دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت کې یوه ړنده، وچه او متعصبه فلسفه ده؛ ځکه ژبه یو ژوندی موجود دی او د ژوندیو موجوداتو په څېر په اړیکه، خوځښت او تعامل کې وده کوي. هغه ژبه چې د نورو ژبو له اړیکو، نوښتونو او تجربو څخه په بشپړه توګه منزوي پاتې شي، د ودې پر ځای د جمود پر لور ځي.
ژبه یوازې د لغتونو یوه زېرمه نه ده؛ ژبه د یوه ملت د فکر، احساس، تجربې، فرهنګ او تمدن هنداره ده. کله چې ملتونه له یو بل سره اړیکې پیدا کوي، د دوی ژبې هم له یو بل سره خبرې کوي. له همدې تعامل څخه نوي لغتونه، اصطلاحات، تعبیرونه او حتی د بیان نوې لارې رازېږي. د نړۍ ډېری پیاوړې ژبې د همدې اوږدمهاله دواړخیزه تعامل محصول دي.
که موږ د ژبې د «سوچهوالي» په نوم هر پردی لغت، اصطلاح او تعبیر رد کړو، نو باید لومړی دا پوښتنه وکړو چې سوچه ژبه اصلاً څه ته ویل کېږي؟ ایا داسې ژبه شته چې د تاریخ په اوږدو کې یې له نورو ژبو څخه هېڅ شی نه وي اخیستي؟ د ژبو تاریخ بل څه راښيي. عربي، فارسي، پښتو، اردو، انګلیسي او نورې لویې ژبې ټولې د خپلو تاریخي اړیکو په ترڅ کې له نورو ژبو اغېزمنې شوې دي.
انګلیسي ژبه، چې نن د علم، ټکنالوژۍ او نړیوالو اړیکو له مهمو ژبو څخه ده، د لاتین، فرانسوي، یوناني او نورو ژبو له زرګونو لغتونو سره ګډه شوې ده. عربي ژبه هم د خپل پراخ تمدني حضور په اوږدو کې له نورو فرهنګونو سره تعامل کړی؛ فارسي، ترکي او اردو هم د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې له عربي، فارسي، هندي او نورو ژبو څخه اغېزمنې شوې دي. له همدې امله د یوې ژبې ځواک په دې کې نه دی چې د نورو ژبو له هر اثر څخه ځان خوندي وساتي؛ بلکې ځواک یې په دې کې نغښتی دی چې له نورو ژبو سره تعامل کوي ترې اخلي، هضموي، خپلوي یې او په خپل فرهنګي او هویتي جوړښت کې یې ځای پر ځای کوي.
البته د دې خبرې معنا دا نه ده چې هر پردی لغت باید بې له اړتیا خپلې ژبې ته داخل کړو. ژبنی بېنظمي، بېځایه تقلید او د خپلې ژبې د شته امکاناتو له پامه غورځول هم د ژبې لپاره ګټور نه دي. که یوه ژبه د یوه مفهوم لپاره خپل پیاوړی، روښانه او عام فهم لغت ولري، د پردي لغت پر ځای د خپل لغت کارول طبیعي او غوره انتخاب کېدای شي. خو دا له هغه افراطي تصور سره توپیر لري چې غواړي ژبه د نورو ژبو له هر ډول اغېز څخه «پاکه او سوچه »وساتي.
ژبه باید ژوندۍ وساتل شي، خو زنداني نه شي.
د ژبې ساتنه دا ده چې د هغې ګرامر، لیکدود، ادبي میراث، اصلي پانګه او د بیان ځانګړتیاوې د نورو ژبو سره په تعامل پیاوړې کړو؛ نوي لغتونه ورته جوړ کړو، علمي اصطلاحات ورته رامنځته کړو، ادبي تولید زیات کړو او د هغې د ویونکو د لیکلو او لوستلو کچه لوړه کړو. خو ژبه په دې معنا نه ساتل کېږي چې د نړۍ له علم، فرهنګ او نورو ژبو سره یې اړیکې پرې کړو.
ژبه په خلاص چاپېریال کې وده کوي. له علم سره اړیکه غواړي، له ادب سره اړیکه غواړي، له رسنیو سره اړیکه غواړي، له نورو ملتونو سره اړیکه غواړي او له نوې ټکنالوژۍ سره اړیکه غواړي. که موږ غواړو پښتو، د بېلګې په توګه، د معاصرې پوهې او علم ژبه هم وي، باید د فلسفې، ټولنیزو علومو، اقتصاد، حقوقو، طب، ټکنالوژۍ او نورو برخو لپاره ورته پراخه علمي اصطلاحات رامنځته کړو. یوازې د پردیو لغتونو په ایستلو ژبه سوچه او علمي کېږي نه ،بلکې د علم د تولید او انتقال په ډګر کې د راکړې ورکړې وړتیا یې علمي کوي.
