Home+د مجروح (وطن مور) شعر او زموږ اوسنى سياست

د مجروح (وطن مور) شعر او زموږ اوسنى سياست

ليکوال: محمود مرهون

(د ارواښاد بهاوالدين مجروح په ياد جوړي سوي غونډي ته په ننګرهار کي ليکل سوې او ويل سوې ده)

خداى کله ناکله پر ولسونو مهربانه سي او خپل يو نازولى خپل ولس ته د سمو لارو د ښوولو او د ښه او بد د تميز له پاره را و لېږي بيا نو بختور خلک هغوى وي چي د خداى له دې ستر رحم څخه ځان ته ګټه وکړي خو موږ غوندي بدبخته خلک يې خوله له خاورو ډکه کړي او هيلي يې په سند لاهو کړي.

لوى استاد الفت صاحب به ويل:

ميندي راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه

يو يا دوه يې افلاطون او سکندر سي

خو زه د استاد له دې خبري سره سخت مخالف ځکه يم چي زما وطن تر افلاطون او سکندر ډېر پياوړي او پوه بچي زېږولي خو د حالاتو جبر د پردو دښمنۍ او د خپلو ترپګنۍ تر غوړېدو مخکي رژولي. ملي قايد حاجي ميرويس خانه نيکه به ناحقه نه ويل چي علم او پوهه يوازي د ناز او نعمت په خاوندانو  کي نه ده زموږ په غرو او رغو کي هم پوهان او عالمان سته. زه چي پر خپله خاوره د پوهي او علم ستر عالمبردارن ګورم پر خپلو اصلافو ځکه په قار سم چي همېشه يې د غربي کلک،سخت او بدرنګه او عربي د شد او مد درلودنکو نومونه زموږ په ذهن کي داسي را نصب کړي چي خپل مو بېخي خيال ته نه راځي.

زه د خپلي دغه خبري د زبات له پاره د شلمي پېړۍ د يوه داسي فلسوف نوم په ډېر افتخار اخلم چي د ځان ځاني ښامار فلسفه يې د نړۍ د فلسفې د يويشتمي پېړۍ شهکار دئ مګر دا چي د پښتانه په خوار او جنګ ځپلي ملت کي پيدا سوى نو ليکنه او پنځونه يې يوازي زموږ تر خاوري محدوده پاته سوې مګر د هغه نوري فلسفي ليکني اوس هم د فرانسې د سترو څېړونکو د خاصي توجو وړ دي.

دلته زه د ارواښاد پوهاند سيد بها الدين مجروح پر داسي يو شهکار شعر (د وطن مور) ږغېږم چي څلور لسيزي وړاندي يې ويلى وو او په تېرو څلورو لسيزو کي د هغه ټولي پيشګوياني لکه څنګه ده فکر کوئ هم هغسي ټکي په ټکي و سوې. هغه يو سترګور انسان وو چي هر څه يې له مخکي ليدل او د دې خوار وطن برخليک تر تور ډېر تياره ور ښکارېدى. هغه چغي کړې، خلک يې ويښتيا ته و بلل مګر هغه خلک چي ده يې ويښول غوښتل دى يې د تل له پاره چوپ کړ.

د وطن مور شعر پر پنځو بيلابيلو برخو را څرخي دغه شعر چي په دې لاندي بند پيلېږي:

زمانه شوله اخيره

عجبيبه خبري اورم

د وطن مور ته يو چا داسي ويله:

اې د وطن موري!

پر ما ګراني په زړه پوري

ځار قرباني دي له مېرو شه

د سپېرو شاړو دښتو شه

خو لعنت دي په بچو شه

د دغه شعر په لومړي بندي کي د دې وطن پر عظمت د يوه وطن پرسته شاعر مينه او له دې خاوري سره د ليونى مېني اظهار ګورئ مګر ورسره د دې خاوري د پاشل سو، خودکش بې ګانه پرسته وطنوالو له شره امان غوښتل سوى که څه هم چي له پښتانه او افغانه لا له مخکي ټولو منورينو ګيله کړې او تر دې يې په ستخو الفاظو ياد کړي چي حضرت خوشحال خان خټک يې يو ښه مثال دئ.

