لیکنه: طالب منګل
په شاعرۍ کې چې د یو وخت دوه شاعران موضوع٬ د بیان ژبه٬ احساسات او تخنیک په یو ډول کاروي او یا ورته والی ولري همدا ادبي موازي پیوستون دی٬ د یو شاعر د سبک پېژندنې لپاره هم تقریبا همدا اړخونه په پام کې نیول کې٬ چې د سبک د توکو د پېژندنې په موخه ترې هم استفاده کولی شو.
په هر صورت موازي پیوستون دې ته وایي چې دوه شاعران ورته موضوع غوره کړي٬ احساسات یې سره نیږدې وي٬ ژبنی تصویرونه او ترکیبونه یې له یو او بل سره په ډېرو پنځونو کې نښتي وي او تقریبا سبک یې سره ورته وي همدا موازي پیوستون دی او په ادبیاتو کې یې په همدې نوم تحلیل کولی شو.
یوسف شاه سپېلنۍ او عبیدالله دروېش درانی د یو وخت شاعران دي٬ عمرونه او جعرافیه یې له یو او بل بېله ده٬ موږ یې پردې نه غږیږو چې کوم یو یې له بل متاثره شوی یا یې سبک کومې ځانګړتیاوې لري بلکې موږ یې په موازي ادبي پیوستون خبرې کوو.
دوه یا زیات شعران هغه وخت موازي پیوستون خپلوي چې یوه یې موضوعي ورته والی یا نیږدوالی دی او څلور نور یې د احساس څرګندول٬ تصویرجوړونه٬ د ژبې بیان او د نرمو قافیو کارول دي.
د سکالو له مخې دواړه شاعران په خپلو شعرونو کې درد٬ تنهایي٬ وطن٬ جګړه٬ کړاونه او بې وسي ته انعکاس ورکوي.
دا ورته والی یو پیوستون بللی شو په دې چې دا یوه مفکوره ده ځکه چې دا پیوستون دواړو شاعرانو ته اجازه ورکوي چې د یوې واحدې تجربې بېلابېل زاویې راڅرګندې کړي.
دروېش درانی وایي:
زړه مې درد کوي، له زړه ورپسې ژاړم
دښمنـان چې مې وي مـړۀ، ورپسې ژاړم
بيلتانۀ دې د هر چا په غم شريک کړم
يـار د بـل درومې او زه ورپسې ژاړم
یوسف شاه سپېلنی وایي:
جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړي
په داسې مرګ مې مړ کړه چې دښمن راپسې ژاړي
ډېوې ! دومره لوګی خو د دېوال پر مخ هم پریږده
اشنا چې ورته ګوري ماخوستن راپسې ژاړي
قربان د شاعرۍ له دې مقامه سپیلنیه !
غزل مې لکه خپل وروڼه زامن راپسې ژاړي
پورته د دواړو شاعرانو بیتونه لوستونکي ته احساس ورکوي خو دا موازي پیوستون نه دی٬ اصل کې د دواړو شاعرانو بیتونه بېل مفهم لري او موضوعي یوالی یې جلا دی.
همدې بیتونو سره که د پرتلې لپاره یو څو نور مثالونه راوړو نو موازي پیوستون به د موضوع له مخې راڅرګند کړي لکه:
یوسف شاه سپېلنی وایي:
مسکا مې ويني د مسکا شاته ژړا نه ويني
دا دنيا ولې د يو بل د زړه دنيا نه ويني؟
زه د دې دور د کيمرې شاته ولاړ سړی يم
په تصويرونو کې تا ويني خلک ما نه ويني
دروېش دراني وایي:
زړه مې درد کوي، له زړه ورپسې ژاړم
دښمنـان چې مې وي مـړه، ورپسې ژاړم
بيلتانۀ دې د هر چا په غم شريک کړم
يـار د بـل درومې او زه ورپسې ژاړم
یا لکه دا بیتونه:
یوسف شاه سپېلنی:
سرونه ايښي دي د يو بل په څنګل ژاړي
موسم قاتل شو پاڼې ورژيدې ګل ژاړي
دروېش دراني:
موسم بدل دی ښايي تللي مرغان بېرته راشي
و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي
تا کوی شوی خو تا یاره جوړه نه کړه
زما زړه نه دې هنداره جوړه نه کړه
با وجود ددې چې تاته لاره نه وه
ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه
یوسف شاه سپېلنی:
چا پسې وغړوم سترګې اخير چاته کينم
له بنډارونو ځکه دوه قدمه شاته کينم
لکه ډيوه مې مخ ته را نشې په نيمه شپه کې
نن مې د خپلو اسويلو ګرمې هواته کينم
دروېش درانی وایي:
لحده نیسه یې قرار په غېږ کې یو دردېدلی او خوږمن در سپارو
دي پرهرونه یې د ستورو په شان د کهکشان زخمي بدن در سپارو
په پورته بیتونو کې د دواړو شاعرانو موضوعي پیوستون شته خو یوه بله موضوع چې د وطن درد او جګړه ده٬ دواړه شاعران موازي پیوستون لري لکه:
یوسف شاه سپېلنی:
جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړي
په داسې مرګ مې مړ کړه چې دښمن راپسې ژاړي
