تاند (شنبه، د غويي/ ثوږ ۱۹ که) فاکس نیوز چاینل راپور ورکړی چې د امریکا پوځ د غويي په ۱۸مه، د جمعې په ورځ، د ایراني بېړیو پر ضد نور هوايي بریدونه هم کړي او له تېلو څو تشې بېړۍ یې په نخښه کړې دي، چې ویل کېږي د ایران له محاصرې یې د تېرېدو هڅه کوله.
دې تلویزیوني چاینل د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي: «هغه بېړۍ چې په نخښه شوې، ډېرې لویې تېل وړونکې بېړۍ (VLCC) وې، چې تشې وې او هڅه یې کوله له محاصرې په تېرېدو بېرته ایران ته ستنې شي.»
تر اوسه پنټاګون او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې خبر څو ساعته مخکې، د بېړیو د څار وېبپاڼې «ټېنکر ټرېکرز» په اېکسپاڼه کې لیکلي و چې «په تېرو دوو ورځو کې د ایران د تېلو د ملي شرکت د تېلو درې تشې بېړۍ، د پاکستان د ځانګړې اقتصادي سیمې له لارې، د امریکا د سمندري ځواکونو د محاصرې کرښې ته ننوتې دي، څو بېرته ایران ته ستنې شي. دا درې بېړۍ ټولټال د پنځه میلیون بېرله اومو تېلو د لېږد وړتیا لري.»
له بلې خوا، مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې د جمعې په ماسپښین د ایران د سیریک ولسوالۍ په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
همداراز، د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو د ایران په ځینو جنوبي ښارونو کې هم د چاودنو د غږونو خبر ورکړی دی.
له دې مخکې، د امریکا پوځ اعلان کړی و چې د سمندري محاصرې له پیل راهیسې یې د جمعې تر ورځې د ایران بندرونو ته د څه باندې ۷۰ د تېلو بېړیو د داخلېدو او وتلو مخه نیولې ده.