نړۍ همېشه د تحول او سمون پر لور ګامونه اخستل مګر افغان بچي همېشه د بيګانو په مفکوره او پردو له پاره په پردي توپک خپل ورور و واژه او خپله خاوره يې ويجاړه کړه، په هغه وخت کي چي نړۍ د ښکلي کېدو او پرمختګ ګامونه اخستل افغان بچى لا دوو وزو ته ناست وو او د نړۍ سيالي يې د کفر خوا ته د تګ هڅه بلل، ارواښاد مجروح د همدې شعر په دوهمه برخه کي له همدې شکايت کوي:

اې د وطن مور پر ما ګراني

نن اختر دئ، بختور دئ

دا کميس دي پرون تور و

نن هم هم تور دئ

خړ پرتوګ دي څيري څيري

نوى نه شو،

خو اختر دي مبارک شه

ګراني موري

 شعر همدا زموږ روزمره خبري دي مګر په سمبوليکه ژبه وړاندي کېږي په پورته بند کي تاسي د نړۍ د اختر او زموږ د بې وزلۍ داستان ګورئ، زموږ د شاړ او ويجاړ هيواد تيکه تيکه کېدل او له خاوري بېلېدونکي سيمي وينى چي کله به د ګلونو له هار ننګرهاره خاوره بېلېده او کله هم د تاريخونو له ښار کندهاره همدا خاوره د وطن د مور پرتوګ دئ چي بچو يې هيڅکله پر يو حال پرې نه ښود او هيڅکله يې د خوښۍ کميس چي د هيوادولو خوشحالي ده په برخه نه سوه.

اې د وطن موري

ښه دى ښه دى

چي پرتوګ دي خړبخن دئ

څيري، څيري

د هيچا نه په کارېږي

نه خرڅېږي

ځکه ستا بچي  ډېر زښته نارينه دي

خرڅوي د مور پرتوګ هم

خو ښه دى چي نن پوهاند صاحب نه سته که واى شايد تر دې به زيات خپه واى ځکه بچو يې نه يوازي دا چي د وطن د مور پرتوګ يې خرڅ کړ بلکي مور يې په سلګونو ځله خرڅه کړه او دا سوداګري لا دوام لري ته صبر چي دا غيرتي بچي به يې کله د مور له خرڅولو لاس پر سر سي. خبره يوازي د مور تر پرتاګه پاته نه سوه داسي نارينه بچي يې و زېږول چي د مور پر سينه يې اغزن تار کش کړ او د مور بچي نيم يواې خوا ته کړل او نيم بلي ته مګر بيا هم د خپلواکۍ شعار ورکوي ځيني يې د کرملين ډول ته ناڅي، ځيني يې د جان ابرهم د ويلن نغمو مست کړي او ځيني نور يې د عرب شېخ و هل هلو ته څڼي بادوي. خو هيچا يې د وطن ربابي ملنګ ته مست اتڼ و نه کړ نغمه پردۍ ده، سردو بې ګانه دئ او د ژوند سور او تال مات مات ښکاري.

اې د وطن موري

ستا بچي څنګه بچي دي؟

انسان نه دي

دوى په خپله هم هيڅکله

ځان ته نه وايي انسان يم

کله وايي زه مرغه يم

بيا پېښې کړي د مرغانو

کله وايي ځناور يم

په څلور شي روان بيا

ستا بچي وايي:

ځناور يم خو باچا د ځناورو

زه يم زمرى پر دې نړۍ له ما اتل نسته

بل پر کابل نسته بل پر زابل نسته

په رښتيا چي ځناور دي

خو باچا د ځناورو

بې کسانو بې وزلانو ته شين پړانګ دى

غوښي خوري د کونډو رنډ يتيمانو

ماتوي ورور او تربور خپل

چي زور زيات ورباندي بر سي

نو ګيدړ سي چل وتي کړي

ځغلوي د کور چرګان بيا

دا  عجبه ځناور دي

ځکه هيڅ ځناور داسي کانې نه کا

چي قوي وي خپل خپلوان خوري

خپل همنوعي ناتوان خوري

بيا چي زور ورباندي بر شي

څوړ غوږونه لکه خر شي

ملا يې ماته

ظلم او زور ته تلسيمېږي

استبداد ته غاړه زر ږدي

هم د ده له برکته

استبداد را پيدا کېږي

ساتل کېږي

هم بيداره وفاداره

د قدرت درګاه ساتينه

د زړو خاوند ته غاپي لاپي

پښتون د خپل بې ځايه غرور، ننيګالي او توريالي په نوم باټېدلى کله ځان ته زمري او پړانګ وايي کله يې ورور وژلى وي او کله يې هم خپل کلي ته اور اچولى وي، هيڅکله به د افغانستان په تاريخ کي و نه ګورئ چي د هيڅ قوم جنګياليو دي خپل د قوم تکړه په ژبه پوه او عالم مخالف کس وژلى وي مګر پښتانه همېشه خپل عالم پوه، هوښيار او په خبره پوه سړى يوازي د دې له پاره وژلى چي خپل مشرتوب او ځناورتوب په ډاګه کړي. ارواښاد مجروح په خپل شهادت له مخکي پوهيدى چي پردى به يې هيڅکله مات نه کړي که خپلو چپه نه کړ او همداسي هم و سول چي خپلو يې پر سر خاوري واړولې. په پښتو ادب کي هيڅکله چا په دونه معقوليت سره د افغان او پښتانه جاهلانه بدوي او جنګي تنده داسي په زغرده نه ده بيان کړې ولي پوهاند صاحب دغه ټکي ته په ډېر دقت سره کتلي او عمق ته يې ور کوز سوى دئ.

