اثر د بل هر هنري اثر غوندې بايد خوندور وي او تر وسه وسه په داسې انداز ليکل شوی وي چې لوستونکی ورنه په اسانۍ سره ګټه پورته کړي.
پاتې شوه خبره د شعر او نثر ليکلو چې کوم يو دې وليکل شي او د کوم يوه اړتيا زياته ده. ډير خلک په دې اسرار کوي چې شعر زيات ليکل شوی دی بايد نثر ته توجه وکړو؛ خو زه وايم چې نه، نثر هم زیات دی، موږ ټوله ورځ خبرې په نثر کې کوو؛ مګر په شعر ډېرکم سره غږيږو. البته د نثر په څېر په معياري شعر هم ټينګار پکار دی. خدای دې وبخښي شپون صاحب او ځينو نورو ليکوالو هم د شعر په نه ليکو تاکيد کاوه؛ خو اصل خبره لکه وړاندې مو چې وويل د ليکلو د اړتيا سربېره د معيار هم ده. د خوشال بابا، رحمان بابا او نورو شاعرانو په دور کې هم په لسګونو شاعران وو؛ مګر د وخت غلبېل ترې ښه او بېکاره شاعران چاڼ کړي دي. شعر د ليکوالۍ لپاره بهترينه زينه ده، زموږ ټول لوی ليکوال؛ لکه الفت صاحب، بېنوا صاحب، رښتين صاحب، مجروح صاحب او حتی صميم صاحب او رفيع صاحب د شعر په زينه د نثر بام ته ختلي دي. خپله شپون صاحب چې د شعر ليکلو مخالفت يې کاوه؛ په لومړيو کې بهترينه شاعري کړې ده؛ خو وروسته بيا هنري او داستاني ادبياتو ته راګرځېدلی دی.
په وروستيو کې چې خلک يې د A.I يا د مصنوعي ځيرکتيا د ټکنالوجي زمانه بولي، له بده مرغه هغه لږ وزيات د ليکوالۍ هنر چې مبتدي ليکوالو درلود؛ هغه هم ترې پيکه پاتې شو. په ليکوالۍ کې چې کله د عقل پر ځای نقل ته انسان تمه ګير شي؛ نو اصل هنر او تخليق خپل اصالت له لاسه ورکوي. ممکن په تخنيکي او نورو هنري برخو کې چټ جي پي ټي له موږ سره ډېره مرسته وکړي؛ خو په پښتو څيړنيزو او هنري ليکنو، په خاص ډول په د شعر په برخه کې راسره هيڅ مرسته نه شي کولای؛ بلکې که تاسې ترې شعر وغواړئ يا يو شعر د څېړنې او کره کتنې لپاره ورکړې؛ نو ځوابونه يې له اپلتو پرته هيڅ نه وي.
په دې کې ممکن زموږ پښتنو د هرې برخې د مسلکيانو ګنا وي؛ چې چټ جي پي ټي راته نيمګړي يا نا کره مالومات راکوي؛ ځکه چې هغه مالومات له ځانه نه راکوي؛ بلکې زموږ نيمګړي او نيمه خوا مالومات بېرته زموږ د پوښتنو مطابق راکوي او شعر خو څرګنده خبره ده چې د فکر، عاطفې او تخيل ژبه ده، يا لکه خوشابابا چې وايي:
ملايي په ډېر تحصيل شي
شاعري ده له حکمته