تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۹ مه) په داسي حال کې چې په کابل کې د غلاوو په اړه شکایتونه زیات شوي، د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ اعلان وکړ چې د موټرسایکلونو د غلا په تور یې یوه لویه دله نیولې چې لسګونه غړي لري.
د کابل ولایت امنیه قومندانۍ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ښار اړوند د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو یوه ډله کسان د موټرسایکلونو او بایسکلونو د غلا په تور نیولې دي.
په خبرپاڼه کې د یادې حوزې د کنټرول امر حافظ منیب له قوله ویل شوي، چې «مجاهدینو» یوه ۲۳ کسیزه ډله نیولي، چې د ښار په بېلا بېلو برخو کې به یې له خلکو څخه موټرسایکلونه او بایسکلونه غلا کول.
د نوموړي په وینا له یادو کسانو سره ۱۸ موټرسایکلونو هم نیول شوي دي.
قومنداني ښاریانو ته، چې موټر سایکلونه یې غلا شوي خبر ورکړی، چې د خپلو موټرسایکلونو د ترلاسه کولو لپاره له قانوني اسنادو سره پنځمې امنیتي حوزې ته ورشي.
د ښاغلي منیب په خبره نیول شویو کسانو په لومړیو څېړنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي اورګانونو ته وسپارل شي.
جنايي پېښو په ځانګړې ډول د کابل په بېلابېلو برخو کې غلاوو په دې وروستیو کې د کابل ښاریانو جدي اندېښنې راپارولې دي.
ځیني کابل ښاریان وايي، د ټیلفونونو، موټرو او موټرسایکلونو د غلاوو د زیاتېدا له کبله سبب شوې چې د شپې په مخه له کورونو ونه وځي.