له بلې خوا، هره ژبه خپل داخلي ظرفیت هم لري. د نوو لغتونو جوړول، د پخوانیو مهجورو لغتونو راژوندي کول، د لهجو له زېرمو استفاده او د ژبې د ویونکو له طبیعي نوښت څخه ګټه اخیستل د ژبې د پیاوړتیا مهمې لارې دي. خو دا کار باید د ژبې د طبیعي تحول پر بنسټ وي، نه د مصنوعي تصفیې او جبري پاکوالي یا سوچه کولو پر بنسټ.
موږ باید له «سوچه ژبې» څخه د «ژوندۍ او پیاوړې ژبې» پر لور فکر بدل کړو، حرکت وکړو.ژوندۍ ژبه هغه نه ده چې هېڅ پردی لغت پکې نه وي؛ ژوندۍ ژبه هغه ده چې نوې معناوې بیانولی شي، د نوي علم لپاره اصطلاحات جوړولی شي، د زمانې له اړتیاوو سره ځان عیارولی شي او په عین حال کې خپل هویت، جوړښت او ادبي شخصیت ساتلی شي.
نو د ژبې اصلي درد دا نه دی چې ولې په هغې کې د بلې ژبې یو لغت راغلی؛ اصلي درد دا دی چې ولې د علم، فکر، څېړنې او نوښت د بیان لپاره کافي امکانات نه لري. د ژبې د درملنې لاره له نورو ژبو د هغې خوندي ساتل نه، بلکې له نورو ژبو سره د هغې د تعامل پیاوړي کول دي.
ژبه باید ریښې ولري، خو وزرونه هم ولري.
ریښې یې خپل تاریخ، ادب او فرهنګ دي؛ او وزرونه یې علم، نوښت، اړیکې او پرانیستی فکر دی. هغه ژبه چې یوازې ریښې ولري، ښايي ودرېږي؛ خو هغه ژبه چې ریښې او وزرونه دواړه ولري، کولای شي د زمانې له بدلونونو سره یو ځای پرمختګ وکړي.
د ژبې داسې سوچه کول چې له هیڅ ژبې متاثره پاتې نه شي ،په حقیقت کې د ژبې د وژول په معنا ده او نوموړې نظریه په بل عبارت ژبې ته ړونډ تعصب دی ،ښه خبره دا ده چې د ژبو تر منځ راکړه ورکړه موجوده وي او بیا دري او پښتو خو د عربي ژبې څخه متاثره او ان شپیته په سلو کې یې کلمې عربي او د هجا توري یې سره ورته والی لري ،داسې کلمې زښت زیاتې دي چې اوس مروج «غلط الشائع»شوې او خلک ورسره آشنا دی او همدا کلمې اوس عام فهمه شوي ، که په ځای یې یو ه داسې نا آشنا پښتو کلمه ایجاد شي چې حتا پښتانه یې هم په معنا نه پوهېږي او ورسره بلد نه وي دا ژبه پیچلې او ستونزمنه کوي، و بله علمي خبره په ژبنیزو قواعدو کې دا ده چې له هرې ژبې کومه کلمه اخیستل کېږي باید په خپل اصلي «رسم الخط » باندې ولیکل شي او دې قاعدې ته په ژبه کې د اعارې قاعده ویل کېږي ،یعنې کلمه په کومکي ډول له بلې ژبې اعاره یا اخیستل کېږي ،تر څو یو مشخص مطلب یا مفهوم افاده کړي. په پښتو او دري کې د عربي کلمو استعمال چې په سم ډول د جملې ترکیب یې سم وي هیڅ ستونزه نه لري ،بلکې زما په اند خو د ژبې د قوت لامل کېږي .
په پای کې باید ووایم چې عربي ژبه زموږ د دیني هویت یو لویه او مهمه برخه جوړوي، او نوموړي دیني هویت منحیث مسلمان زموږ لپاره حیاتي ارزښت لري ، نو دومره هم زموږ نه پردۍ نه ده چې داسې خدای مه کړه د تعصب پر بنسټ ورسره تعامل وکړو ، لکه ځینې چې ورته لمن وهي!