 پښتانه يو مشهور متل لري وايي د پښتانه چي زور رسېږي زړه يې سوځي مګر چي زور يې نه رسېږي ځان يې سوځي مګر په حقيقت دا خبره د پوهاند صاحب له وخته تر اوسه سرچپه ده د پښتون چي چيري وس رسېدلى لومړى يې د خپل کور سر وهلى او د پردي په مقابل کي يې ايښى دى په تېرو څلوېښتو کلونو کي د جنګ تر ټولو لوى قيامت پـښتنو پرېکړ او تر ټولو زيات پښتانه و وژل سول او دغه پښتانه ټوله د پښتانه په لاس و وژل سول که د کندهار شپاړس زره قومي مشران وژل سوي بيله پښتونه د بل چا په  لاس نه دي وژل سوي او که د شينوارو ماشومان پر منځ دوه نيمه سوه او درانه سپين ږري يې پر بمونو کښېنول سول بېله پښتونه دغه چاره چا وکړه. اکاډميسن سليمان لايق خو ناحقه نه وايي:

د خوشحال خټک په څیر لیونی نه یم

چی تقصیر د خپلو ماتو پر مغل ږدی

د پښتون ورمیږ په خپله توره غوڅ دی

بیهوده د خون تورونه په بل بل ږدی

د لودی تاج پښتنو په بابر کیښود

په غلطه پر هغه تور د رغل ږدی

د تره کی او امین کانه دریاد کړه

که هر څو پښتانه ګرمه په کارمل ږدی

نجیب چا پانسی ته جګ کړ بی پښتونه

خو تقصیر په بی تقصیرو لکه تل ږدی

صمد خان بابا د چا په لمسون ومړ

چی ملایی تقصیر ونه په اجل ږدی

په پښتون کی توره شته خو پوهه نشته

چی د عقل د آیاتو په سر پل ږدی

انسان کیښوده ماڼی د لمر په وړانګو

لا ږموږ شپانه کیږدی په پیڅول ږدی

مغنی پر رباب وغځوه ګوتی

چی ساقی د لمر جامونه یو په بل ږدی

ګوره بیا څوک د وصال تخت ته رسیږی

د تاریخ ناوی ګلونه په اوربل ږدی

راځه دا ساغر په دغه تمه جګ کړو

چی آسمان پیاله د عدل په تکل ږدی

د جومات دیره می خوشی کړه ملا ته

لیونی د خرابات می پل په پل ږدی

د لایق مینه به ولی داستان نه شی

چی سجده د غرڅنیو په درشل ږدی

تر دې چي را تېر سو په دغه سمبوليک شعر کي د افغانستان د څلوېښت کلني غميزي ټوله پړه خپله افغان ولس او د افغان وطن بچو پر غاړه ور اچول سوې او دا خبره يو په ثبوت رسېدلى واقعت دئ، دى ليکي:

په ما هر پسات چي کېږي د شپې کېږي

وهل کېږم تړل کېږم

په تور تم کي

چي سبا شي بيا خبر شم

چي بچو خپلو بچو يمه تړلې

يوه بل نوي مېړه ته واده کړې

يو تربور يې دى شړلى

بل تربور ته يې ورکړې

په دې شاني خرڅوي ما

په ظالمو مستبددو زورورو

په بار باري ودوي ما

عمر تېر سو

ناويتوب مي نه ختمېږي

دا چي ته ورته تاريخ وې

څه بيان کړې؟

دايي وايي:

يوه ناوې وه چي سل کرته واده سوه

هغه زه يم.

اوس نو وايه

د دې هسي مور اولاد به څه الاد وي؟

زما لږ غوندي اميد و

دا بچي به خداى را لوى کړي

سړيتوب به له چا زده کړي

دروند نظر به راته وکړي

ظالمان به رانه و شړي هر خوا ته

په خپل کي به بيا کيني

د انصاف او عدالت تړى به کښېږدي

خو لا اوس هم

دوى بچي دي سړي نه شول

مور يې يوه: بيل بيل پلرونه

يو له بل سره دښمني کړي، تربګني کړي

دوى په خپله راولاړ شي

يو مېړه راته پيداکړي زرور

واک اختيار په لاس کي ورکړي

بيا ژړا کړي واويلا کړي

ماته ناست وي

راته وايي:

چي دا پلار مو پلندر دئ

پر موږ ظلم نا روا کړي

اوس نو د شعر دغه برخه د افغانستان د تېر څلوېښت کلن ناورين يو بشپړ تصوير دئ يو ځل مو يوه ډله خلک ولاړل دا د څنګ دښمن ته او د خپلي مور پر خلاف يې توپک پورته کړى، هغوى لا له مور سره په جنګ وه چي بل ډلي د کور سړى و واژه له ليري واروينو دښتو او د يخي له غرو يې سره ديبان راوستل او وطن يې په واک کي ورکړ. د هغو چي څنګه زړه وو وطن يې تالا والا  کړ.