ډېوې! دومره لوګی خو د دېوال پر مخ هم پریږده
اشنا چې ورته ګوري ماخوستن راپسې ژاړي
دروېش درانی:
چې بيا نه توره پورته شي نه سر په وينو رنګ شي
باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي
که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي
یوسف شاه سپېلنی:
د دې لښتي اوبه به يو وخت سمندر ته رسي
زموږه عقل به له پوندو پورته سر ته رسي
چيغه مې وکړه د لمبې شکل يې غوره کړلو
اوس که بنګلې ته رسي ځي دي که څادر ته رسي
د ګل سورخي او دا زما د زړه د وينو سورخي
جانانه ستا د اننګو سورخي ته چر ته رسي
به یو شمېر نورو غزلونو بیتونو کې هم موازي پیوستون شته چې دواړه شاعران د خلکو بې وسي او ظلم په اړه بېلابېلې زاویې کاروي لکه:
یوسف شاه سپېلنی:
ګیله له نورو خلکو نه راځي له خپلو راشي
له پښتنو درنو ښاغلو او آغلو راشي
زمونږ ګلونه په سپرلي کې هم ازغي ټوکوي
دلته چې کوم ماشوم د پښو شي په ښکنځلو راشي
دروېش درانی:
دروېشه داسې به ونه شي چې زموږ هدیرې
سپین ږیري وګرځوي تول او ځوانان بیرته راشي
وېره او بې وسه کورنۍ د دواړ شاعرانو یو بل موازي بیوستون دی چې دواړه شاعران یې په بېلابېلو زاویو کې وړاندې کوي.
یوسف شاه سپېلنی:
له هوا ويره هغه لري په کور کې
چې يا شمع يا ډيوه لري په کور کې
پښتانه ولې د شپې په مړي ژاړي؟
دوی خو داسې کوم څه نه لري په کور کې
دروېش درانی:
اې مورې زوی دې داسې یوه جنګ لره روان دی
چې ته هم د بري ورته دعا کولی نه شې
دواړه شاعران په موازي توګه یو اوږد پیوستون لري چې ددې پیوسوتون یوه بل موضوع انساني بې پناه حالت او ستونزې دي.
یوسف شاه سپېلنی وایي:
نه به سيوري نه به ستوري د اسمان شوو
هسې نه د دغو ورځو په ارمان شوو
قدم ونيسئ ميږي په مخکې راغله
هسې نه د خدای په وړاندې قاتلان شوو
دروېش درانی وایی:
دا رنګه شپه وه چي پر سر باندي مو ستوري نه وو
داسي مزل و چي تر پښو لاندي مو لاره نه وه
ستا په تندي کي به مي خپله څيره ولیدله
په کوم ورځ چي به له ما سره هینداره نه وه
یو په قبرونو کي راغلي تر دې ځایه پوري
درویشه! دا ځل د وطن ځمکه هواره نه وه
شاعرانو ته د ژوند پېښې ستونزې ښکاري خو ددې ستونزو د وتلو هڅې هم یو پیوستون لري لکه:
یوسف شاه سپېلنی:
هم په روغو هم په شاړو کې موجود دي
زهرجن بوټي په دواړو کې موجود دي
بې سببه مو څوک نه بولي ماران
څه خويونه په موږ واړو کې موجود دي
د تمام عمر د ناستې برکته
اثرات دې په ولاړو کې موجود دي
په ټپه کې مې رانجه تر ستوني تېر دي
ګنې ډير څه مې په غاړو کې موجود دي
دروېش درانی:
زیاتیږي ورځ په ورځ دلته د درد غوندي وګړي
پیدا کړې لویه خدایه! د دوا غوندي څه خلک
اوس دا پیوستون یو څه نور هم راسپړو په پورته مثالونو کې دروېش درانی وایي ( زړه مې درد کوي، له زړه ورپسې ژاړم) او یوسف شاه سپېلني بیا وایي)
مسکا مې ويني د مسکا شاته ژړا نه ويني) دا دواړه نیم بیتي د انسان د غم او درد احساس څرګندوي، که څه هم لفظي ترکیبونه سره توپیر لري.
بل مثال: دروېش درانی وایي( موسم بدل دی، ښايي تللي مرغان بېرته راشي) او یوسف شاه سپېلني وایي( ګیله له نورو خلکو نه راځي، له خپلو راشي) په دې دواړو نیم بیتیو کې د خلکو د ستونزو، بې وسۍ او ناتوانۍ احساس په شعر کې وړاندې کوي، خو د بیان لاره د دواړو بېله ده.
په پورته مثالونو کې دواړه شاعران استعاري ترکیبونه، نرمه قافیه او ژبني تشبیهات کاروي مثال:دروېش درانی وایي( دي پرهرونه یې د ستورو په شان د کهکشان زخمي بدن در سپارو) یوسف شاه سپېلنی وایي( لکه ډيوه مې مخ ته را نشې په نيمه شپه کې) په دې دواړو کې شاعران ژبني تصویرونه کاروي چې لوستونکي ته قوي بصري او عاطفي اغېز ورکوي دا د دواړو شاعرانو د سبک نږدېوالی او موازي تخنیکي پیوستون ښيي.