 له ليري ولاتونو تور، سره او سپين پيريان او ملائيکي راغلې او د وطن نور بچي يې پر اوو ډلو پر خپله مور را مرش کړل او دلته يې هر څه په سپيڅلو او چټلو نومونو تالا ترغى کړل. مور يې بيا د پردو په حواله کړه، خو دا بيا تر ټولو خونړي وه نه يوازي دا چي مور يې تيکه تيکه کړل په خپلو کي يې هم تر هغه سره وداړل چي په وړاندي يې بيا بله ډله راغله او تر شا يې بيا هم يو بل تورمخى را روان کړى وو او دا ځل يې مور تر ټولو چټل ته ور په نکاح کړه.

 دا ډله لا ستړې نه وه چي بلي ډلي تر اوو غرو او ردو ها خوا د نړۍ يو بل سنډا د خپلي مور پر لور را رهي کړ او د غټو غټو ګامونو او ډېرو انسانانو د وژلو فرمايش يې ورکړ بيا هم يوه بله ډله لنډو، جګو سرو او شنو په ملتيا د تورو په کور کي د خپلي مور په وړاندي پوره اتلس کاله و جنګېدل او اوس دا دى يو ځل بيا مور پر يو ځاى څو مړونو ته په نکاح کوي.

 لنډه دا چي دا خاوره د خپلو نا اهلو بچو له لاسه په  سلګونه ډوله سلګونو کسانو ته په وړيا توګه په نکاح سوې ده.

دغه شډله وطني او درنه غرنۍ ژبه چي د پوهاند مجروح په خوله کي غړېدله او هغه افکار چي د دوى په عظميه ککرۍ کي وه هغه زموږ ځکه په کار نه وه چي هغه د مور ازادي غوښته، هغه يوه پاکه  سپېڅلې مور غوښته، هغه مور له هره افته په امان غوښته هغه د دغه هڅو څخه هغه وخت لا هم لاس وا نه خستى چي د خاوري نا اهلو بچو په وارو وارو تهديد کړ. هغه مور نه خرڅول او د هغو پر خلاف يې چغي وهلې چي مور يې په لسګونو پلانونو لسګونو پلرونو ته ودول څو د هغه د دې چغو نارو او له برخي د بې برخه کولو پر پار د هغه ورستۍ څاڅکې وينه و څڅېده مګر د هغه وينه سپکه نه وه د هغه له ويني دلته سلګونو نور وطنپرستان و زېږېدل نن يې دا دى پر ارمانونو او هيلو سلګونو پتنګان را ټول دي. وطنپرستي به د يوه سپېڅلي ارمان په توګه د وطن د مور د اصيلو بچيانو په هڅه له ارمانه په حقيقت بدلېږي زه نن د وطن دې اصيل بچي ته د دغي اعظمي خاوري له دې څنډي دا ږغ ور رسول غواړم چي نن د دې هيواد له ګوټ ګوټه هغه ږغ راځي چي پخوا تا يوازي زم زمه کاوه ستا ارمان ستا سره مړ نه بلکي ستا له ويني يې رنګ واخيست تا او وطن به ابدي کړي شهيده پر ګور دي نور او دښمنان دي له وخته شرمنده سوي.

پخوا به يې ويل چي:

پر دنيا د ننګيالو دي دا دوه کاره_____ يا به و خوري ککرۍ يا به کامران سي

تا هم ککرۍ و خوړه او هم کامران سوې ستا کامراني دا ده چي نن ستا د خاوري يو بچى ستا يو بچى ستا د وينو له رنګ ځان ته بيرغ جوړ کړى او ستا اواز يې وچت ساتلى دا اواز خاموشه کېدلو ته نه پرېږدي. دا بچى يو نه دئ ، دوه نه دي زر هم نه دي لکونه دي. ستا له دښمنه انتقام نه اخلي بلکي هغه ته د انسان کېدلو او انسانيت ته در ګرځېدلو له پاره لاسونه لپه کوي د انسان او د انسان وژونکي همدومره توپير بايد موجود وي. ستا ياد يې په خير او ستا لاره يې تل پاتې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...